د سولي عالي شوار ریاست

 

د کـندهار ولايت  دسولي عالي شوار ریاست د رئيس او ریاست پیژندنه

نوم : حاجی شیراحمد حفیار

د پلارنوم : حاجی وکیل رستم خان

د زوکړی نیټه : 1335

زده کړی:  حربی پوهنتون

دتماس شماره: 0093700311118


د سولي عالي شوار ریاست پیژندنه

سولي عالي شوراغیر دولتی او مستقل ارګان دی چی په ټولو ولایتو کی فعال دفترونه لری.

د سولي ولایتی دفترونه په هرولایت کی د سولي عالي شورا په استازیتوب فعالیت کوی ،د کندهار د سولی ولایتی کمیټه د (۱۳۹۵)کال د حمل د میاشتی په(۱۸) نیټه په فعالیت پیل کړی دا اداره لاندی اهداف او فعالیتونه تر سره کوی.

د ولایت په مرکز او ولسوالیو کی د سولی تینګښت او د جنګ مخنیوی.

په مرکز او ولسوالیو کی د غونډو جوړول ،ولسی وګړو ته د جنګ د زیانونو او د سولی ټینګښت او پایښت په هکله د هری ولسوالی دینی عالمانو ،قومی مشرانو، د نفوذخاوندانو، د مدنی ټولنو، د ځوانانو ټولنو، د ښځو نهادونو ته د سولی پیامونه رسول، په ولایت او ولسوالیو کی د جنګ بدبختی او ضررونو تشریح او توضیح کول.

د محل د نظر خاوندانو سره په محلی ، ولایتی کچی او د هیواد په ګوټ ګوټ کی پر افغانانو د تپل سوی اوږدی جګړی د مخنیوی په منظور د هغوی د وړاندیزونو، نظرونو، راټولول، د ولایت په کچه د ولایت مقام، امنیتی ملی ځواکونو د مسئولینو سره د هغوی شریکول او هم د سولی عالی شورا ته د تصمیم نیونی په منظور ورځنی ، اونیز او میاشتنی راپورونو رسول ، او د تصمیم نیونی وروسته د هغوی د هدایتونو پلی کول.

په هیواد کی دننه او بهر کی د مخالفینو د مشرانو، قوماندانانو او افرادو سره د اړیکو ټینګول د سولی ټینګښت، پایښت او د ملی روغی جوړی په تامین کیی د سولی عالی شورا د هدایتونو او اوامر پخپل محل کی پلی کول.

د سیاسی بندیانو چی د اقاربو له خوایی ضمانت پاڼی په ولسوالیو او د ښار په ناحیو کی جوړیږی او د محلی شوراګانو له خوا یی پوخ ضمانت  شوی وی او دولتی محلی مسئولو ارګانو(ولسوالانو او د ښاروالی د ناحیو)د مسئولینو له خوایی تائید سوی وی، د هغو د خوشی کیدلو په منظور د ضمانت خطونو او تصدیق پاڼو تائیدولو او د بندی خوشی کول.

هغه مخالفین چی د سولی له بهیر سره یوځای کیدل غواړی، د سولی عالی شورا د طرزالعمل او مقرراتو مطابق د قوماندانانو او د هغه د غړو شهرتونو ترتیبول د امنیتی ارګانو په مرسته د هغوی وسلی امنیتی ارګانو ته تسلیمول او مخالفین د سولی سره یوځای کول او په ټولنه کی یی مدغمول.

 په خپل ولایت او سیمو کی د محلی، قومی، حقوقی شخړو په بی پری توګه یی هوارول او د شرارت مخنیوی.

په خپل کاری قلمرو کی د هغو فتنو او شخړو چی د ولسی نزاع او شخړو سبب کیږی د هغوی مخنیوی.

د سولی ولایتی کمیټو تشکیلاتی جوړښت:

1. د سولی ولایتی کمیتی غړی چی د خپل ولایت مرکز او ولسوالیو ، قومی ترکیب ، مشرتوب ، موثریت په نظر کی نیولو سره د(۲۰)تر(۴۰)غړو په ترکیب ولایتی کمیټی د مرکزی رهبری له خوا منظور یدل.

2.  ولایتی کمیټی د موثروفعالیتونو په منظور د کمیټی رئیس، مرستیال او منشی د غړو د ترکیب څخه جوړیږی.

3.  د کمیټی د فعالیتونو سمبالولو، د هغوی د فعالیتونو او غونډو تنظیمول او د اجراآتو په منظور ولایتی دارالانشا فعالیت کوی.

د ولایتی دارالانشا تشکیل او دندی:

I.  د دارالانشا مسئول د سولی کمیټی د رهبری پلاوی( رئیس ، مرستیال او منشی)او د غړو د فیصلو راټولولو ، د راپورونو جوړولو او ټولو تخنیکی اداری او مالی څانګو د ښه انتظام سرپر ستی کوی.

II. د سولی ولایتی دارالانشا په ولایتی تشکیلاتی جوړښت کی لاندنی څانګی لری.

1. اپراتیفی څانګه : دا څانګه د مخالفینو سره د تماس نیولو، رابطه ساتلو سولی او ملی پخلاینی ته د هغوی د عوتولو، او د سولی د پروسی سره د یوځای کولو او په ټولنه کی د ادغامولو دندی تر سره کوی.

2. د اړیکو او عامپوهاوی څانګه :دا څانګه د مختلو دولتی او غیر دولتی ارګانو سره د اړیکو ټینګولو، په مرکز او ولسوالیو کی د عامپوهاوی د غونډو جوړولو، د پیامونو، نشراتو، د عامه رسنیو سره د سولی ولایتی کمیټی د فعالیتونو شریکولو، مخالفینو ته د پیامونو رسولو دندی په غاړه لری.

3. مالی او اداری څانګه : داڅانګه ټول اداری او خدماتی چاری او هم ټول مالی چاری دسولی د فعالیتونو په منظورد مصارفاتو او مرکزی دفتر ته یی د مصارفاتی راپورونو، د دفتر ونو د دارایو، د ترانسپورتی وسایطو د ساتنو او مصارفاتی چارو دندی په غاړه لری.