د کندهار مستوفيت

د کندهار ولایت د مستوفيت د رئيس او ریاست پیژندنه

نوم : احمدجان پوپل

ولد : حاجي ادم خان

د زېږېدو ځاي : هلمند

د زېږېدو نېټه : ۱۳۶۳ هـ . ش

تماس شماره:0093700000120

نوموړي خپلي لومړنۍ زده کړي د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي د ذکورو په عالي ليسه کي پيل کړي او په اداري او تجارت څانګه کي يې د ( American University In Dubai) پوهنتون څخه سند ترلاسه کړی، وروسته يې په هندوستان هيواد کي په (IIME) پوهنتون کي د بشري سرچينو په برخه کي تحصيلات ترسره کړي.

د مستوفي احمد جان پوپل کاري تجربې.

په هلمند ولایت کي د بست خصوصي پوهنتون عمومي رئیس او مؤسیس د(1391) څخه.

په هلمند ولايت کي د بست د روغتیايي علومو انستیتیوت عمومي رئیس او موسیس د (1393) کال څخه.

په هلمند ولايت کي د مصطفي افغان خصوصي ښوونځۍ عمومي مؤسیس او بنسټ ایښودونکی له (1394) کال څخه.

په هلمند ولايت کي د بست اعلاناتي شرکت رئیس او موسیس له (1394) کال څخه .

په هلمند ولايت کي د نوي بست خصوصي روغتون عمومي رئیس او موسیس له (1394) کال څخه.

د هلمند افغان کمپنی رئیس او مؤسیس په عربي متحده اماراتو کي له (1388) کال څخه.

 ژبی : په پښتو، دري، انګلېسي، عربي او بلوڅي ژبو رواني خبري کولای سي او د لیکلو او لوستلو مهارت يې لري.


د کندهار مستوفيت لنډه پېژندنه 

کندهار مستوفیت یوه مالي اوحسابي اداره ده چی پخپل تشکیلاتي جوړښت کي(6)آمریتونه،(97)مدیریتونه او په مجموع کي(184)تنه کارمندان لري.

د کندهار مستوفیت اداره د ولايت په سطحه د ملي عوایدو، مالیاتو د راټولولو او عامه دارايي د لګښتونو(عادي او انکشافي بوديجې)د اجراء دنده پرغاړه لري .