د کندهار نړیوال هوایی ډګر

د کندهار نړیوال هوایی ډګر او رئیس پېژندنه

نوم:محمود (رحمتی)

د پلار نوم:  هدایت الله (رحمتي)

د نیکه نوم: مرحوم حاجی رحمت الله خان بارکزی

د زیږیدو ځای:  د کندهارد خرقی شریفی کوڅه

د زده کړوه ځای:کندهار \ افغانستان 2012 + عمان \ اردن 2014 + علی آباد/ هندستان2016

د اړیکو شمیره: 0700326165

زده کړي :نوموړی لومړنی دینی زده کړي په کندهار کی د عمر فارق (رض) په مدرسه او او عصری زده کړی یی تر دولسم ټولګی پوری د حاجی میرویس خان نیکه عالی لیسي کی تر سره کړی چی د نوموړی لیسی څخه په عالی درجه فارغ شوی.

د زده کړو تر څنګ یی د ټولنی د اړتیا په اساس په مختلفو ټولنیزو فعالیتونو او فرهنګی چارو کی هلي ځلی کړی چی د هیواد په کچه د وخت د فعاله مطبوعاتی او اعلاناتو څانګی ( اراکوزیا افغان اعلانات =  سورغر اوونیره = او سورغر پښتو ویبپاڼي مسول ) پاته شوی دی  البته ( د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ کال پوری ) د څلورو کلونو په جریان کی یی د کندهار ی ولس لپاره د محلی او ملی موضوعاتو خاصه توګه اقتصادی، ورزشی، صحت، ټولنیزو او فرهنګی چارو کی عملاً  کار کړی دی.

د کندهار نړیوال هوایی ډګر ریاست چه هغه مهال امریت و پوره یو کال د سوړساتنځای  (چه د درملو او لندو میوو موقت ساتلو په موخه) د نوموړی اداری لخوا ترتیب سوی و مسول مدیر پاته سوی دی.

وروسته د همدی اداری د ترافیک او مخابری عمومی مدیریت  چه یو تخنیکی او مسلکی مدیریت دی د مدیریت بست ته ازموینه ورکړی چی د همدي لس کسیز مدیریت اساسی دنده د هوایی ترافیک تنظیم او کانټرول دی رسماً پکی د عمومی مدیر په توګه دنده پیل کړی ده.

داچه نوموړی مدیریت یو تخنیکی او مسلکی مدیریت دی نو ځکه د دغه مدیریت لپاره د خاصو تخنیکی زده کړو لپاره یو ځل په ۲۰۱۴ کی د اردن هیواد کی د ملکه نور هوایی ډګر تخنیکی کالج کی خصوصی زده کړی کړی او دویم ځل په ۲۰۱۶ کال کی د هندوستانو په عالی اباد CATC کالج کی د هوایی تنظیم او هوایی ډګرونو د اصولو او قوانینو په برخه کی مسلکی زده کړی تر سره کړی او په کامیابي یی د دغه کالج څخه د تخنیکی زده کړو سند تر لاسه کړی دی.

ژبي او مهارتونه:

نوموړی په پښتو ، دری ، انګلیسی، عربی او اردو ژبو باندی روانی خبری او لیکل کولای سی.


د کندهار نړیوال هوایی ډګر پېژندنه

کندهار نړیوال هوایی ډګر چه په سنه ۱۹۵۰ کی د امریکامتحده ایالات لخوا یی دجوړښت اساس ايښودل شوی او د دغه هوایی ډګر څخه د نظامی او ملکی چارو او فعالیتونو ګټه اخیستل کیږي.

د کندهار نړیوال هوایی ډګر څخه محلی او بین المللی الوتنی کیږي چی ددغه هوایی ډګر ریاست لاندی 6   مسلکی او 5  اداری  فنی مدیریتونه لری:

د ترافیک او مخابری عمومی مدیریت

د احصایی مدیریت

د تخنیک او انجنیری مدیریت

د توسیع او تجارت مدیریت

د محاسبي مدیریت

د اور وژنی مدیریت

اداری مدیریت

د هواپيژندنی مدیریت

د مصونیت پرواز مدیریت

د خدماتو مدیریت

د حفظ او مراقبت مدیریت

دغه اداره چی پخپل تشکیل کی 54  بستونه لری چی اوسمهال برحال 26  کسه مامورین او 16  کسان خدمتی اجریان او 20  کسان باالمقطع  چه د حفظ او مراقبت چاری سمبالوی دندی تر سره کوی.

دندی او مسولیتونه:

*د اوونۍ ، میاشتی او د کال د ربع په اساس کاری پلان ترتیب او د هغه د عملی کولو لپاره هدف ته رسیدګی.

*د عملیاتی چارو څخه نظارت او کانترول او سره لدی د هوایی چلند د نړیوال سازمان ایکا قوانین او طرحی عملی کول او د هغو قوانینو په چوکاټ کی فعالیتونو ترسره کولو لپاره هلی ځلی کول.

*د اداری کارکوونکو او مسافرینو باندی ټول هغه قوانین مراعت کول چی د یوه هوایی ډګر څخه د ګټي اخیستنی پرمهال باید مراعت سی.

*د عملیاتی او تخنیکی چارو د سمبالولو لپاره د هوایی ډګر د ټولو اړوند تخنیکی اسانتیاوو څخه خبرتیا او د اړتیا پر مهال د هغه تخنیکی اړتیاوی پوره کول.

*د داخلی او بهرنی مسافرینو ته د ښه خدمت کولو په موخه د هوایی ډګر په چارو کی داخل ټولو ارګانونو سره د همږغي اړیکی لرل او خاصه توګه د امنیت په برخه کی وخت پر وخت د اړوند ارګانونو سره اړیکی ساتل.

*د مختلفو تخنیکی برخو د فعالیتونو، د وسایطو او سهولتونو د فعالیت څخه معلومات او اطمینان لرل تر څو د عملیاتی چارو د جریان پر مهال خبر او فعال واوسو.

 ‌بوختیاوی او مصروفیتونه:

هوایی ډګر کی ټولو داخلو خدماتی شرکتونو ته د هویت کارتونو توذیع.

د هوایی ډګر د ترمینل ساحی ته د وسایطو لپاره د دخول کارتونو د توزیع سهولت او پخوانی کارتونو تمدید.

د مسافرینو لپاره د لا اسانتیا په موخه د بیکونو ترلاسه کولو او یا الوتکی ته د تسلیمی پرمهال د الکترونیکی پټي جوړولو سهولت.

د ترمینل عمومی جامع جومات لپاره د اوبو سهولت برابرل، لویه اوبو برمه وهل او د اوداسه تازه کولو لپآره د تشنابونو ترمیم او لوی جامع د لمونځ کولو فرش په ماربل ډبره باندی جوړولو.

د ترمینل دخولی لاره، د ترمینل څخه خروجی لاره او د الوتکو د عملیاتی برخی ساحه په سپين ماربل ډبره باندی جوړول.

د هند او افغانستان هیوادونو تر منځ د هوایی دهلیز د فعالتیا سره سم اسانتیا په موخه په دویم پارک کی د اووه متره کانګریټ سړک جوړول.

د الوتنی د پارک یا تم ځای ترمیم او د مصونیت په موخه د الوتکو لپاره معیاری پارک زمینه برابرول.

د هوایی شرکتونو لپاره د پخوانی کاری میزونو ـ(کاونټرونو) په عوض عصری سیار کاونټرونه ایجاد او نصبول