د ښځو چارو ریاست

 

د کندهار ولایت د ښځو چارو دریسې او ریاست پیژندنه

نوم : رقیه اڅکزۍ

د پلارنوم : عبدالقدوس 

د زوکړی نیټه : 1335 

د زوکړي ځای : د کندهار ولایت په(13) ناحیه کی د میرزا احمد خان قلعچه کی زیږیدلي ده.

تماس شماره:0093700787050

 لمړنی زده کړي یې د کابل په اریانا عالي لیسه کي سرته رسولي او د ژورنالیزم ترشپږم سمسټره پوری یې زده کړي کړي چی بیا مهاجر سوې وروسته په (1383) کی خپل هیواد ته راستنه شوې چي د راستنیدو سره سم ېې په زرغونه انا متوسطه ښونځی کي رسماَ داستاد په حیث وظیفه سرته رسولې ده.

 په (1385) کال کي دښځو دمدني او اجتماعي ټولنه کی دترینرې او سوپروایزری په حیث دنده سرته رسولي په (1390)د اسد په میاشت کي دښخو چارو ریاست دنده ورته سپارل سوې چي تر اوسه هم دوام لري.


د ښځو چارو د ریاست پیژندنه

د کندهار ولایت د ښځو چارو ریاست په اصل کی یوه پالیسی جوړونکی، هم اهنګ کوونکی او نظارت کوونکی اداره ده چی تر څنګ یی په سیاسی، اقتصادی، اجتماعي، فرهنګي، او حقوقی موضوعات لپاره پلانونه طرحه او د موسساتو، دورانو او انجوګانو له خوا تطبیق او زموږ د ریاست له خوا مراقبت او نظارت وخت کی د ستونزو د حل او نظریات یی د اړوندو اداراتو سره شریک او دحل لاری چاری پیدا کول دی.

 د ښځو د عامه ذهنتونو د اګاهی او د ارتقاع ظرفیت په خاطر ورکشاپونه، کورسونه، کنفرانسونه ، سمپوزیم او سمینارونه په مرکز او ولسوالی کی ترسره کړی. د ښځو اقتصادی وضعیت د بهبود لپاره مختلف حرفوی زده کړی او زراعتی پروګرامونه درلودلی چی (۶۰۰۰) تني خویندی تر پوښښ لاندی نیولی سوی دی.

د ښځو د عامه ذهنتونو د اګاهي او د ارتقاع ظرفیت په خاطر ورکشاپونه، کورسونه ، کنفرانسونه، سمپوزیم اوسیمینارونه په مرکز و ولسوالیو کي ترسره کړي، د ښځو اقتصادی وضعیت د بهبود له پاره مختلف حرفوی زده کړې او زراعتي  پروګرامونه درلودلي چي (۶۰۰۰) تنې خویندي تر پوښښ لاندي نیول سوی دي.

د ښځو چارو ریاست د ښخو له پاره د آموزشی مرکز( د زده کړو مرکز) د وزارت په مالي لګښت ایجاد کړي د همدې مرکز په داخل کي د ښځو له پاره کتابتون او د انجونو له پاره چمنازیم هم د وزارت له بودیجی څخه په مصرف رسول او افتتاح ته اماده شوی، همدا شان د PAPAS  په مالي لګښت ۲۵ جربیه باندی باندی د ښځو د نمایشی باغ چی (۱۰ )جربیه د انارو او( ۴ )لوی شنی خوني او (۳۰۰) د انګورو تاکان، د پستي نهال شانی پکښی سوی.

په حقوقی برخه کي د ښځو ستونزو په کتو سره د دواړو جنانبینو ترمنځ همږغي او وروسته ئې حل او فصل کوي که نه نو اړونده موضوع عدلی او قضایي ارګانونو ته رسمآ استول کیږی. د والي صاحب په مشری هره میاشت د تاوتریخوالي کمیسیون نیول کیږی او د ښځینه محبس څخه نظارت کیږی.

د ښځو چارو ریاست له خوا د نړیوال ورځو لمانځل: لکه د مور نړیوال ورځ، د ښځو نړیوال ورځ، د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالی د مخنیوي نړیواله ورځ، تاوتریخوالي د مخنیوي (۱۶) ورځڼی کمپاین اوداسی نور..