د کندهار ملي راډیو تلویزیون

د کندهار ملي راډیو تلویزیون د آمر او امریت پیژندنه

نوم: نورالله نوري (حمزه )

دپلار نوم: حاجي میرحمزه

اصلي سکونت: هلمند نادعلي ولسوالۍ

فعلي سکونت: ۱۰ ناحیه کندهار ښار

زده کړي: د پښتو ادبیاتو فارغ د کندهار پوهنتون څخه ، د ژورنالیزم یو کلن ډیپلوم انټرنیوزد ژورنالیزم په برخه کي په المان کي دوه میاشتنۍ عملي زده کړي

تماس شماره:0093700251209

دندي: د(۱۳۸۱)کال څخه تر(۱۳۸۴) کال پوري په کندهار کي د باخترآژانس خبریال د (۱۳۸۴) کال څخه تر(۱۳۸۸)کال پوري د باخترآژانس مدیر د (۱۳۸۸ )کال څخه تر(۱۳۹۱)کال پوري د هېواد تلویزیون مرسیتیال مشرد (۱۳۹۱) کال څخه تراوسه پوري د کندهار ملي راډیو تلویزیون آمر 


دکندهار ملي راډیو تلوېزیون پېژندنه  

دکندهار ولایت  د اداري واحدنو په لړ کي یوهم دکندهار ملي راډیو تلوېزیون اداره ده، چي دډېره وخته په کندهار کي دعامه اذهانو دلاروښتیا او دعام اولس او حکومت ترمنځ دارتباط د یوې وسیلې په توګه خپل کاراو فعالیت ته دوام ورکوي، کندهار ملي راډیو تلوېزیون د اوسنی دولتي تشکیل په اساس ټول(۳۱) تنه مامورین دنده اجرا کوي، دتشکیل په اساس  یوتن دآمر، شپږ ( دتلوېزیون دنشراتو، دراډیو دنشراتو، تخنیک، ارزیابي، اداري او لیکونکي ) مدیریتونه لري، چي دپورته یادسوي پرسونل په کار او فعالیت سره کندهار راډیوتلوېزیون دسهار د۷ بجو څخه دشپې تر (۱۲) بجو خپرونې لري 

کندهار راډیو دلومړي ځل لپاره په (۱۳۵۷) کال کي خپل فعالیت پيل او تراوسه ېې په خپل ټول توان دخلګو خدمت ته دانګلي او لاهم دخدمت ویاړ لري، کندهار راډیو همدا اوس دسهار له اوو بجو څخه پیل او دشپې تر لسو بجو په منځنۍ او اف ام څپو خپرونې لري ، چي دمنځنیو څپو( ۱۳۰۵ کيلو هړتس) دیوې لس کیلواټه دستګاه او اف ام( ۹۰،۶ مېګا هړتس) دوه کیلواټه دستګاه په مټ په ټوله جنوب لویدیځه حوزه کي اوریدل کیږي، او په سپين بولک ولسوالۍ کي دمنځنی څپو( ۸۶۴ کيلوهړتس) د یوې لس کیلواټه دستګاه په واسطه دکندهار راډیو خپرونې ریلي او دکندهار ترڅنګ  په ټول بلوچستان کي داوریدلو وړدي.

کندهار ملي تلوېزیون په لومړي ځل د(۱۳۶۳) کال دمېزان په میاشت فعالیت پیل په ( اتم کانال ۱۹۶ مېګاهړتس پرېکونسۍ)او تر اوسه دخپلو خپرونو په واسطه دخلګو داذهانو په روښانتیا کي خپل خدمت ته دوام ورکوي، کندهار تلوېزیون هره ورځ دسهار پر اوه بجي پیل او دشپې تر (۱۲) بجو پوري خپرونې لري، په کندهار ملي تلوېزیون او راډيو کي دورځي دمهمو خبرونو ترڅنګ دژوند په ټولوبرخو کي لکه، سیاسي ، دیني،تعلمي، ښوونیزي معلوماتي او تفریحي خپروني نشر ته سپاري، دکندهار راډیو تلوېزیون ټو لي خپرونې او خبرونه دخپل ویب پاڼې ww.kandahr-tv.com   او فیسبوک له لاري په ورځني ډول نشر ته سپارل کیږ ي او په ملي اونړیوله کچه هره ورځ ترسل زره زیات لیدونکي لري.