د عامي روغتیا ریاست

د کندهار ولایت د عامي روغتیا د ریس او ریاست پیژندنه

نوم : ډاکټر عبدالقیوم (پخلا)

د پلارنوم : سلطان محمد

د زوکړی نیټه : ۱۳۴۳ کال

د زوکړی ځای : د ارزګان ولایت په مرکز د سفید خار په قریه کي زیږدلی.

تماس شماره:0093700296552

 زده کړي: لومړۍ او ثانوي زده کړي يي د سفید خار په ابتدائي ښوونځۍ کي پاي ته رسولي  په(۱۳۵۸)کي د کابل حربي ښوونځۍ کي شامل او په(۱۳۶۰)کي فارغ سوی په(۱۳۶۱)کال کي د کابل دولتي طبی انستیتوت کي شامل په(۱۳۶۶) د کابل دولتي طبی انستیتوت څخه فارغ سوی  په(۱۳۶۷)کال کي د کندهار(۲ )نمبر قول اردو صحي مرکز  کي د داخله ډاکټر په حیث دنده پیل کړي (۱۳۸۳) کال د جمهور رئیس د فرمان په اساس د نظامي بخش څخه ملکي بخش ته تبدیل   د (۱۳۸۳) کال څخه تر(۱۳۸۴)کال پوري په میرویس حوزوي روغتون داخله سرویس کي د داخله ډاکټر په حیث دنده اجرا کړئ او د(۱۳۸۴) کال څخه تر اوسه پوري د کندهار د عامي روغتیا د رئیس په توګه دنده اجراء کوي.


د عامي روغتیا ریاست تشکیلات او د هغوي وظایف

د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست ماموریت د کندهار ولایت اوسیدونکو د روغتیا او تغذي د وضعيت ښه والی د لمړنیو روغتیایې پاملرنو له طریقه او د روغمند ژوندانه د ډول ترویجول دي، په دوامداره او عادلانه توګه سره.

د عامي روغتیا ریاست لرلید

ښه تره فزیکي روحي او اجتماعي روغتیا د ټولو کندهاریانو لپاره ترڅو دکندهار په سولي، ثبات او پایداره پرمختګ کي مرسته وکړي.

د عامي رو غتیا رئیس

د عامي رو غتیا رئیس د ولایت په کچه د ټولو روغتیا یي فعالیتو رهبري په غاړه لري، نوموړی د عامي روغتیا وزارت د ولایتي نماینده په توګه د ولایت په کچه ټول روغتیايي پروګرامونه رهبري او پر لیکه برابروي او د هغوي د مناسب تطبیق څخه څارنه کوي.

د لمړنیو روغتیايي څارنو یا PHC آمریت

 د عامي روغتیا د رئیس په نه موجودیت کي د ریاست کفیل دي او هم  ځیني پروګرامونه د نوموړي تر مسولیت لاندي دي لکه رواني روغتیا او د ټولني پر بنسټ ولاړ روغتیایی پروګرام.

اداري عمومي مدیریت

اداري مدیریت د ریاست د اداري چارو مسولیت په غاړه لري نوموړی په اداري بخش کي ځیني څانګي هم لري لکه  د بشري سرچینو، ترانسپورت، خدمات، حفظ او مراقبت، آرشیف، اغذیه او محاسبي څانګي.

د نظارت او ارزیابي مدیریت

د نظارت او ارزیابي مدیریت د ولایت په کچه د روغتیایي مراکزو (دولتي او خصوصي) څخه د لیدني او پروګرامو د اصلاح وظیفه په غاړه لري.

د روغتیایی معلوماتو د انسجام مدیریت

د ولایت په کچه  دارقامو راټولول، تحلیل، تجزیه اود مسئولینو په واک کې د ورکول دي د تصمیم ګیری لپاره.   

د باروري روغتیا مدیریت

د باروري روغتیا مدیره د میندو د روغتیا  بلخصوص د امیندوارۍ د وخت د روغتیا د پروګرامو مسئولیت په غاړه لري.

د ماشومانواو نوي ځوانانو د روغتیا مدیریت

د ماشومانواو نوي ځوانانو د روغتیا مدیر د ماشومتوب د دوري د روغتیا او نوي ځوانانو د روغتیا اړوند د پروګرامو مسولیت په غاړه لري.

د تغذي عامه مدیریت

د تغذي عامه مدیر د ولایت په کچه د تغذي اړوند پروګرامو د ښه تطبیق او د هغه څخه د څارني مسئولیت په غاړه لري چه په هغه کي د خوارځواکۍ د مختلفو شکلو پیدا کول او د هغه لپاره اجرات شامل دي.

د کتلوي معافیت مدیریت

په ولایتي کچه  د واکسینو د تطبیق او د هغه په اړه د اجراتو مسئولیت په غاړه لري

د بیړنیو پیښو پر وړاندي د چټک غبرګون مسول

د بیړنیو پیښو پر وړاندي د چټک غبرګون مسول د روغتیا په برخه کي د بیړنیو حالاتو په وخت کي د معلوماتو د راټولولو او د هغه په مقابل کي د اجراتو د همږغي کولو مسولیت په غاړه لري، په روغتیا کي بیړني حالات عبارت دي له ( د شري، د توري غاړي، پولیو، تورژیړی، دیفتري، کولرا او انفلونزا ډیری پیښي همدا ډول ترافیکي او جنګي پیښي )

د اساسي درملو مدیریت

 د ولایت په کچه په صحي مرکزونوکې ددرملو د موجودیت، کمیت او کیفیت  په اړه مسئولیت لري.

د چاپیر یالي روغتیا مدیریت

د چاپیریالي روغتیا مدیر مسئولیت لري چي د چاپیریال هغه پروګرامونه چه د خلګو د روغتیا سره اړیکه لري تعقیب او نورو اړوندو ادارو سره یو ځای پر هغه کار وکړي.

د روغتیایی قوانینو د تطبیق څخه د څیړني مدیریت

د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د څیړني مدیریت د یو کاري ټیم پواسطه په ولایتی کچه د روغتیایی اصولو د تطبیق څخه د څارني او اجراتو مسولیت په غاړه لري.

د روغتیایی علومو انستیوت آمریت

د روغتیایی علومو انستیوت چي د نرسنګ، قابلګي، فارمسی، لابراتوار او فزیو تراپي څانګي لري په هغه کي په سل هاوو ښځینه او نارینه محصلین په زده کړه بوخت دي، د انستیوت آمر د خپل کاري ټیم پواسطه د انستیوت چاري مخته وړي.

د میرویس حوزوي روغتون آمریت

میرویس روغتون چه فعلاً د(۳۸۰)بسترو په ظرفیت ددي حوزي اړوند د مختلفو ناروغانو لپاره خدمات وړاندي کوي یو آمر یو سرطبیب ، یو د نرسنګ مدیر او اداري مدیر پواسطه د لایحي مطابق اداره کیږي.

چه هر وارد خپل مشر او انچارج لري، همدا ډول اداري پرسونل او خدماتي پرسونل هم هلته دنده تر سره کوي.

دبسټیزي روغتیايي ټولګي د تطبیق موسسه

د بنسټیزي روغتیايي ټولګي د تطبیق موسسي ته په ولایت کي د ټولو ولسوالیو او ښار د یو شمیر کلینیکو چاري د مرکزي اداري لخوا په قراداد ورکول کیږي چه په کندهار کي د (BARAN )موسسه د ذکر سوي فعالیت مسولیت لري.

د نري رنځ یا توبرکلوز د کنټرول مدیریت

نوموړي مدیریت د ولایت په کچه د نري رنځ یا (T.B )د پیښو موندنه او د هغه د کنټرول او درملني د پروګرامو د تنظیم وظیفه په غاړه لري.

د ملاریا او لشمانیا د کنټرول مدیریت

نوموړي مدیریت د ملاریا او لشمانیا یا کالداني د پروګرامو د تنظیم وظیفه په غاړه لري.