فواید عامه ریاست

فواید عامه ریاست رئیس او ریاست پېژندنه

نوم:انجینر محمد صابر احمدزی

دزېږیدلو نیټه: ۱۳۶۶ کال

د زیږیدلوځای:د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ کي دنیا ته سترکی غړولی.

زده کړی :لومړنۍ زده کړي یې په بغلان ولایت د پلخمري په ولسوالۍ کي تر سره کړي دي او په کال (۱۳۸۴) د کانکور د ازمویني له طریقه د جوزجان پوهنتون ته لاره پیدا کړې او په کال (۱۳۸۹) کال کي د انجینرۍ د برخی څخه فاریغه سوی دی.

کاري تجربه :

تر فراغت ورسته د سروې ریاست او پروژو جوړوني په برخه کي په فواید عامه وزارت کي دنده پېل کړه او وروسته په اروزګان ولایت کی د فواید عامه ریاست د رئیس په توګه و ګمارل سو او ورسته تر (۷) کلونو کار د فواید عامه وزارت د حکم پر اساس د کندهار ولایت د فواید عامه ریاست د رئیس په توګه وګمارل سو چي دا مهال د کندهار د وفوایدعامه ریاست د رئیس په توګه دنده اجرا کوي.


فواید عامه ریاست پېژندنه

د ریاست موخي :

د د ښارونو بیا جوړونه او رغونه، د جادو رغونه، د سروې او دیزاین د پروژو، ښارګوټو جوړونه او ساتنه، د شرکتونو سره قراردادونه کول په مختلوفو پروژو کي، کنټرول او نظارت، د سرکونو جوړنه، د پلچکونو جوړونه د بودیجې د ښتون په صورت کي.