د کار،ټولنيزوچارو،شهيدانواو معلولينو رياست

 

د کـــندهار ولايت د شخړود حل او د دولت ســـره د خلګـــو داړيکـــو کميسيون درئيس او ریاست پیژندنه

 نوم  :حاجي حميدالله (مبارز)

پلار نوم  :حاجي عبدالغني

زيږيدونيټه١٣٦٢  

زوکړهد کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د سردي صيف الله په کلي کښي دې نړي ته سترګي پرانستلي دي.

دتماس شماره: 0093700322786

زده کړي : منځني زده کړي ئې د کندهار په ميرويس نيکه عالي لېسه کي تر دولسم ټولګۍ پوري سر ته رسولي دي لوړي زده کړي ئې په کندهار کي د ملالي پوهنتون د حقوق پوهنځۍ د اداره او ډيپلوماسي په څانګه کي بشپړي او په ښو نمرو د ليسانس په کچه فارغ سويدي.

کاري تجربې: د (١٣٨٩) کال څخه بيا تر(١٣٩٠) کال پوري د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رياست اړوند د شهيدانو او معلولينو په څانګه کي د مامور تثبيت پحيث دنده ترسره کړيده. د (١٣٩٠) کال څخه بيا تر(١٣٩٢)کال پوري د همدي رياست اړوند د شهيدانو او معلولينو د تادياتو د مدير پحيث دنده ترسره کړيده. د(١٣٩٢)کال څخه بيا تر(١٣٩٥)کال پوري دهمدي رياست اړوند د مالي او اداري آمر پحيث دنده ترسره کړيده. د(١٣٩٥)کال څخه بيا تر اوسه پوري د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رياست د سرپرست رئيس پحيث دنده ترسره کوي.


د کار،ټولنيزوچارو،شهيدانواو معلولينو رياست پیژندنه

خلگو ته د کار زمينه برابر ول

کوچنيانوته لومړني زده کړي ورکول

متقاعدينو ته کلني حقوق ورکول

د فقيرانو د کچي کمول د ټولنيزوچارو بيمي دعرضه کيدو او د ملي پلان د ايجاديدو په صورت کي نقدي اومالي مرستي ورسره کول

زيانمنو سوي خلگو او کورنيو ته ټولنيزپوهاوي ورکول

شهيدانو او معلولينو ته کلني حقوق ورکول

تشکيل او وظايفکار،ټولنيزو چارو رياست پخپل تشکيل کي موجود (٩٤) تنه مامورين او (٥٧) تنه خدماتي کارمندان لري چي جمله (١٥١) تنه کيږي او نوموړي رياست پر څلورو امريتونو باندي استوار دي

کارامريت:

د قواي بشري مديريت:

نوموړي مديريت دکندهار په ولايت کي د مقرريدو په عرصه کي د داخلي او خارجي جوازونو د توزيع مسئوليت لري چي په (١٣٩٧) کال کي (٥٩٤) تنه نارينه او (٢٠٠)تنه ښځينه په مختلفو اداراتو کي په دنده گمارل سويدي.

د حرفوي زدکړو امريت :

دکندهار ولايت ځوانان په حرفوي زدکړو کي روزل او کسب کارکول

په (١٣٩٧)کال کي (٥٤٥) تنه نارينه او ( ٤٩٥ ) تنه ښځينه(M.C او UN-Habitat)

موسيساتو په مالي لگښت سره فارغه سويدي

د تقاعد مديريت:نوموړي مديريت دکندهار په ولايت کي د تقاعد سوو اشخاصو حقوق د توزيع مسئوليت په غاړه لري په (١٣٩٧)مالي کال کي (١٢١٨) تنه ملکي او نظامي متقاعدينو ته حقوق توزيع کړيدي او(١٠٥٠) تنه د لوي کندهار په سطحه بايومتريک سويدي

د ټولنيزو چارو امريت: دکندهار په ښار کي (٥) بابه کودکستانونه لرو چي (١٢٠) تنه تنکي ماشومان پکښي روزل کيږي په (٣)کال کي د مکتب و اول صنف ته اماده کيږي  اوهمدارنگه په کندهار کي  دوه بابه دولتي روزنتونونه هم لرو

شهيدعبدلاحد خان کرزي روزنتون: په (١٣٩٧) کال کي (٢٠٠)تنه يتيمان او بي بضاعته ماشومان پکښي زده کړه کوي او مکمل اعاشه او لباس يي د دولت د عادي بوديجي څخه ورکول کيږي

پيرمحمدنبي اخندزاده روزنتون: په (١٣٩٧) کال کي (٣٠٠) تنه يتيمان او بي بضاعته ماشومان پکښي زده کړه کوي او مکمل اعاشه او لباس يي د دولت د عادي بوديجي څخه ورکول کيږي.

مالي او اداري امريت:

    منابع بشري مديريت :

   (٢٦)تنه رسمي مامورين(٥٣) تنه خدماتي کارمندان او (٣٦) تنه معلمين ارزيابي سويدي او د پورته قدمونو منظوري يي هم را رسيدلي دي.

    خدمات مديريت:

    د رياست اړوند دري ټوټي مځکي د زور واکوڅخه په ډير تب او تلاش په نيتجه کي خلاص سويدي چي بيلااخره د همدغو مځکو چهار ديوال په عرصه کي هم تب او تلاش روان دي.

    محاسبه مديريت: د اولي ربعي خپله تول بوديجه چي را رسيدل وه د رياست د ضرورت د پوره کولو لپاره او د کارمندانو د معاشاتو ورکولو په مصرف رسولي ده.