د کندهار د ارغنداب رود د دريايي حوزې رياست

د ارغنداب رود فرعي خوزې د رئیس او ریاست پیژندنه

نوم: توریالی "محبوبی"

د پلار نوم :حاجی امیر محمد

د زوکړی نیټه : 1366

اصلی سکونت: کندهار، ارغنداب، تابین سفلی

زده کړی: لسانس، کندهار پوهنتون انجینری پوهنځۍ، سیول دیپارتمنت

تماس شماره:0093700343003


 دارغنداب رود فرعي حوزې سازماني پیژندنه

د کندهار ولايت دارغنداب رود د دريايي حوزې د رياست تشکيل په (۱۳۹۰) کال کي رسماً د هلمند رود د عمومي حوزې درياست په چوکاټ کي تائيد او تصويب سويدي چي د اوبو او انرژۍ له وزارت سره اړيکه لري.

په (۱۳۸۰ هـ . ش) کال کي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له تأسيس سره سم د لومړي ځل لپاره په کندهار ولايت کي نوموړې اداره د ابياري، اوبو سرچينو او چاپيريال ساتني په نامه ونومول سو چي تر (۱۳۸۴) هـ . ش کاله پوري په مستقيل ډول خپلو فعاليتونو او کړونو ته ادامه ورکړل.

وروسته له (۱۳۸۴) هـ . ش کال څخه نوموړې اداره د کندهار ولايت د اوبو د تنظیم رياست په نامه ونومول سوه چي تر (۱۳۹۰) هـ . ش کال پوري تر همدې عنوان لاندي په خپل اړونده کړونو بوخت و.

بالاخره د اوبو او انرژۍ د وزارت لخوا د ټول هيواد په سطحه د اوبو د زېرمو او سرچينو د ښه مديريت په خاطر د پنځه ( ۵ ) عمومي سينديزي حوزې په طرح او ترتيب جوړ سو، چي پسله ډيرو غونډو، مذاکرو، مفاهيمواو نظريو وروسته د دولت او وزيرانو د کابيني لخوا  تائيد او تصويب سول.

وروسته بيا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د محترم جمهور رئيس په تائيد او تصويب ورسېدل چي د کندهار ولايت د ارغنداب رود سينديزه حوزه د هلمند رود د سينديزي حوزې په چوکاټ او تشکيل کي بالاخره په (۱۳۹۰) هـ ش کال کي د(کندهار ولايت د ارغنداب رود د دریایی حوزي رياست) په نامه د هلمند رود د عمومي حوزي د عمومي رياست تر اثر او نظارت لاندي کار کوي .

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له تاسيس کېدو (۱۳۸۰) هـ ش کال څخه تر مخه د کندهار  په ولايت کي (د ابيارۍ امريت) په نامه يوه اداره موجوده وه چي د هلمند او ارغنداب سيمي د عمومي رياست په تشکيل کي يې ځاي درلودی او د هغه رياست تر نظارت لاندي يي کار کاوه،د ذکر سوي امريت په راس کي مختلفو اشخاصو وظيفه اجرا کړېده، چي د مثال په ډول د څو کسانو نومونه يادولای سو.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د تأسيس سره سم يعني له (۱۳۸۰) هـ . ش څخه تر (۱۳۹۶) هـ . ش کال پوري د دي ادارې (د ارغنداب رود د دريايي حوزې رياست) رئيس محترم انجنير شېرمحمد (عطايي) ؤ.

نوموړي په خپله کاري دوره کي د بې ساري آبي تأسیساتو پروژې ترسره کړي چي په سلګونه جریبه مځکي لپاره يې اوبه تأمین او برابري کړي دي.

د کندهار ولايت د ابيارۍ رياست دامهال چي د کندهار ولايت دارغنداب رود فرعي حوزې رياست په نامه ياديږي، د نوي تشکيل سره سم په ( ۱۳۹۰ ) هـ . ش کال کي تصويب سو چي په تشکيل کي يې ( ۴۹ ) تنه منظور سوي او تر اوسه د ازاد رقابت له لاري ( ۴۰ ) نفره مقرر سوي دي او نور پاته (۹) نفره به هم په ترتيب سره د ملکي خدمتونو د قانون او اصولو سره سم  مقرريږي.

۳-ماموريت اودندی:

داوبو عادلانه ویش او کنترول.

د پروژو اولیت بندی او اجراا کول.

د سطحی اوبو او همدارنکه د هایدرولوژیکی او هایدرو میتیور لوژیکي استیشنونو نصب او د راتلونکي بندونو د جوړولو لپاره دیتا او ارقام راتولول او تحلیل کول.

د سیلابونو د کنترول لپاره تحکیماتي پروژې پلانول او اجراء کول.

دبندونو، سربندونو، کانالونو، تګیرونو، اوبو وېشونکي او آبي سترکچرونه جوړول.

د عنعنوي کانالونو انجینری کول.

د اوبو د عادلانه وېش او کنترول لپاره د اوبو د استفاده کوونکي ټولني جوړول.

د آبي تأسیساتو د جوړښت او بیارغوني لپاره د ډونرانوجذب او پروژې پلي کول.

دابی تاسیساتو ساتنه او حفظ مراقبتي چاري تر سره کول.

د کندهار ولايت د ارغنداب رود د دريايي حوزې رياست کوښښ کوي ترڅو د کندهار ولايت د باغ لرونکو او بزګرانو د کښت او کروندې لپاره مناسبي اوبه پر وخت ورسوي.

۵ – ډيپارټمينټونه:

د ارغنداب رود د دريايي حوزې رياست د يپارتمنتونه

 اداري او مالي عمومي مديريت

 د برنامو او انجنيري خدمتونو امريت

د اوبو د چارو د تنظيم امريت

۱- اداري او مالي عمومي مديريت :

اداري او مالي مديريت

دمحاسبي مديريت

دتهيه او تدارکاتو مديريت

جنسي او نقدي  معتمد

دتعمير محافظين

ډريوران

۲-  دبرنامو او انجنيري خدمتونو امريت :

د برنامو مديريت

نظارت کوونکی انجنير

خدماتي کار کوونکي

۳-  د اوبو د چارو د تنظيم امريت :

د اوبو د اختلافاتو د حل مديريت

د اوبو د ارقامو د راټولولو مديريت

د حفظ او مراقبت مديريت

د انجنيري تأسيساتو  مديريت

ګيج خوان مامورين.