د کندهار عالي دارالمعلمين رياست

د کندهار ولایت د عالي دارالمعلمين د ریس او ریاست پیژندنه

نوم : عبدالخالق پوپل

د پلارنوم : حاجي بهاؤالدين

د زوکړی نیټه : ۱۳۶۶ هـ ش کال

د زوکړی ځای : دکندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي د ماشور کلي په يوه پتمنه کورنۍ کي خپلي سترګي پرانیستي دي.

تماس شماره:0093700312116

 زده کړي : لومړنۍ زده کړي په اوسنۍ زرغونه انا لېسه کي، چي د طالبانو دوره کي د هلکانو لېسه وه کړي او پاته زده کړي يې په البيروني عالي لېسه چي اوسني ظاهرشاهي عالي لېسه ده ترسره کړي دي او(١٣٨٤)هـ ش کال کي د همدې لېسې څخه فارغه سوي دي.

هغه خپلي لوړي زده کړي په (۱۳۸٥)هـ ش کال کي دکندهار پوهنتون په عمومي کانکور کي ګډون وکړ، چي په نتیجه کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی دبيالوژي څانګي ته بريالي سو او خپله څلور کلنه تحصيلي دوره يې تر(۱۳۸۹)هـ ش کال پوري په برياليتوب سره پای ته ورسول.

 په کال(۱۳۹۲)هـ ش کي یې دافغان امريکايي پوهنتون ته دماسټرۍ د دوه کلن پروګرام لپاره امتحان ورکړ، چي په نوموړي ازموينه کي بریالي سو او خپل ماسټري یې په پيداګوژي برخه کي تر(۱۳۹۴)هـ ش کال پوري پوره کړې.

پوپل په (۱۳۹۴)هـ ش کال د ډنډ ولسوالۍ دعالي دارالمعلمين اړوند حمايوي څانګه کي دآمر په صفت معرفي سو.

 په (۱۳۹۶) هـ ش کال د حمل د اتمي نېټې څخه تراوسه د کندهار عالي دارالمعلمين د رئيس په صفت دنده ترسره کوي 


د کندهار ولایت د عالي دارالمعلمين د ریاست اداري تشکیل 

رئیس : د تدریسي چارو څخه نظارت او لیدنه.  

تدریسي امریت : اداره، رهبري، کنترول، نظارت او ارزیابي کول.

اداري امریت :د کندهار عالي دارالمعلمین مالي او اداري چارو تنظیم او کنترول

تدریسي مدیریت :د کندهار عالي دارالمعلمین تولو محصلینو تدریسي بهیر برابرول، تنظیم او کنترول او د اسنادو ساتنه په دوامداره توګه

ډیپارتمنت امریت : اداره، رهبری، کنترول، نظارت، ارزیابي کول.

حمایوي مرکزونه : د کندهار عالي دارالمعلمین تولو محصلینو تدریسي بهیر برابرول، تنظیم او کنترول او د اسنادو ساتنه په دوامداره توګه

لیلي مدیریت : تولو لیلیه محصلینو ته اسباب برابرول، د لیلي اعایشه برابرول او د لیلي نظم او دسپلین منظمول.

کتابتون مدیریت : د کتابخانې د چارو تنظیم.  

لابراتوار : د لابراتواري موادو ساتنه او لابراتوار تجربو ته اماده کول.  

کمپیوټرلیب: د کمپیوټرنو ساتنه او محصلینو ته کمپیوترانو او انټرنیټ ټوله اسانیتاوي برابرول.

اداري مامور: د عالي دارالمعلمین اداري اسنادو ساتنه او هغوی ته پروخت اجرات رسول.