د کوچیانو چارو د لوی ریاست

د کندهار ولایت دکوچیانو چارو د رئیس او ریاست پیژندنه

نوم : میرزا محمد احمدزی

د پلارنوم : حاجي پاینده محمد

د زوکړی نیټه: ۱۳۶۴

د زوکړی ځای: کنړ ولایت، اسعد اباد مرکز، لچه کلی

تماس شماره : 0093707358535

زده کړيزابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د کلا خیل نومي کلي په یوه درنه کورنۍ کې  دې نړۍ ته سترګي پرانیستې دي.

 لومړنۍ زده کړي يې د شاه جوی ولسوالۍ په ابوحنیفه ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې یې د کندهار ولایت په احمد شاه بابا لیسه کې پای ته رسولې دي.

نوموړی په (۱۳۸۷)کال کې د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې شامل او په (۱۳۹) ل.ل کال یې له یاد پوهنتون څخه د لیسانس سند تر لاسه کړی دی.

د لیسانس زده کړو د تر سره کولو پرمهال ښاغلي احمدزي د کمپیوټر او انګلیسي د زده کړې په موخه ښونیز پروګرامونه تعقیب کړي دي، د دې ترڅنګ یې د لیکوالۍ، څېړنې، مجلې او پروپوزل لیکنې په لنډ مهاله کورسونو کې هم ګډون کړی دی.

میرزا محمد احمدزی د لنډو کیسو له لیکوالۍ ور اخوا د شعر او شاعرۍ په نړۍ کې هم کله نا کله  تخلیلي الوت کوي، د لنډو کیسو یوه ټولګه او د شعرونو مجموعه یې چاپ ته تیاره ده.

کاري مخینه:

ښاغلي میرزا محمد احمدزي له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته له دې لاندې ملي او نړیوالو بنسټونو سره رسمي دندې پرمخ بیولې دي.

۱-  له(۲۰۱۷)کال څخه  تر اوسه پورې د زون په کچه، د جلالتمآب ولسمشر په حکم، د کندهار ولایت د کوچیانو چارو د سمون رئیس په توګه دنده پر مخ وړي.

۲- له(۲۰۱۶)تر(۲۰۱۷)کال پورې یې په کندهار ولایت کې  لهNorwegian Refugee Council (NRC) نړیوالې موسیسې سره د اړیکو او پوهنې په برخه کې د همغږي کوونکي په حیث کار کړی دی.

۳- له(۲۰۱۳)تر(۲۰۱۶)م کال پورې نوموړي په زابل ولایت کې له (SIKASOUTH)  نړیوال بنسټ سره د ولایتي اداري واحدونو د پیاوړتیا په عرصه کې دنده ترسره کړې ده.

۴- له(۲۰۱۱)تر(۲۰۱۳)کال پورې ښاغلي احمدزي په کندهار ولایت کې  د کرنې او مالدارۍ له موسیسې(GAALO) سره د اړیکو (ارتباطاتو) جوړونې  د همغږي کوونکي په توګه دنده اجرا کړې ده.

۵- له(۲۰۱۰)تر(۲۰۱۱)کال پوري په بادغیس او بامیان ولایتونو کې له ( (AMMC موسیسې سره د مدیریت او بازارموندنې په عرصه کې د ساحوي ارزونې او همغږۍ د متخصص په توګه.

۶- له(۲۰۰۹)تر(۲۰۱۰)کال پوري په زابل، کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې له (WSC) موسیسې سره د ستر ساحوي همغږي کوونکي په توګه.

 

۷- له(۲۰۰۵)تر(۲۰۰۷)کال پوري نوموړی په زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو کې له UNODC  موسیسې سره د ساحوي څارنې افسر پاتي شوی دی.

۸- له(۲۰۰۲)تر(۲۰۰۵)کال پوري ښاغلي احمدزي په کندهار زابل او غزني ولایتونو کې له Hand-Cup International Belgium  نړیوالې موسیسې سره د ماین ټولنې په توګه دنده پرمخ وړې ده.

ښاغلی میرزامحمد احمدزی په پښتو درې او انګریزي  ژبو پوهیږي، نوموړي  له دغې (۱۵)کلنې کاري تجربې څخه، چې له بیلابیلو ملي او نړیوالو بنسټونو سره یې د ښې او موفقانه کارکردګۍ په پایله کې ترلاسه کړې ده، د خپلې پوهي، مهارتي او مدیریتي  وړتیاوو د لوړونې په برخه کې اعظمي استفاده کړې ده.


د کوچیانو چارو د لوی ریاست پیژندنه

د کوچیانو چارو  د سمون لوی ریاست په ۱۳۸۵ کال د حمل په ۱۴ مه د ولسمشر حامد کرزي د څلورمې گڼې فرمان په اساس مستقل بودیجوي واحد وگڼل شو، چې په(۳۱)ولایتونو کې یې مستقل امریتونه تشکیل او په کار یې پیل وکړ.

 د کندهار ولایت په شمول پنځو ولایتونو د ولسمشر د (۳۷۵۴) ۷/۱۱/۱۳۹۵ ګڼې فرمان په اساس د کوچیانو چارو د سمون له امریت څخه ریاست ته ارتقا وکړه، له ارتقا وروسته ښاغلی میرزامحمد احمدزی  د کندهار ولایت د کوچیانو چارو د سمون ریاست د رئیس په توګه په دنده وګمارل شو.

یاد ریاست کوچیانو ته د پیژند پاڼو د ویش ترڅنګ دوه سیار روغتیایی ټیمونه د صحي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ایجاد کړي دي، دغه راز لس محلي ښوونیز ټولګي په لاره اچول شوي، د کوچیانو خپل منځي ستونزو د حل او د هغوی د سرپناه او قانوني میشتیدنې لپاره، دغه ریاست  په  منظمه توګه ورسپارل شوې چاري پر مخ وړي.

 د یادونې وړ دی چې د کندهار ولایت د کوچیانو ریاست نوي کاري ودانۍ د کندهار ښار د عینو مېني په مجلل او مفشن ښارګوټي کې تر کار لاندي ده د دغې ودانۍ د رغونې عملي چاري رواني دی.

د کندهار ولایت د کوچیانو چارو د سمون ریاست  تشکیل:

د کندهار ولایت د کوچیانو چارو د سمون ریاست  بست (۲)

مالي او اداري امریت دریم بست:

اداري مدیریت څلورم بست

مالي عمومي مدیریت څلورم بست

د خدماتو امریت دریم بست

کد اقتصاد، اسکانو او څړځایونو مدیریت څلورم بست

د ښوونیزو او روغتیایي خدماتو مدیریت څلورم بست

د هویت پیژندنې مدیریت څلورم بست

د کندهار ولایت د کوچیانو چارو د سمون ریاست په ټولیزه توګه دوه امریتونه (دریم بستونه)، (۷)مدیریتونه (څلورم بستونه)، یو خدماتي کارکوونی، یو تن شب باش او یو تن قراردادي موټرچلونکي په خپل  تشکیل کې رانغاړي.

ستراتیژیکې موخې

            د کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست عمده موخې په لاندې ډول دي.

د روغتیاپه برخه کې:

له عامې روغتیا وزارت سره په همغږي، د دولت د پالیسیو او قوانینو مطابق دکوچیانو د روغتیایي وضعې د ښه والي لپاره کار کول.

د ښونې او روزنې په برخه کې:

د لوړو زده کړو او پوهنې  وزارتونو سره په کامله همغږي او د اساسي قانون د موخو په پام کې نیولو سره د کوچیانو د پوهنې کچه  لوړول او د هغوی د نا لوستو وګړو باسواده کول.

د کرهڼې، مالدارۍ او اقتصاد په برخه کې:

د کرهڼې، مالدارۍ او اقتصاد وزارتونو سره په همغږي د کوچیانو مالدارۍ ته وده ورکول او دهغوی مالونو ته مناسب څړځایونه موندل او دهغوی زراعتي محصولاتو ته لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه طرحه کول، ترڅو د کوچیانو دژوند سطح او اقتصادي وضع  بهتره اود پرمختګ سبب یې و ګرځي.

د کوچیانو د مالونو د روغتیا په برخه کې له کرهڼې وزارت سره په همږي د نویو پلانونو او برنامو جوړول او دهغوی د عملي کولو لپاره زمینه برابرول.

دکوچیانو د څارویو له پاره د څړ هغه ځایونه چې د کرهڼې د محترم وزارت له خوا د هیواد په مختلفو سیمو کې په نښه او تثبیت شوي ملاتړ او هغوی ته پراختیا ورکول.

              له اړوندو وزارتونو سره په تفاهم او همغږي  د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، د مالدارۍ د پرمختګ او بیا راژوندي کولو، دتعلیم او تربیې د پرمختګ، دکوچیانو د میشت کیدو په برخو کې د کوچیانو له پاره دلازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د زمینو برابرول.