کندهار پوهنتون

د کندهار ولایت د پوهنتون او رئيس پیژندنه

نوم : ډاکټرحضرت ميرتوتاخيل

د پلارنوم : داد مير

د زوکړی نیټه :1337

د زوکړی ځای :دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالي دخندخېلو په کلي کي په يوه بزګره کورنۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي.

تماس شماره:0093707259635

زده کړی:  ثانوي زده کړي ئې دسيدکرم په لېسه کي پای ته رسولي دي او په (۱۳۵۶) ل.کال دکابل پوهنتون دکرهڼي پوهنځي داګرانومي له څانګي څخه فارغ او دخاوري، اوبو اوکرهڼيزي کېمیا په څانګه کي په علمي کادرکي پاته سوی دئ.

کاری تجربه: دننګرهار دناوې دپراختيا په پروژه کي دساتني او څارني دلوی آمر، ددوهم کرهڼيز فارم آمر او دغازي آباد دفارم دآمر په توګه پاته سوی دئ. په (۱۹۸۵) م. کال دپخواني شوروي اتحاد د ازبکستان دتاشکند دکرهڼي په پوهنتون کي ئې دکرهڼيزي کېميا او خاوري په څانګه کي ماسټري ترلاسه کړې ده. وروسته له هغه دلوړوزده کړو دوزارت دمسلکي تدريساتو په رياست کي دعلمي غړي په توګه پاته سوی دئ او په (۱۹۹۰)م کال کي يې دپخوانۍ شوروي اتحاد دعلومو په اکاډمي کي دډوګوچايف په انسټيټوټ کي دخاوري په څانګه کي ددوکتورا (Ph.D) زده کړي کړي دي. وروسته له هغه ئې دکابل دپوهنتون دکرهڼي پوهنځي داستاد په توګه دنده ترسره کړې ده او دهيواد په نا ارامه شرايطو کي دنوروهيوادوالو په شان پېښور ته مهاجر سوی دئ. ښاغلی توتاخېل دهجرت په محيط کي داحمد شاه ابدالي دپوهنتون مؤسس او علمي مرستيال او وروسته دافغان پوهنتون مؤسس او علمي مرستيال پاته سوی دئ. وروسته له هغه ئې هغه پوهنتون له پېښوره خوست ولايت ته دپوهنتون دټولو امکاناتو ، وسايلو او تجهيزاتو سره په(۱۳۸۱) ل. کال انتقال کړئ او دهغه پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست رئیس پاته سو. ترهغه وروسته دکابل دښووني او روزني پوهنتون دعلمي مرستيال او سرپرست او له(۱۳۸۶) ل. کال څخه تراوسه پوري دکندهارپوهنتون درئيس په توګه وظیفه اجراء کوي.


د کندهار ولایت د پوهنتون پیژندنه

۱ -  لیرليد (Vision)

کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کي د معياري تدريس او باکيفيته څيړنو په ترسره کولو، د ټولني د پرمختيا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندی کولو سره د هېواد مخکښ او د سېمي معتبر پوهنتون وي.

رسالت:

کندهار پوهنتون په اوسني وخت کي د تدريس، څېړني او باکيفيته خدمتونو په وړاندي کولو سره په ملي کچه ځوان نسل روزي.

۳ - ارزښتونه(Values)

  1. د اسلامي اخلاقو په رڼا کي ملي ارزښتونو، ولسي خدمتونو او د وطن دوستي روحيې ته وده ورکول.
  2. معياري كيفيت رامنځته کول.
  3. څېړني او نوښتونه تر سره کول.
  4. سالم او اغېزمن مديريت رامنځته کول.
  5. په  كارونو کي روڼوالي رامنځته کول.
  6. د هر ډول فساد څخه مخنيوى کول.
  7. په نړۍ واله کچه د پوهنتون معرفي کول.

۴ - ستراتيژيک اهداف (Strategic Goals)

د پوهنتون د ستراتيژيک پلان هدف د لوړوزده کړو د بهير ښه والی او پرمختګ دئ، تر څو د دغه پلان په عملي کولو سره پوهنتون وکولاي سي د ژوند په مختلیفو اړخونو کي په لوړ کيفيت سره داسي کادرونه وروزي، چي د هيواد موجوده ستونزو ته د حل لاري ولټوي او په ملي او نړۍ واله کچه اسلامي او منلي افغاني فرهنګ ته وفادار او د هغه د پياوړتيا او پراختيا له پاره کار وکړي او کوم لېرليد او رسالت چي پوهنتون د ځان له پاره ټاکلی دئ، هغه ته مو ور ورسوي. پورتنيو اهدافو ته د رسېدو له پاره د پوهنتون ستراتيژيک پلان په لاندي فعالیتونو کي خلاصه کېداي سي:

  1. د اړتیا وړ بنیادي ودانیو (تاسیساتو) جوړول
  2. ظرفیت لوړونه
  3. د تدریس د پروسې کیفیت لوړونه
  4. د علمي څېړني، نوښت او انتقادي تفکر عامېدنه
  5. د کیفیت د لوړاوي اعتبار ترلاسه کول.
  6. له خپلو امکاناتو او د دولتي سکتورونو او د خصوصي مشارکت (PPP) له لاري مالي خپلواکي(استقلالیت) تر لاسه کول .
  7. د  ICT په برخه کي
  8. اداري فساد پرضد مبارزه