د محرم د میاشتي لسمي (عاشورا) ورځي په مناسبت د کندهار والي حیات الله حیات پيغام!

۱۳۹۹/۶/۸
د محرم د میاشتي لسمي (عاشورا) ورځي په مناسبت د کندهار والي حیات الله حیات پيغام!

د محرم الحرام لسمه (عاشورا ) د اسلام په تاریخ کي د ظلم، بې عدالتۍ او زور زیاتي په مقابل کي د سپیڅلي مبارزې او جهاد سرمشق او ارزښتناکه ورځ ده او زه د دغي باعظمته ورځي په مناسبت د شهیدانو د سرلاري او انحضرت (ص) د لمسي امام حسین (رض) او د کربلا په دښت کي د هغه د ۷۲ یارانو د شهادت لکبله د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان متدین ملت او په ځانګړي ډول د کندهار پتمنو ولسونو ته خپل تسلیت او غمشریکي وړاندي کوم.

په دې کي شک نسته، چي د عاشورا ورځ د اسلام په ویاړلي تاریخ کي له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده خو د دې ورځي دردونکي او غمجنه پیښه د کربلا په دښت کي د انحضرت (ص) نازولي لمسي او د شهیدانو سرلاري حضرت امام حسین (رض) او د هغه د ۷۲ یارانو شهادت دی، چي یاده پیښه د اسلام په تاریخ کي مسلمانانو ته پر توري د ویني او پر باطل د حق بریا ثابتوي.

زه د محرم الحرام ددې مبارکي میاشتي د رارسیدو په مناسبت له خپلو ټولو هیوادوال هیله لرم، چي د سولي په فضا کي د ژوند کولو پیغام تر هري کوڅې او کور پوري ورسوئ، تر څو په ګډه په هیواد کي د روانو جنګ جګړو او بدبختیو څخه ځان خلاص کړو دا ځکه، چي موږ په دې باور یو، چي ددا ډول ورځو د عظمت، خیراتونو، ختمونو او دعاو له برکت به هیواد کي تلپاتې او باعزته سوله حاکمیږي او افغانان به یووالي ته رسیږي.

کندهار والي
حیات الله حیات