د سرحدونو او قبايلو چارو رياست

 

د کندهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د رئيس او ریاست پیژندنه

نوم : عبدالرازق عابد

ولد : حاجي عبدالخالق

د زوکړی نیټه : ۱۳۶۴

د زوکړی ځای :د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په کلي کي زېږېدلی دی،

د تماس شماره: 009370118426

زده کړی:لومړی يې ديني زده کړي د خپل کلي پر ملا امام سرته رسولي دي، او عصري زده کړي يې تر (۱۲) ټولګۍ پوري د کندهار ښار په ظاهر شاهي عالي ليسه کي بشپړي کړي دي.

له خپل فراغت سره سم په(۱۳۹۲)کال کي د کندهار پوهنتون د English ادبياتو پوهنځۍ ته کامياب سوی چي په(۱۳۹۵)کال کي له همدې پوهنځۍ څخه فارغ سوی دی او د دې ترڅنګ د کمپيوټر، English او منجمينټ اړوند زده کړي په بېلابېلو کورسونو کي ترلاسه کړي.

کاري تجربې:

په ( C.A.D.G ) اداره کي له(۲۰۰۸) څخه تر(۲۰۱۱) پوري د سرګروپ په توګه دنده.

په ( I.O.M ) يا مهاجرت نړیوال سازمان کي له (۲۰۱۰) څخه تر(۲۰۱۱)پوري ساحوي مامور.

په ( I.R.D ) اداره کي له (۲۰۱۲)څخه د همدې کال ترپايه پوري د معلوماتو راټولولو مامور.

په ( S.I.K.A ) مؤسسه کي له (۲۰۱۳ )څخه تر(۲۰۱۵)پوري د ظرفيت لوړوني آفسر.

په (۱۳۹۵) کال کي د ازادي سيالۍ له لاري د سرحدونو او قبايلو چارو رياست رئيس تر دا مهاله پوري.


د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست آړوند معلومات

نوموړی رياست (۲۴) نفره تشکيل لري چي په لاندي ډول دی

دوهم بست رئیس

درې عمومي مدیریتونه لري چي څلورم بستونه دي(نظامي کارشناس، اداري او مالي مدیریت، د جرګو مدیریت)

درې مديريتونه لري چي پنځم بستونه دي( اجرائیه مدیریت، د خدماتو مدیریت، د سپین بولدک مدیریت)

پنځه ماموريتونه لري چي شپږم بستونه دي.

دوه معتمدین لري.

خدمتي کارمندان ۸ نفره لري

 د سرحدونو او قبايلو چارو رياست اړوند په دوه کلن ماموریت کي لاسته راړوني :

۱ - په تېرو ( ۱۸ ) کلنو کي لومړي ځل زياته بودیجه کندهار ته را انتقالول.

۲ ــ د لوړوزده کړو لپاره (۸۵ )نفره د ولسواليو ځوانان : د زراعت، اقتصاد، انجنيرۍ او کمپيوټر ساینس پوهنځيو ته په وړيا توګه مرکز کابل ته استول.

۳ ــ د قبايلو او سرحداتو د رياست اړوند ملکيتونه چي مخکي يې اسنادونه معلوم نه وه، هغوئ ته اسناد جوړول او ثبتول.

۴ - د نوموړي رياست ټول خالي بستونه په قانوني ډول ډکول.

۵ - د بولدک مدیریت دجوړېدو لپاره او د غازي عبدالله خان د لیسې د بيارغوني لپاره د پروژي منظوري.

۶ - د دغي لیسې ټول خدمات ترسره کول او(۲۵۰) تنه شاګردان له ولسواليو څخه د لیلیه لپاره جلب کول.

۷ - د ولسونو، ولايتي او مرکزي ادارو ترمنځ ( ٪ ۱۰۰ ) سلنه همږغي او باور ترلاسه کول.

۸ - د وزارت مقام لخوا دوي تقدیر نامې، د ولايت مقام لخوا تقدیرنامه د مدني ټولنو لخوا ستاینلیکونه، د قومي شوراګانو لخوا ستاینلیکونه او د ولسي جرګي لخوا تقدیرنامې ما په خپله دوه کلنه دوره کي ترلاسه کړیدي.