د کندهار حوزې برېښنا ریاست

د کـندهار ولايت  حوزې برېښنا درئيس او ریاست پیژندنه

نوم : امان الله فاروقي

ولد : باقيب االله

زده کړي:په میخانیکي لېسه کي د بکلوریا ترکچي او فعلاً هم پسله وخته د انجینری پوهنځی په شپږم سمستر کي زده کړي کوي.

دتماس شماره:0093700308499

کاري تجربه:د برېښنا رياست اړوند په بېلابېلو ولايتونو کي(۲۰)کلنه دنده.

د(۱۳۹) کال د جوزا څخه تر(۱۳۹۶)کال د سرطان پوري په همدې ریاست کي د تجارتي مرستیال په صفت او د(۱۳۹۶)کال د سرطان څخه تر دې مهاله د رئیس په صفت دنده اجراء کوم.


د کندهار حوزې برېښنا ریاست پیژندنه

د کندهار حوزې برېښنا د افغانستان د برېښنا شرکت تر چتر لاندي فعالیت کوي او د افغانستان د برېښنا شرکت یو بشپړ دولتي شرکت دی چي پر اتو (۸) حوزو باندي وېشل سوی دی.

د کندهار د برېښنا ریاست د حوزې په سطحه ریاست دی چي د خپل تشکیل له مخي د کندهار د برېښنا ریاست ترڅنګ د دې حوزې اړوند د هلمند، زابل او اروزګان د برېښنا پر ریاستونو باندي هم کنټرولوي.

د اداري تشکیل له مخي لومړی د ریاست مقام او ورپسې درې معاونیتونه لري لکه:(عملیاتي، تجارتي او مالي اداري) چي هر معاونیت یې مختلف مدیریتونه کنټرولوي، فعلاّ مالي او اداري معاونیت په دوو برخو تبدیل سوی دی چي یو یې اداري معاونیت او دوهم یې حسابي لوی آمریت دی.

نوموړی ریاست د خپلي حوزوي تشکیل له مخي په څلورو برخو لکه(عملیاتي، تجارتي، اداري او حسابي) کي(۶۳۳)تنه کارمندان لري چي(۳۶۲) تنه یې د کندهار د برېښنا ریاست اړوند دي.

دنده : دغه ریاست د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل اوسېدونکو ته د برېښنا رسولو دنده پر غاړه لري.

د برېښنا سرچينې: نوموړی ریاست دامهال د برېښنا د تولید دوې سرچينې لري، لکه : د اوبو برېښنا او ډېزلي برېښنا چي اوس مهال پر دوو سولر پلانټونو هم کار روان دی، دغه پلانټونه یو(۱۰)میګاواټه او بل(۳۰)میګاواټه دی، همدارنګه له غزني څخه تر کندهار پوري د وارداتي برېښنا د لین چاري هم په چټکۍ سره رواني دي.

دغه ریاست تر دې مهاله په کندهار ولایت کي ( ۶۵۰۰۰ ) اضافه مشتریان لري او د حوزې په سطحه تر ( ۱۰۰۰۰۰ ) اضافه مشتریان لري.