د دیني علماؤ د اصلاحي شورا ریاست

د کندهار ولایت د دیني علماؤ د اصلاحي شورا د رئيس او ریاست پیژندنه

نوم :مولوی عبیدالله فیضاني

د پلارنوم :حاجي عبدالواحد

د زوکړی نیټه :۱۳۴۲ کال

د زوکړی ځای : د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د پیرزودمیان کلي کي یې دې نړۍ ته سترګي غړولي دي.

تماس شماره:0093707002012

زده کړی:ښاغلي فیضاني خپلي ثانوي زده کړي په سپین بولدک ولسوالۍ کي کړي او دیني او تعلمي زده کړي یې په کندهار ښار کي کړی او د کندهار ښار کي یې دمولویتوب بګړۍ پرسر کړی ده.

محترم فیضاني صاحب دتیرو(9) کالو راهیسي د کندهار ولایت د دیني علماؤ داصلاحي شورا د رئیس په توګه د رئیس جمهور به امر باندي رئیس او ترهمدې وخت پوري یی خپله وظیفه په پوره صداقت او ایمانداری سره سرته رسوي.


د دیني علماؤ د اصلاحي شورا ریاست اړوند معلومات 

د کتابونو لوی امریت

د مساجدوامریت 

د فتوا امریت

اداري امریت

په یاد ریاست کي داسلام ږغ راډیو چي اسلامي نشرات لري (۱۲)ساعته فعاله وي او همداسي د کتابونو لوی آمریت ښتون لري کوم چي وظیفه یې د هغه کتابونو لوستل دي چي کندهار ولایت کي عرضه کیږي. 

د مساجدو امریت کي دجمعې مبارکي ورځي په ورځ ټول کندهار کي له یاد امریت څخه موضوع اخلي او هیوادوالو ته بیانوی.

د فتوا امریت په هیواد کي داخلي او خارجي فتواوي تصدیق کول او یا هم ردول دي.

اداري امریت میاښتنی او کلنی ګذارش ترتیب کوي او د خپلو کړونو څخه اګاه کوی دی.  

 یاد ریاست د اسلامي ډیو ې په نامه باندي یوه پرمختللې او هر اړخیزه میاښتنی مجله هم لري چی یاده مجله (۱۲۰۰۰) زره ټوکه چاپ کیدل او د افغانستان ټولو ولایتونو ته انتقال کیدل.