د کندهار ښاروالۍ رياست

د کندهار ښاروالۍ رياست اړوند او ښاروال لنډه پېژندنه

نوم : الحاج محمدنسیم ( رضايي )

ولد : عبدالحسین ( رضايي )

د زېږېدلو نېټه او ځای : ۱۳۴۳ هـ . ل کندهار ولایت

د تلیفون شمېره : ۰۷۰۴۸۷۱۷۴۸ - ۰۷۰۵۹۱۴۶۴۵

زده کړي : په (۱۳۵۸) ل کال کي له البيروني ليسې څخه، په (۱۳۶۸) ل کال کي د عالي دارالمعلمين د رياضي له څانګي څخه او په (۱۳۹۵)ل کال کي د ميوند ولسوالۍ د مسلکي زراعتي انستيتيوت له عمومي څانګي څخه فارغه سوی دی، همدارنګه يې خپلي زده کړي د ليسانس تر کچي رسولي چي په انګلېسي او کمپيوټر باندي هم پوره بلدتيا لري.

کاري تجربه : (۱۶)کاله ( له ۱۳۸۱ څخه تر دامهاله د ښاروالۍ په چوکاټ کي بېلابېلي رسمي او غير رسمي دندي ) چي اوس مهال هم سرپرست ښاروال دی.


د کندهار د ښاروالۍ په اړه لنډ معلومات

تاريخچه :

کندهار ښاروالي په (۱۲۹۸) ل کال کي تأسيس سوه چي په اولنيو وختونو کي يې نوم بلديه وو ځکه چي هغه مهال اولس د دغه رياست له کړنو او فعاليتونو سره بلديت نه درلود، همدارنګه د وخت په تېرېدو سره د ښاروالۍ د رياست په نوم ونومول سوه چي لومړنی ښاروال يې عبدالرحمان لودين نومېدئ .

داچي کندهار د افغانستان د لويو ولايتونو له جملې څخه دی او ۱۵ ناحيې لري نو په همدې موخه د کندهار ښاروالۍ رياست هم د پراخ تشکيل لرونکی رياست دی .

د نوموړي رياست ټول تشکيل ( ۱۰۳۸ ) تنه دی چي له جملې څخه يې ( ۲۷۸ ) بستونه د لوړ رتبه او کښت رتبه مامورينو او پاته ( ۷۰۵ ) بستونه يې د اجرانو دي، همدارنګه کندهار ښاروالي د ټوله افغانستان په سطحه د معلوماتو لوی مرکز هم لري .