د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مخکني رئیس کړني تقدیر سوې

د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مخکني رئیس کړني تقدیر سوې

د شنبې په ورځ د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د خپل کار په دفتر کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مخکني رئیس پیروز خپلواک سره د مخه ښه لیدنه ترسره کړه او پر مهال یې دده کړني د تقدیر نامې په ورکولو سره تقدیر کړې.

په لیدنه کي د یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړي و او پر مهال یې مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، پیروز خپلواک په خپله کاري دوره کي ګڼ شمیر نوښتونه رامنځته او د شفافیت د تامین او په قانوني توګه حق حقدار ته د سپارلو په برخه کي یې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړې، چي د ولایتي ادارې په استازولي یې ورڅخه مننه وکړه.

په ورته وخت کي پیروز خپلواک هم د ولایتي ادارې د رهبرۍ او ټولو ادارو د مسؤلینو مننه وکړه، چي د قانون په تطبیق کي یې دده بشپړ ملاتړ کړي و او په ډیره ښه توګه یې خپله کاري دوره پای ته ورسول.

تر لیدني وروسته ولایت مقام د ښاغلي پیروز خپلواک د ترسره کړو کړنو څخه د تقدیر او ستایني په موخه ورته تقدیر نامه ورکړه او په راتلوونکي کي یې ورته د لا زیاتو بریاو هیله څرګنده کړه.

شنبه، ۱۳۹۹/۶/۸
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز