.JPG)
دکندهار ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست د رئیس او ریاست پېژندنه
نوم : محمد نسیم ایوبي
د زوکړی نیټه :1336 ه ش
د زوکړی ځای : په هلمند ولایت کي زېږیدلی دی
زده کړی: د ساختماني انجینري په برخه کي یې د لیسانس تر کچه زده کړي کړي دي.
کاری تجربه : په یادوزا ت کی(۹)کاله وظیفه تر سره کړی ده.
تماس شماره:0093700333130
د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست
د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست د نوي ستراتیژۍ د دستورالعمل، کلیوالي بیوزلۍ د کچي راټيټول، د ټولنیزو او اقتصادي سطحي د لوړول او د کلیوالي ټولنو څخه د ملاتړ او حمایت په موخه تاسیس سوی.
اداري اصلاحات، بیا رغونه او نوی جوړونه او د افغانستان د کلیوالي خلګو د هیلو او غوښتنو ترسره کول ددغه ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت کارکوونکي د افغانستان په (۳۴) ولایتونو کي د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاستونو تشکیل کړي او د کندهار ولایت په (۱۷)ولسوالیو کي د همکارو مؤسیسو سره د ژوندانه په بیلابیلو برخو کي فعالیت کوي، له همدې امله د نړیوالي ټولني د مرستو ستره برخه د نوموړي وزارت د ملي پروګرامونو له لاري د هیواد په کلیو کې په اغېزمنه توګه لګول کیږی.
د ریاست ماموریت:
د کلیوالي خلګو په تیره بیا د زیانمنو طبقو د ټولنېزي، اقتصادي او سیاسي هوسایني تامین، ټولنیزو خدمتونو او د کوکنارو له کښت پرته د پایدار ژوندانه د کچي د لوړولو او د ټولنیزو خدمتونو له لاري د بیوزلۍ د کچي راټیټول.
د محلي او سیمه ئیزي ادارې ځواکمنتیا او په افغانستان کي د یوې مناسبي او اغېزمني ټولنیزي پالیسۍ تمویل او ترسره کول.
د ریاست ملي پروګرامونه :
د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د خپلو موخو د تحقق لپاره د وګړو تړون پروګرام، کلیوالی لارو جوړول، اوبو رسول او چاپېریال ساتني، سیمه ییز رشد او پراختیا او د کلیوالي صنایعو پراختیا فعالیتونو ته په ټول کندهار او په کلیو کي پراختیا ورکول.