د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست

د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رئيس پېژندنه

نوم : فضل الباري بريالی

د پلارنوم : عبدالحي

د زوکړی نیټه : ۲۸/۷/۱۳۶۵

د زوکړی ځای : د کندهار د (۲)ناحيې په ملابادار کوڅه کي زوکړی.

تماس شماره:0093703004513

زده کړی: لومړنۍ عصري زدکړي د پاکستان د بلوچستان ايالت په امام ابوحنيفه عالي لېسه کي کړي دي.

ښاغلی بريالی د کندهار د ميرويس نيکه لوړو زدکړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ادارې او ډيپلوماسۍ څانګي څخه فارغ دی. ښاغلی بريالی په پښتو، اردو او انګليسي رواني خبري کولای سي او په دري هم تر ډېره حده پوهيږي.

ښاغلی بريالی له (۲۵/۷/۱۳۹۶) نېټې څخه تر اوسه د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست د سرپرست په توګه کار کوي تر دې مخکي يې د کندهار په رسنيو او معلوماتو مرکز کي د مطبوعاتو د مسئول په توګه کار کاوه او تر هغه وړاندي يې په همدې مرکز کي له رسنيو سره د اړيکو او انسجام د مسئول په توګه دنده مخته وړله.

ښاغلي بريالي په (۲۰۱۴) کال کي د هيواد ګروپ اړوند د ګرداب ورځپاڼي د مشر ايډيټر په توګه مسئوليت درلود. تر دې وړاندي يې د ډيسټيني مشورتي شرکت د دندو د پراختيا او عامه اړيکو د مسئول په توګه دنده اجراء کوله نوموړي تر هغه مخکي خپل شخصي ساختماني کار کاوه او ساختماني شرکت يې لاره او تر هغه مخکي يې د کندهار د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي د مالي او اداري مسئول په توګه دنده درلوده.

ښاغلی بريالی په(۲۰۰۹)کال کي د ودان په نوم دوې ورځنۍ جريدې ډيزاينر وو او په همدې کال کي يې د سورغر اوونيزي د خبريال او ايډيټر په توګه هم دنده مخته وړله او تر هغه مخکي د کندهار ولايتي شورا د مياشتنۍ مجلې رپورټر او ډيزاينر وو نوموړي تر دې مخکي د سپوږمۍ په نوم د مياشتنۍ مجلې د مرستيالۍ دنده پر غاړه درلوده او تر هغه وړاندي يې لومړنۍ دنده په هيواد ټلوېزيون کي د خبرونو د مصحح او کمپوزر په توګه پيل کړه نوموړی مخکي په شخصي توګه د کتابونو کمپوز، ډيزاين او صحافت کاوه.

ښاغلي بريالي هندوستان، پاکستان او دوبۍ ته سفرونه کړي دي او د کندهار ولايت مقام، کندهار ښاروالي، د USAID د بېلابيلو پروژو، ښادمن ګام او بېلابيلو بهرنيو موسساتو له خوا تقدير سوی دی او نوموړی له کرکټ، موسيقي او مطالعې سره ډېره علاقه لري او خپل تفريحي وخت هم دې شيانو ته ورکوي.


د کندهار اطلاعات او فرهنگ ریاست پېژندنه

د کندهار اطلاعات او فرهنگ رياست (پخوا د مطبوعاتو اداره) د هغو کندهاري لیکوالو، شاعرانو او منورینو د روزني او پالني مرکز وو چي د دولت په چوکاټ کي ئې کومه رسمي دنده نه درلوده دغي ودانۍ ته به تر رسمي وخت وروسته د ښار زیاتره لیکوال، شاعران او ځوانان راتلل او علمي بانډارونه به ئې کول.

 طلوع افغان د (۱۳۰۰) هـ ش کال د سرطان پر پنځلسمه خپل نشرات پیل کړل له طلوع افغان سره د علامه حبیبي همکاري د شپږم کال له دریمي گڼې (۲۸ عقرب ۱۳۰۵ش) څخه پیل کيږي. په (۱۳۰۹) ش کال بابا جان په ملي شورا کي د کندهار د وکیل په توگه ټاکل کيږي او د اخبار د سرپرستۍ کار د مدیر د مرستیال عبدالحي حبیبي (وروسته علامه پوهاند عبدالحی حبیبي) پر غاړه لوېږي.

د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د تاریخي او مذهبي ورځو لمانځنه، د ادارې رهبري، تنظیم، او د انسجام چارو او همدارنګه د هيواد د فرهنګي ميراثونو د ساتني په موخه یو موثر میکانیزم رامنځته کوي، او د ولایت په سطحه د ځوانانو لپاره د همږغي پروګرامونه او د تاریخي او مذهبي ځایونه ثبت، معرفي او هغه د میراثونو په نړیوال لیسټ کې شاملوي او همدارنګه د هنرمندانو هڅول او د هغوی د هنري کارونو معرفي کولو لپاره د ولایت په کچه فرهنګي او هنري جشنونه جوړوي.

 اطلاعات او فرهنګ رياست لاندي مهم آمريتونه لري چي فعاليتونه يې په لاندي شکل دي:

هنر او فرهنګ آمريت:

د تاریخي ځایونو او تاریخي ابدو ساتنه او پاملرنه او له خپلسري حفریات څخه مخنیوی، له دولت سره د خلکو د لا ښه همکارۍ په موخه د هنري او پرمختیايي پروګرامونو جوړول، له کندهار ميوزیم څخه چي د هیواد په سطحه د تاریخي اثارو له کبله یو غني او بډای ميوزیم دی، لیدنه او کتنه کیږي، او یو مجهز کتابتون چي تقریباً (۱۶۰۰۰) جلده کتابونه پکي موجود دي، چي په څلورو ژبو باندي بیلابیل کتابونه او جلا جلا برخي لري لکه پښتو، دري، عربي او انګلیسي.

ګرځندوی آمریت:

سياحتي شرکتونو ته جوازونه ورکول، د هغو سیاحتي شرکتونو مخه نیول چي په خپلسري ډول بېله جوازه فعالیت کوي، د خصوصي سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو د انسجام او پرمختګ په خاطر د هغوی له مسئولینو سره اړیکي نیول او په ولس کي د سیاحت فرهنګ رواجول او او د سیلانیانو لپاره لازمي اسانتياوي برابرول او د خصوصي سیاحتي شرکتونو له اجرااتو څخه نظارت کول د دې آمريت له مهمو مسئوليتونو څخه دي.

د ځوانانو چارو آمریت:

د ځوانانو چارو آمریت د دې ولايت د ځوانانو د هر اړخیز پر مختګ لپاره کار کوي، د ځوانانو ذهني، تعلیمي، سپورټي او ټولنیزي ودي ته انکشاف ورکوي او د ځوانانو لپاره د جوړېدونکو پروګرامونو انسجام او هماهنګي يې بل مسئولیت دی.

اطلاعات آمريت:

اطلاعات آمريت ټولو رسنيو (اخبارونو، مجلو، راډیو، ټلویزنونو او خبري اژانسونو) ته جوازونه ورکول، د رسنيو څار او نظارت کول، طلوع افغان اوونیزه چلول، کندهار دوې مياشتنۍ مجله خپرول، دارالترجمو ته جوازونه ورکول، د رسنيو د اصلاح لپاره غونډي کول، مطبوعاتي روزنيز پروګرامونه جوړول او د مطبوعاتي فعالينو د ظرفيت لپاره بېلابېل پروګرامونه طرح او ډيزاينول د دې آمريت له مهمو دندو څخه دي.