نخي او پشمي فابریکو ریاست

 

د کـندهار ولايت د نخی او پشمي فابریکو ریاست درئيس او ریاست پیژندنه

نوم : محمد نسیم

ولد : محمد سرور

په 1339 کی د کندهار په ښار کی زیږیدلی دی

زده کړي : په احمدشاه باباعالی لېسه کي د بکلوریا ترکچي زده کړي کوي.

تماس شماره:0093700383220


د نساجي د فابريکو پیژندنه

کندهار يو له هغه ولايتونو څخه دى چې تر دوه سوه زياتي په نوي سيسټم جوړي فابريکي لري خو د شهيد محمد داود خان د مهال څخه پاته د نساجي فابريکه بيا د بريښنا او بوديجې د کمښت له امله بنده پاته ده.

دا فابريکه چې د(١٣٨٦)کال په اوږدو کې يې فعاليت بند سو په دريو وختونو کې(٧٠٠٠)کسانو ته د کار زمينه برابره کړې وه او له دي فابريکې څخه د ټوکرانو، کمپلانو، غاليو او نورو په جوړېدو کې ګټه اخيستل کېدل.

د نخي او پشمي فابريکو ټولي برخي جوړي او د فعاليت وړ دي خو يوازي د بريښنا او بوديجی د نشتوالی له امله فابريکه تړلي ده.

چې اوس مهال هم ټول هغه فني او مسلکي کسان پر کورونو ناست دي چې په دي فابريکه کې يې کار کاوه.

پر همدې مهال د نساجي فابريکې سرپرست ريس محمد نسيم وايې چې دا فابريکه هله بنده سوه کله چې يې بوديجه خلاصه او بريښنا نه وه.