د والي ژوند لیک

د کندهار والي حیات الله حیات پیژندنه...!
د کندهار نوی والي حیات الله حیات له آره د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ استوګن دی، په ۱۳۵۲ هجري شمسي کال کي یې د ښاغلي حاجي ملک پاچا په کاله کي دې نړۍ ته سترګي وغړولې. نوموړی له یوې روحاني کورنۍ سره تړاو لري. د زده کړو پیل یې د خپل کلي په مسجد کي د الفبا له سیپارې وکړ. ښاغلي حیات لومړنۍ زده کړي په خوګیانو ولسوالۍ کي تر سره کړې او بیا وروسته يې د ځينو نورو هیوادوالو غوندي هجرت وکړ او پاته زده کړي یې د هجرت په دیار کي تر سره کړي دي.
حیات الله حیات په حقوقو او ادبیاتو پوهنځیو کي تر لسانس کچي زده کړي کړي او هم یې په اداره او منجمنټ کي ماسټري کړې ده. هغه په نړیوالو او ملي مؤسساتو کي په ملي او نړیواله کچه د کار شل کلنه تجربه لري او د کار ډېره برخه یې بشري حقونو، ماین پاکۍ او بشري مرستو اړوند ده. ښاغلي حیات د رسمي چارو تر څنګ د ولس هوسایني له پاره مدني فعالیتونه هم کړي، چي د خپل فعالیت په اساس د مدني ټولنو د ګډ کاري ګروپ د سکرتر جنرال او هم د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز منتخب رئیس تېر سوی دی. نوموړي په ټولنه کي د فعال حضور له برکته د خوګیانو ولسوالۍ د سراسری شورا رئیس په توګه هم دنده تر سره کړې ده.
ښاغلي حیات تر اوسه د نړۍ زيات و کم څلور دېرش هیوادونو ته سفرونه کړي او په دوه ویشت نړیوالو کنفرانسونو کي یې ګډون کړی دی. هغه د هیواد رسمي ژبو پښتو او دري تر څنګ پر دریو بهرنیو ژبو انګلیسي، عربي او اردو هم بشپړ تسلط لري او رواني خبري په کولای سي.
حیات الله حیات په کال ۱۳۹۴ کي د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکي ادارې په وړاندیز او د ولسمشر محمداشرف غني په منظورۍ د میدان وردګو د والي په توګه وټاکل سو. بیا په کال ۱۳۹۵ کي د ولسمشر غني په حکم د هلمند د والي په توګه وټاکل سو، تر هغه وروسته بيا د ننګرهار والي و او څه موده مخکي/ سه شنبه (۱۵، ۱۱، ۱۳۹۷) د کندهار والي په توګه وګمارل سو.