د کندهارولایت د کانو ریاست

 

د کـندهار ولايت د معدن ریاست درئيس او ریاست پیژندنه

 نوم  :انجینر خان اقا ( تره خیل )

زيږيدونيټه:۱۳۳۸/۳/۱۲ ه ش

زوکړه:لغمان ولایت د قرغیو والسوالۍ کي د تره خیلو په کلي کښي زیږېدلی دی 

تماس شماره :0093780165760

تحصيلات: د (۱۳۴۵) ه ش کال کي د ښوونځۍ ته شامل سوی او په (۱۳۵۷) ه ش کال کي فارغه د ښوونځۍ څخه فاریغه سو .

ښاغلي خپلي لوړي زده کړي د یوکراین جمهوریت د پولیتخنیک انستیتیوت کي په (۱۹۷۹)م کال کي او په(۱۳۷۰) ه ش کال کي په پوليتخنیک په لومړي صنف کي اوبالخیره په (۱۹۸۶) م کال کي د همدې انستیتیوت څخه د ساختماني معدن په رشته کي د ماسټرۍ ډیپلوم ترلاسه کړ.

ښاغلي په(۱۳۶۵)ه ش کال کي د عسکری مقدس خدمت ته شامل او په(۱۳۶۶)کال کي د وخت د دولت د جمهوري ریاست د محرمو اسنادو په دفتر کي مقرر او وظیفه یې پېل کړل بیا تر(۱۳۷۱)ه ش پوري.

په کال (۱۳۸۹) ه ش کي د ننګرهار ولایت د کانونو لوی امر په صفت مقرر او وروسته د ارتقا په صورت کي د یاد ریاست د سرپرست  رئیس په توګه وګمارل سو او تر(۱۳۹۰)کال تر اخیره پوري هملته دنده اجرا کړل.

په (۱۳۹۱) کال کي د ازاد رقابت له لاري د کندهار ولایت د کانونو د رئیس په توګه وګمارل سوو.


د کندهارولایت دکانو دریاست پیژندنه

  1. د وزارت داهدافو او پروګرامونو مطابق دکانود ریاست د پلان ترتیبول.
  2. دوزارت دستراتیژۍ مطابق معدنکاری دفعالیتونو د تطبیق کنترول او مراقبت کول.
  3. د وزارت دپالیسۍ مطابق دکادستر ٬ تفتیش او د معدنکاری د جوازو ورکړي  په برخه موثري طرحي وړاندي کول.
  4. د قانون او مقرراتو مطابق دولایتي اداراتو ٬ دونرانو او سرمایه ګذارانو سره دمعدنکارۍ په منظور ارتباطات نیول.
  5. په ولایت کي خلکو ته د ښه خدماتو وړاندي کولو په موخه داداري پرسونلو نظارت٬ کنټرول ٬ مراقبت اورهبري کول.
  6. د ادارې د ګذارشونو  کنترول ٬ د پرسونلو  دربعوارو او میاشتني تدابیري پلانونو کنټرول او دمعدنکاری په برخه کي ښه خدمات.
  7. د ستراتیژیکو موخو او پلانونو د تطبیق په خاطر د وزارت د ریاستونو سره کاري ارتباطات تامینول
  8. د ریاست د برنامو مطابق د کلني بودجې پشنهادول.
  9. د وزارت دستراتیژۍ او پالیسۍ مطابق د معدنکاری په برخه کي دلاس لاندي پرسونلو مدیریت اورهبري کول.
  10. د قانون په چوکاټ کي متقاضیانو ته د معدنکاری د جوازونو د ورکولو سهولتونه برابرول.
  11. د عوایدو د راټولولو په برخه کي دعایداتي سرچینو مشخصول.
  12. د ادارې د اهدافو او پروګرامونو په اړه مشوره کول.
  13. د ادارې داهدافو او پروګرامونو دتطبیق څخه مراقبت کول.
  14. د معدنکاری په امورو کي د هیواد د نافذه قوانینو د تطبیق څخه نظارت کول.
  15. د قوانینو او مقرراتو مطابق د لوړو مقاماتو د هدایاتو او اوامرو اجرا کول.

د ریاست اړوند تشکیل

  1. داجرائیه مدیر
  2. منرالونو دجیولوجست
  3. دتفیش لوی مدیریت
  4. د کانو د کادستر او د معدنکاری د جوازونو د صدور لوی مدیریت
  5. د مالي او اداري لوی مدیریت
  6. د معدنکاری د اموزش مدیریت