درئیس ژوندلیک

 

 

دولایت مقام د اداري او مالي رئیس ښاغلي عبدالحنان  منیب  لنډ ژوند لیک.

دولایت مقام دادري او مالي رایاست ر‎ئیس ښاغلي عبدالحنان  منیب د حاجی عبدلقادر زوی چی دکندهار ولایت دارغنداب ولسوالی په خیشکو کلی کښی په ۱۳۵۹ لمریزکال په يوه دینداره او روشن فکره کورنی کښی دې نړۍ  ته سترګې غړولې دي. نوموړې خپلی زده کړې د لیسانس په کچه د کندهارپوهنتون دتعلیم او تربیی د پښتو ادبیاتو څخه تکمیل کړی دی ، چی د عصری زدکړو تر څنګ یی، دینی برخو کښی هم ځینی فنون لکه  منطق ، اصول ، حکمت ، صرف ، نحوه او  حدیث ویلی دی چی ددی تر څنګه په ا نګلیسی ، عربی ، پښتو او فارسی ژبه روانی خبری کولای سی،  ښاغلی منیب  له ۱۳۸۰ لمیریز کال څخه د ولایت مقام په مختلفو شعباتو کښی په مسلسل ډول سره د مامور، مدیراو امر په صیفت سره وظیفه اجرا کړی ده. چی په  ۱۳۹۳   کال کښی   د لوړو مقاماتو په غوښتنه او دده د خپل لیاقت او وړتیا په بنسټ د کندهار ولایت مقام د ادارې او مالی ر ئیس په توګه وټاکل سو. ښاغلی منیب د خپل ریاست دوظایفو تر څنګ  نور وظایف هم د ولایت مقام  تر هدایت او مشری لاندی تنظیمه وی . لکه  دولایت مقام  تدارکاتی کمیټه ، تخنیکی او ارزیابی کمیټه ، دحکومت داری سکتور غونډه ،دعوایدو دلوړوالی کمیټه ، دښار د تنظیم او انسجام کمیټه ، د بودیجی د تطبیق کمیټه.