د نشه یی توکو پرضد ریاست

د کندهار ولایت د نشه یی توکو پرضد د رئيس او ریاست پیژندنه

نوم : ګل محمد شکران

د پلارنوم : فقیرمحمد

د زوکړی نیټه : 1346

د زوکړی ځای : د کندهار ولایت په (3)ناحیه کی یې نړی ته سترګی غړولی .

زده کړی: په 1366 کی د کندهار عالی درمعلمین څخه فارغ سوی.

دتماس شماره:0093799415646


د کندهار ولایت د نشه یی توکو پرضد ریاست 

شرکای کاری: UNODC,MC,CARDF زراعت ریاست،اقتصاد ریاست،علماوو شوراریاست،اطلاعات او کلتورریاست،حج اوقاف ریاست،امنیه قومندانی او معارف ریاست.

۱ معیشت بدیل مدیریت :

 د دی مدیریت دنده چی د وزارت مهمو برخو څخه شمیرل کیږی د کندهار په مختلفو ولسوالیو کی د بزګرانو د ژوند سطحه لوړه سی او د د مځکی فی واحد حاصل ډیر سی تر څو وکولای سی چی د بزګرانو توجه د کوکنارو د کښت په عوض حلال او مثمر کښتونو ته جلب کړی.

چی په دی برخه کی د کندهار په مختلفو ولسوالیو کی د انګور باغونه په نوی اوعصری سیستم (تریلیس) جوړ شویدی،د پستی باغونه ترویج سویدی، د زعفرانو کښت ترویج سویدی د اوبو لګولو کانالونه جوړ شویدی،د بزګرانو ظرفیتونه په مختلفو زراعتی برخوکی لوړ سویدی،شنی خونی جوړی سویدی،د غوښینوچرګانو او هګیو چرګانو مختلف فامونه جوړ شویدی. چی دا لړی هم داسی جریان لری ترڅو په مختلفو ولسوالیو کی د بزګرانو سره مرسته وسی او د کوکنارو د کښت کچه کمه سی.

۲-دقانون د تنفیذ مدیریت:

د امنیتی ارګانونو سره نوموړی مدیریت همږغی لری تر څو د مخدره موادو کښت،قاچاق او استعمال په کلی ډول له منځه ولاړ سی او متخلفین یی د قانون منګلو ته وسپارل سی.

چی پدی برخه کی امنیتی ارګانونه ښی لاستی راوړنی لری او د مخدره موادو مختلف النوع مواد نیول سوی او هم یی دمخدره موادو قاچاقبران نیول او دقانون منګلو ته سپارلی دی.

د کوکنارو د کښت دمخنیوی په موخه هر کال د کوکنارو د له منځه وړولو کمپاینونه ترسره شویدی او په سلګونه هکتاره ځمکه له ویجاړه سوی ده چی دا لړی به جریان لری ترڅو د قانون دتنفیذبرخه عملی سوی او وزارت پالیسی مو تطبیق کړی وی.

۳- دمخدره موادو د سروی اونظارت آمریت:

نوموړی آمریت دمخدره موادو مختلفی سروی هر کال ترسره کوی چی د دی لاری د مخدره موادو ارقام او د کښت کچه معلومه سی او د مخدره موادو د له منځه وړولو سروی چی څومره کښت سوی او څومره له منځه تللی دی.

د معتادینو سره د مرکو د لاری د اعتیاد د اقتصادی موضوعاتو په خاطر د مخدره موادو قیمتونه جمع آوری سویدی او د حاصلاتو سروی په مختلفو کلیو کی سویده او ارقام یی د تحلیل او تجزیی لپاره مرکز ته استول سویدی تر څو ددی لاری د هیواد په کچه کښت تولید او عمومی راپور خپور سی.

هر کال د کوکنارو د تخریب دتصدیق سروی د جنوب زون په ټولو ولایاتو کی ترسره کیږی چی راپورونه یی په رسمی شکل د مرکز د لوری خپریږی.

نوموړی آمریت د جنوب زون په ولایاتو لکه هلمند،کندهار،اروزګان،زابل او ډایکندی مختلفو ولایاتو کی د کوکنارو د کشت او حاصلاتو سروی او د مختلفو مخدره موادو قیمتونه جمع آوری کوی او د تحلیل او تجزیی په موخه یی مرکز ته استولی چی راپور یی هر کال خپریږی په ولسوالیو کی د مختلفو پروژو څخه نظارت تر سره شویدی او راپور یی مرکز د نورو اجراتو لپاره استول سویدی.

۴-د غوښتنی د کموالی مدیریت:

نوموړی مدیریت چی په کندهار کی کوم دمعتادینو کلینکونه دی دهغوی څخه پر وخت نظارت کوی او د عامی روغتیا د ریاست سره په همږغی په دی برخه کی کاراو فعالیت کوی.

په کندهار ولایت کی دمعتادینو کلینکونه په لاندی ډول دی: د ملالی کلینک چی د ښار د لوی ویالی په سیمه کی موقعیت لری د ۵۰ بستروظرفیت لری.

د ودان کلینک چی د ښار په یخ کاریز سیمه کی موقعیت لری د(۲۰)بسترو ظرفیت لری.

د ډنډ ولسوالی کلینک چی د صحت عامی ریاست سره په همکاری په نوموړی ولسوالی کی په حدود د(۱۰۰) نفرو تداوی د (۳ )میاشتو په جریان کی کوی.

او د کندهار ښار کی نور د معتادینو شخصی کلینکونه هم موجود دی چی د فیس په مقابل کی معتاد کسان تداوی کوی لکه:الشفا کلینک،الحق او د بولدک په ولسوالی کی د ملا زینو په نامه کلینک شتون لری چی نوموړی مدیریت یی وخت په وخت د فعالیتونو څخه نظارت ترسره کوی.

۵-دعامه پوهاوی مدیریت:

د نشه یی توکو پرخلاف د مبارزې وزارت د پالیسیو څخه یوه هم عامه پوهاوی دی.

نوموړی مدیریت دکندهار په مرکز او ولسوالیو کی د مخدره موادو پر تبلیغاتی غونډی جوړوی په مکاتبو،مدارسو،ګردی میزونه،تلویزونی خپرونی،دسپورټ برخه ،ډرامی،مصاحبی او د علماوو سره په مساجدو او جامع ګانو کی د نشه یی توکو پرخلاف عامه پوهاوی تر سره کوی.