په کندهار کي د محرم الحرام د لسمي ( عاشورا ) مذهبي مراسم ترسره سول

په کندهار کي د محرم الحرام د لسمي ( عاشورا ) مذهبي مراسم ترسره سول

د یکشنبې په ورځ د کندهار په فاطمه جامع جومات کي د عاشورا ورځ، چي د محرم الحرام میاشتي لسمي سره سمون خوري، ونمانځل سوه، چي په مراسمو کي یې د ولايت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګيري، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال، د دولتي ادارو یو شمیر رئیسانو، ولسوالانو، علماوو، د اهل تشیع سرتاسري شورا غړو او سلګونه اهل تشیع وروڼو ګډون کړی وو.

په مراسمو کي د ولايت مقام مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د محرم لسمه د اسلام په تاریخ کي یوه ځانګړي ورځ ده، خو د دې ورځي دردونکي او غمجنه پیښه په کربلا سیمه کي د شهیدانو د سرلاري او د حضرت محمد (ص) د لمسي امام حسین (رض) او د هغه د ۷۲ یارانو شهادت دی، چي د ظلم او نارواوو پر وړاندي یې قرباني ورکړه.

نوموړي زیاته کړه، په همدې ورځ د اسلام په تاریخ کي نوري مهمي پېښي هم رامنځته سوي دي، چي د حضرت نوح(ع) د سېلاب څخه خلاصون، د حضرت ابراهيم(ع) د اور څخه خلاصون، د حضرت يعقوب(ع) په سترګو بناء کېدل او ترټولو مهمه پېښه دا، چي ستر څښتن تعالی فرعون د نيل په سيند کي ډوب کړ.

ښاغلي منیب وویل، د ظلم پر وړاندي د امام حسين(رض) قرباني او شهادت نه یوازي د مسلمانانو بلکي د ټولي نړۍ لپاره یو لوی درس دی او په خبره یې د اسلام د مبارک دین دوښمنان هڅه کوي، چي د سني او اهل تشیع وروڼو ترمنځ تفرفه رامنځته کړي، خو موږ د اسلام د مبارک دین ټولو دښمنانو ته دا پیغام ورکوو، چي سني او اهل تشیع یو وجود دی.

د ولايت مقام مرستيال زیاته کړه، کوښښ او هڅه به مو دا وي، چي د خپلو اهل تشیع وروڼو سره په مذهبي او اسلامي غونډو کي فعاله ونډه واخلو او د دوی سره خپل ځان سهیم وبولو.

په غونډه کي د یادي ورځي په مناسبت مسعود اخندزاده، د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني او یو شمېر نورو علماوو هم خبري وکړې او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د محرم د لسمي ورځي په مناسبت د تسلیت مراتب وړاندي کړل.

یکشنبه، ١٣٩٨/٦/٩
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز