زموږ نوي وېب پاڼه وڅېړئ
د کندهار ولایت د اقتصاد ریاست د رئيس او ریاست پیژندنه
نوم : ګل محمد آرين
تماس شماره:0093728200020
تحصیل : لیسانس او ماسټري يې د تجارت او ادارې په برخه کي د هندوستان په پوني پوهنتون کي ترسره کړي.
کاري تجربې:
په( C.E.A.D.O )اداره کي له (۲۵/ ۰۵/ ۲۰۱۳)څخه تر(۰۳/ ۱۱/ ۲۰۱۳) پوري مالي او اداري.
په(U.S.A.I.D)اداره کي له(۰۴ /۱۱/ ۲۰۱۳)څخه تر(۱۵ /۱۰/ ۲۰۱۴)پوري د تدارکاتو عمومي مدير.
په ( Mercy Corps ) اداره کي له (۱۶ /۱۰ / ۲۰۱۴)څخه تر (۱۵ / ۰۱ / ۲۰۱۶) پوري عمومي اداري او بشري سرچينو مديريتونه.
په ايکويپ نړيوال بانک ( E.Q.U.I.P-World Bank ) اداره کي (۰۶/ ۰۲/ ۲۰۱۶)څخه تر(۳۰ /۱۲/ ۲۰۱۷)پوري ولايتي آمر.
په ( D.A.O ) ادارې کي له (۰۱ / ۰۱ / ۲۰۱۸)څخه تر (۰۶ / ۰۳ / ۲۰۱۸) پوري ولايتي آمر.
په کندهار ولايت کي د اقتصاد رياست د رئيس په توګه له۰۷/ ۰۳/ ۲۰۱۸)څخه تر اوسه، د يادوني وړ ده چي نوموړي رياست ته د C.B.Rله طريقه بريالی سوی يم.
د کندهار ولایت د اقتصاد ریاست پیژندنه
۱ : هره مياشت(P.D.C)مجلس دایرول، ګزارش ترتیبول او د پریکړو تعقیب.
۲ : هره میاشت د انکشافي او غیر دولتي مؤسساتو پروژې نظارت کول، ګزراش يې ترتیبول او د ولايت مقام او اقتصاد وزارت د طرح او توحید له ریاست سره شریک کول.
۳ : د(A.F.G ۳)مطابق کود او(P.M.R.S)د انکشافي پروژو ربعوار ګزارشونه ترتیبول.
۴ : په میاشت کي د مهالویش مطابق د ۷ سکتوري غونډو دایرول البته د اړونده سکتورونو په مرسته.
۵ : د غیر دولتي مؤسساتو د دفاترو او پروژو اړوند ډیټابیسونه جوړول او اپډیټ کول.
۶ : د انکشافي پروژو ډیټابیسونه جوړول او اپډیټ.
۷ : له مرکز څخه د بودجې ترلاسه کول او ټولو سکتوري او اړوند اداراتو ته تکثیر ورکول.
۸ : د ولايتي پرمختيايي پلان جوړول او د(P.D.C)غونډي څخه يې منظوري اخيستل.
۹ : د ولایتي پروفایل جوړول د ټولو اړونده اداراتو په مرسته.
۱۰: د غذايي موادو نرخونه اخستل او هره مياشت يې مرکز ته ګزارش لیږل.
۱۱ : د لزوم ديد پروخت د اقتصادي طرحو جوړول.
۱۲ : د غیر دولتي مؤسساتو د همږغۍ مجلسونه دایرول.
۱۳ : د مؤسساتو د دفترونو او اداري چارو څخه نظارت کول،هره میاشت ۱۰ مؤسسات.
۱۴: د اقتصادي او خصوصي سکتور تقویه او د اقتصادي سکتور تړوند مجلس دایرول.
۱۵: د مؤسساتو د پروژو معرفت اړوند سکتوري اداراتو ته.
۱۶ : د مؤسساتو ۶ میاشتني راپورونه ترلاسه کول، د هغوی تحلیل کول او وروسته د اقتصاد وزارت مقام له طريقه يې غیر دولتي موسساتو ته لیږل.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.
دولایت مــــقام ټویټر