د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون

 

د افغانستان د کرنیزوعلومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د رئيس او پوهنتون پیژندنه

نوم : دکتور خال محمد (احمدزی)

د پلارنوم :  حبیب الرحمن

د زوکړی نیټه : ۱۳۶۳

د زوکړی ځای :د تخار ولایت په ینګی قلعه ولسوالي کي زېږېدلی دی.

تماس شماره:0093783831318

زده کړی: خپلي لمړنۍ زده کړي یې د تخار ولایت په ینګی قلعه لیسه کی ترسره کړي دی او په (۱۳۸۷) کال کي د کابل پوهنتون د کرني پوهنځی د کرنیز اقتصاد له څانګي څخه فارغ سویدی، نوموړی د لیسانس د دورې وروسته په کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی د کرنیز اقتصاد په څانګه کي استاد او ور سره د یادي څانګي کی د آمر په حیث دنده تر سره کړې ده، په کال (۱۳۸۷) کی جاپان هیواد ته د MEXT سکالرشیپ د پروګرام له لاری د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو چانس ترلاسه کړ، د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړی یی دواړه د جاپان په یوه معتبر پوهنتون Tokyo University of Agriculture and Technology (TUAT) کي ترلاسه کړي.

په (۱۳۹۳) کال کي خپل هیواد ته راستون او خپلی وظیفې ته یې د تیر په څیر د استاد په حیث ادامه ورکړه، په همدې موده کي یې له بیلابیلو خارجي موسساتو سره د مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده او په (۱۳۹۵) کال کي د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او پیشنهاد په اساس د ولسمشر په تاییدۍ باندي د همدی پوهنتون د رئیس په توګه ورته دا مسولیت وسپارل سو،د یادوني وړده چه ښاغلی ډاکتر احمدزی پداسي وخت کي ددې پوهنتون د رئیس په توګه دنده پیل کړه چه یاده اداره څو کال پرلپسې د سرپرست رئیسانو لخوا پرمخ بیول کیدی یاد پوهنتون(۱۳۹۶)کال کي تحصیلي بورسونه ترلاسه کړیدي، چه نه یواځي ددې پوهنتون بلکه د کندهار پوهنتون زیات شمیر استادان هم ددې بورسونو له لاری نورو هیوادونو ته د زده کړو لپاره استول شویدي.


د پوهنتون لنډه پیژندنه

د افغانستان د کرنیزوعلومو او تکنالوژی ملي پوهنتون چه په (۱۳۹۲/۱۱/۲۵) نیټه دیولړ مراسیمو په ترڅ کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هندوستان هیواد د بهرنیوچارو  مخکینی  وزیر ښاغلی سلمان خورشید او د لوړو زده کړو پخواني وزیر ښاغلي عبیدالله عبید لخوا په رسمی توګه دکندهار ولایت دترنک دفارم په ساحه کي افتتاح شو.

نوموړی پوهنتون دافغانستان د ملي پراختیایي ستراتیژۍ پراساس د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي ایجاد شو، د پوهنتون د ایجاد اساسي موخه هیواد غذایي بسایني یا خوندیتوب ته رسول او هغه لسانس فارغان چه د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو څخه فراغت ترلاسه کوي د ماسټرۍ او په پای کی د دوکتورا د زده کړو زمینه برابرول، ترڅو د زرعت او مالدارۍ مسلکي کادرونو او علمي کچه لوړه او په هیواد کي د اساسي کرنیزو خدماتو د وړاندي کولو لپاره په اغیزمنه توګه د کار کولو وړتیا پیدا کړو، او پدی سکتور کي موجوده ستونزي کمي او د هیواد د غذایي بسایني او د متوازن پرمختګ سبب شي.

د پوهنتون موسس او لمړنی رئیس ښاغلی پوهاند ډاکتر توریالی ویسا وو، چه د ریاست پرمهال یې پوهنتون ګڼی لاسته راوړنی لرلې، تر هغه وروسته ددې پوهنتون اداره د ښاغلی روښان ولسمل، ښاغلی عبدالرشید حکیمي او ښاغلی ډاکتر حضرت میر توتاخیل لخوا د سرپرست رئیسانو په ډول مخته یووړل سوه، چه بالاخره په (۱۳۹۵)کال کي ښاغلی پوهندوی ډاکتر خال محمد احمدزی ددې پوهنتون د رئیس په توګه دا مسولیت واخیست چه تر دې مهاله ښاغلی ډاکتر احمدزی ددې ادارې د ریاست چاري پرمخ وړي. 

لرلید

Ø  د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون هیله مند دی چه په راتلونکي کي کرني او مالدلرۍ د لوړو زده کړو په برخه کی د رهبرۍ درلودونکی او په سیمه کی ښه او معتبر پوهنتون وپیژندل سي.

Ø  د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون به په راتلونکي کي داسي علمي کادرونه جامعی ته وړاندي کوي چه وکولی سی د خلکو غوښتني پوره او په پوهنتون باندی د ټولني د باور کچه لوړه کړی.

رسالت

Ø  د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون درې اساسی کاري برخي لري: تحصیل، تحقیق او ترویج

Ø  د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو پروګرامونه پرمخ وړي.

Ø  د علمي او اداري کار کوونکو د ظرفیت لوړونه ترڅو په راتلونکي کي د بهتره خدماتو د وړاندي کولو وړتیا ولري.

Ø  د کرنیزو تحقیقاتو ترسره کول ترڅو ستونزي تشخیص او د حل لاري یی وپلټل سي او په پای کي د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت د ښه والي لامل سي.

Ø  مونږ په ټول توان سره ددولتي او غیر دولتي نهادونو سره له نژدې کار کوو ترڅو د کرني، مالدارۍ او کلیوالي پراختیا په برخه کی اغیزمني طرحي او پالیسۍ جوړي سي ترڅو د کرني د سکتور د ښه والي لامل سي.

قوی ټکي

Ø  د هیواد او پوهنتون د ښې راتلونکي لپاره ژمن او ځوان پرسونل

Ø  په پراخه پیمانه د هیواد دننه او بهر له پوهنتونونو او نورو غیر دولتی نهادنو سره د همکارۍ تفاهمنامې

Ø  د هند هیواد څخه په کافي اندازه د تخنیکي او اکاډمیکو همکاریو ترلاسه کولو امکانات

Ø  د عملی زده کړو هر اړخیز امکانات(demo farm, laboratory and research farm)

Ø  د پوهنتون د پراختیا لپاره د پراخي ساحې شتون

Ø  د اوبخور لپاره د ظاهرشاهی کانال موجودیت

Ø  د هند هیواد د زراعت د مرکزي پوهنتون یا IARI څخه د هر اړخیزو مرستو ترلاسه کول او تفاهم لیک.

امکانات

Ø  د(۵۰۰۰) جریبه یا (۱۰۰۰)هکتاره په اندازه د پراخي استفادې وړ ځمکي موجودیت

Ø  په هیواد دننه او بهر د مختلفو پوهنتونونو او ادارو سره د همکارۍ تفاههمنامو لاسلیک او له دي لاري د زیاتو امکانااتو ترلاسه کول

Ø  د ماسټرۍ او دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره د ځوانانو زیاته لیوالتیا

Ø  د لوړو زده کړو محترم مقام او د کندهار ولایت له مقام سره د ښو اړیکو او همکارۍ فضا ښتون

Ø  د HEDP او USWDP څخه د امکاناتو د ترلاسه کولو شونتیا

Ø  د خصوصي سکتور سره د همکاریو او اړیکو ساتنه.

دشمولیت پروسه

سند یا د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته د شمولیت پروسه کاملا شفافه او هر اړخیزه ده، پدې پوهنتون کي د محصلینو د جذب په موخه لمړی د لوړو زده کړو وزارت په رسمي ویبسایټ کی اعلان ته سپارل کیږي، هغه کسان چه په معیار برابر وي کولی شي د لوړو زده کړو په وزارت یا هم په همدی پوهنتون کی د امتحان په موخه نوم لیکنه وکړي، وروسته د یوې کمیټې لخوا ټول اسناد ارزول کیږي او هغه کسان چه اسناد یی په اعلان کی د ذکر شویو شرایطو سره برابر وی شارټ لیست کیږي او د امتحان لپاره نیټه اعلانیږي، د یادوني وړ ده چه د نتایجو د لا ډیر شفافیت په موخه د یاد پوهنتون او کندهار پوهنتون ګډه کمیټه دغه امتحان اخلي او نتایج یی د مهال ویش سره سم اعلانوي.

سند یا Degree

دا پوهنتون تر دې دمه یواځي د ماسټرۍ تر کچي پوری د زده کړو پروګرامونه پرمخ وړي او د لازمو شرایطو له پوره کیدو وروسته به د دوکتورا پروګرامونه هم په نژدې راتلونکي کي پیل کړي.

اوسمهال د لاندي دوه پوهنځی د څلورو بیلابیلو څانګو کي د ماسټرۍ پروګرامونه جریان لري او سند یې د ماسټرۍ اعتبار لري، د یادوني وړ ده چه د کرنیز اقتصاد پوهنځی به هم په نژدې راتلونکي کي ایجاد او د ماسټرۍ پروګرام به پکښي پیل سي