د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست

د کــــندهار ولايت د اوبو رسولو او کانالیزیسیون درئيس او ریاست پیژندنه

نوم : محمدنادر کاکړ

د پلارنوم : داؤدشاه

د نیکه نوم : جمال خان

د زږیدلو نیټه : ۱۳۶۴ ه ج ل

دتماس شمیره : 009370800802

زده کړی : لیسانس

په ۱۳۸۲ ه.ج.ل کال کی د هرات ولایت د تورغندی د ذکور لېسې څخه په اعلی درجه فارغ سوی.

د(۱۳۸۶) ه ج ل کال کی د بلخ د نفت او ګازو د انستیتوت د جیولوژی ، معدن ، تفحص و اتکشاف مواد مفیده جامد ، مایع او ګاز څخه په اعلی درجه د فوق بکلوریا ( ۱۴ پاس ) په سویه فارغ سوی یم.

په (۱۳۸۹)ه ج ل کی د کابل پوهنتون د ځمکي پوهني ( زمین شناسی ) پوهنځي د جیولوژی څانګي څخه فارغ سوی یم.

کاری تجربه:

څلور کاله ( ۱۳۸۶ څخه تر ۱۳۹۰ ) پوری په مختلفوتجارتی شرکتونو اومؤسساتوکی می دنده ترسره کړی.

د(۱۳۹۰)کال د قوس میاشتی پر(۳۰)مه د هرات زون د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست کی عضو فنی مدیریت عمومی بهره برداری و تخنیکی په څلورم بست کی مقررسوم او وروسته د اوبو د تولید او توزیع لوی مدیرپه حیث می دنده د څلوروکلونو لپاره ترسره کړي.

د (۱۳۹۵) کال څخه تر اوسه د سهیل لوېدیځ ( کندهار ) زون د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوم.


د کندهار زون د ښاري اوبو رسولواو کانالیزاسیون ریاست پیژندنه

لکه څرنګه چی د سهیل لویدیځ(کندهار) زون د ښاری اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست د کندهار ښار  شریف اولس ته په ټولو ناحیو کي د څښاک پاکو اوبو خدمات وړاندی کوی،

دا ادارې همیشه پر دۍ کوښښ کړیدی چی خپل ښاریانو ته شپه او ورځ د رسمیاتو په نظر کی نه نیولو سره خدمات وړاندی کړی.

اوسني حالت :

د کندهار په ښار کي (۳۱۲.۲۸۷) کیلو متر د اوبو رسولو شبکه لري چی د دی شبکی د جملی څخه (۴۲.۶۱۵) کیلو متر انتقالی شبکه او (۲۶۹.۶۷۲) توزیعی شبکه ده.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون اداره په ټول کي (۶۵۲۰) مشترکین لري چي په دۍ مشترکینو کي استوګنیز، دولتي، مقدسه اماکن، سوداګریز او عامه نلونه شامل دي.

 همدا اداره  په ټول کي د کندهار ښار شریف اولس ته د څښاک د پاکو اوبو د خدماتو رسولو لپاره (۱۹) تولیدی او توزیعی څاګان لري چی دا څاګان هم د ښار په مختلفو سیمو کي جوړ او ګټه ورڅخه اخیستل کیږی.

 اوس مهال د کندهار د اوبو رسولو ریاست د لابراتوار څانګه فعاله او دولس فزیکی ،بیالوژیکی او کیمیاوی پارامیترونو تست ترسره کیږی.

د کندهار ښار د څښاک اوبو ټول تولیدی اوتوزیعی سایتونه په کلورین پمپو سمبال او فعالیت کوی.

  د څښاک د اوبو د فشار د ډیر والی  او اوبو د  ذخیره کولو لپاره څلور کانګریټی زمینې ذخیرې او دوي کانګریټي ارتفاعی ذخیری لري چی  ټولي  ذخیري په مجموعي ډول سره د(۵۴۰۰) متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لری.

 دامهال د کندهار ښار لس سلنه ښاریانو ته زمونږ اداره د څښاک پاکو اوبو  رسولو خدمات ترسره کوي.

ترلاس لاندی پلانونه :

د کندهار ښار د ککړو اوبو ( کانالیزاسیون ) سیستم سروی او د امکان سنجی مطالعاتو تر سره کول.

د کندهار ښار په دولسمه ناحیي ( لوي ویالي ) سیمه کی د(۱۰۰۰۰))کورنیو لپاره د اوبو نوی شبکي پلی کول.

د کندهار ښار په نهمه ناحیه ( کوتل مرچی ) سیمه کی د اوبو رسولو شبکی دیزاین.

د کندهار ښار په لسمه ناحیه( دوراهی – حاجی عزیز)سیمه کی د شبکی دیزاین او پلی کول.

د  سپین بولدک ولسوالی د اوبو رسولو شبکی سروی ، دیزاین او پلی کول.

د هغه ولسوالیو د مرکزو لپاره د اوبو رسولو شبکو سروی او دیزاین چی د څښاک اوبو ستونزه لری او خلک ئی د اوبو  رسولو د شبکی غوښتنه وکړی.

د دهلی د اوبو د بند څخه و کندهار ښار ته د څښاک پاکو اوبو د پروژی  د سروی، دیزاین او پلی کولو نظارت او څارنه ترڅو دغه ملی پروژه په نړیوال استنډرډ جوړه او ګټي اخیستني ته چمتو سي.

د زون په کچه د نورو ولایتونه مرکزونو ته د خدماتو ساحه پراخول ترڅو د حوزی په کچه د ولس په ژوند کی مثبت تغیر راسي.

په پورته ډول د کندهار زون د اوبو رسولو او کانالیزاسیون اداري په هکله لنډ راپور تاسو ته ترتیب او وړاندی سو.