د کندهار ولایت د بهرنيو چارو ریاست

د کندهار ولایت د بهرنیو چارو ریاست د رئيس او ریاست پیژندنه

نوم : محمد ظاهر الکو

د پلارنوم :  حاجي محمد موسی

د زوکړی ځای : د کندهار ښار په اوله ناحیه د چوڼۍکي دې نړۍ ته سترګي غړولي دي.

دتماس شماره:009370400755

زده کړي : ښاغلي الکو په کندهار ولایت کي لومړنی زده کړي يې په دیني او مذهبي مدرسه کي کړي او په یاد ولایت کي د ظاهرشاهي عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ سوی او وروسته یې د لوړو زده کړو په موخه هندوستان هیواد ته ولاړ او هلته یې د ادارې او پالیسۍ په برخه کي د لیسانس تر کچي زده کړي او د مالیزیا هیواد په مرکز کواللمپور ښار کښي یه لمککوین پوهنتون کښي په (۲۰۰۵) م کال کي د عامه اړیکو په برخه کي د ماسټرۍ تر کچي خپلي زده کړي وکړې ؛ په پښتو او  دري برسیره په انګلیسي ، اردو او هندي ژبو هم رواني خبري کولای سي.

کاري تجربه:

ښاغلی الکو په مالیزیا هیواد کي د افغانستان د سفارت د دریم سکرټر په حیث دنده کړې او د بهرني ماموریت پر مهال د ښه کارکردګۍ له کبله یې په خپل بست کښي ارتقاع  وکړه او د سفارت د دوهم سکرټر په حیث وټاکل سو او په یاد سفارت کي یې وخت پر وخت د مالي او اداري مسؤل،فرهنګي آتشه،قونسلي چارو مسؤل او د سفارت د معاوین په حیث هم دندي اجرا کړي دي.

تر درې کلني بهرني ماموریت وروسته بیرته خپل هیواد ته راستون سو او په افغانستان کي د کندهار ولایت د بهرنیو چارو حوزوي نمایندګۍ د رئیس په توګه وټاکل سو ، چي اوس مهال د یاد ریاست چاري پر مخ وړي.


د کندهار ولایت بهرنيو چارو د ریاست لنډه پېژندنه 

کله چي د هيواد د بهرنيو چارو وزارت کارونو پراختيا پيداکړه د کارونو د لا ښه اجرا په موخه يې په ځينو سرحدي ولایتونو کي خپل څانګي جوړي کړې تر څو د خلکو ستونزي حل کړي چي پر همدې اساس د طالبانو د واکمنی پر مهال په کندهار ولایت کي د نوموړي نمايندګی اساس او بنسټ کيښودل سو او د هغه وخت څخه بيا تر نن ورځي پوري فعاليت کوي یاد حوزوي ریاست لاندي ولایتونه تر پوښښ لاندي لري چي عبارت دي له کندهار، هلمند، زابل،ارزګان او دايکنډي وولایتونو څخه.

د نوموړي رياست جوړښت په لاندي ډول دی:

ريس : محمد ظاهر الکو

مرستيال : محمد ابراهيم نورزی

د تشريفاتو مديريت : عبدالجميل باعث

د قونسلي چارو مديريت: سيد نادرشاه شهيدي

مالي او اداري مديريت: محمد يوسف الکو

د بولدک امريت : عصمت هللا عمري

د VIP امريت : اسدهللا الفت

چي هره څانګه د خپلو کارونو د اجرا په موخه د دندو لایحه لري او هغې مطابق دندي اجرا کوي.

د بهرنیو چارو د حوزوي ریاست د رئیس دندي په لندي ډول دي :

د دولت د بهرني سياست اهدافو ته د رسيدو لپاره د برنامو تطبيقول.

د ټولو شعبو کنټرول .

د ورځنيو چارو د پرمخ بيولو لپاره د کاري پلان جوړول.

د بهرنيو هيوادونو د قونسلګريو، د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ او ولایت مقام سره د ښه اړيکوجوړول.

د ریاست د ټولو چارو څخه څارنه، د مکتوبونو ملاحظات، د ګزارشونو اوريدل او هداياتورکول.

د هيواد د ملي ګټو په نظر کي نيولو سره د کارونو اجرا کول، صداقت، امانتداری او دمحرمو اسرارو ساتنهد وزارت د هداياتو تطبيق 

د ولایت په اداري مجالسو کي ونډه اخستل.

په ورځنيو چارو کي د قوانينو اومقرراتو عملي کول او د دولت د پاليسي تطيبيق کول.

هفته واره جلسې کول، د ګزارشونو اخستل، د دولت د عمومي پاليسی تشريح کول دکارمندانو سيآسي پوهه زياتول.

د قونسلګريو او نړيوالو سازمانونو په غونډو کي ګډون کول د دعوت په صورت کي.مرکز ته د لیدونو راپور ورکول.

د کاري پلانونو طرحي ارايه کول، د ستراتيژيکو پلانونو او مشخصو اهدافو د اجرا کولولپاره بايد حد اقل امکانات برابرول.

د ستونزو په وخت کي د بهرنيو چارو د وزارت څخه د هداياتو اخستل تر څو کارونه اجراکړو.

د بهرنيو لوړ رتبه هيئتانو او بين المللي سازمانونو په تشريفاتو کي برخه اخستل.