پیژندنه او وظایف

خپرونکی: نوید احمد نیکمل

 

د ولایت مقام د دفترریاست

د دفترریاست د کندهارولایت اساسي ریاستونو څخه یو مهم ریاست ګڼل کیږي ، د دفترریاست د دولتي ادارو ، د مرکزکندهار او ولسوالیو اوسیدونکو ، ولایتي شورا ، د سولې او امن شورا ، علماؤ او روحانیونو شورا ، جهادي شورا ، اصلاحي شورا ، مشورتي او د ټولو قومي شوراګانو ، ټولنیزو اجتماعي سازمانونو او په ځانګړي ډول دکندهار اړونده ریاستونو سل ورځنی پلانونه ترتیب او وړاندی شوی ،او همدا رازپه کندهار کې د افغان وسله وال پوځ او د نړیوالې ټولنې سره د ولایت د رهبرۍ ترمنځ اړیکې ساتي چې په همدې اساس د دفترریاست رئیس دکندهار اړونده ولسوالیو او هم د ولسوالیو لویو سیمو ته د پلان سره سم سفرونه کړي چې په دې سفرونو کې هغه واټن چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او خلکو ترمنځ د دولت مخالفینو رامنځ ته کړي وی هغه فاصله په بشپړه توګه سره نږدې کړی، په دې سفرونو کې میشتو خلکو ته په لویو غونډو ، سمینارونو او ورکشاپونو کې د هیواد نافذه قوانین ، هدایتونه ، دستورونه ، د بیارغونې د پروژو یا په ټولنیزه توګه د اسلامي جمهوری دولت د ملي ستراتیژۍ او دې ته ورته نور موضوعات تشریح شی، همدارنګه د خلکو ستونزې او وړاندیزونه راوړل شي او هغوی ته ترډیره بریده مثبت ځوابونه وویل شي او د خلکو هغو وړاندیزونو ته چې د ولایت د مقام له واک څخه پورته دي مرکزي مقاماتو ته ولیږل شی .

دهرې میاشتې په پای کښې ټولې ولسوالۍ خپل کاري راپورونه ولایت مقام ته لیږي او د ولسواليو د ۲۴ ساعته امنیتي حالت ورځنی راپور د ولایت مقام د دفترریاست ته ورکول کیږي په ډیرو ولسوالیو کښې دعدليې ، پوهنې ، کرنې ، روغتیا ترڅنګ د انټرنیټ او تلیفوني شبکې شته اوفعالیت کوي او د خلکو ستونزې تر ډیره حل شوې دي .  همداشان په اړونده ولسوالیو کښې د قومي مشرانو ، سپین ږیرو ، روحانیونو او مخورو سره د دفترریاست اړیکه ټینګه او د خلکو د ستونزو په حل کښې مشورې ترسره کیږي چې دا پخپله د ولایت او ولسوالیو ترمنځ د همږغي بیلګه ده .په مرکز کندهار او اړونده ولسوالیو کې ټولو امنیتي ځواکونو د امنیت د خوندي ساتلو ، دعام المنفعه تاسیساتو او د وطن د دښمنانو د ناوړه اعمالو د مخنیوی لپاره سخته مبارزه کړې چې  ولایت مقام يې ستاینه کوي، دکندهار ولایت عمده لاسته راوړنې د نشراتي شبکوله لارې خپرې شوې دي ، داچې د نورو ارګانونو په نسبت د ولایتی شورا او خلکو ترمنځ اړیکه زیاته ده نو د دفترریاست او ولایتي شورا د رئیس او غړو ترمنځ خاصه همږغي موجوده ده . د ترتیب شوي پلان سره سم د امنیې قوماندانۍ او عامه نظم ، ملي اردو ، سرحدي ځواکونو په ګډون نوبتي او ځینی وخت په فوق العاده توګه نظامي غونډې جوړې شوې چې اسناد يې د دفترریاست لخوا اړونده ادارو ته دعملي تطبیق په موخه لیږل شوي دي . د دفترریاست د نشه يي توکو د مخنیوي، د سولې او امن ، د ښې حکومتدارۍ ، د بشر حقوقو ته احترام ، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، د وسلوالو ځواکونو پیاوړتیا ، د پوهنې ، روغتیا او د حرفوي اومسلکي زده کړو لپاره خپل پلانونه تطبیق او پلي کړي دي، همدارنګه د ۱۳۹۵ کال  په اوږدو کښې د ولایت مقام د دفترریاست د مذهبي او تاریخي ورځو لمانځلو سره سره نورې ځانګړې ورځې لکه مشاعرې ، د ځوانانو ، قومي مشرانو ، علماؤ ، روحانیونو ، جهادي او د کوپراتیفونو لپاره پراخې غونډې جوړې او ترډاډمن امنیتي پوښښ لاندې ترسره شوې دي. د دفترریاست د  اجرائیه مدیریت ، د اسناد او ارتباط لوی مدیریت ، د عادي اسنادو ، محرم اسنادو ، ارشیف ، عرایض مدیریتونو څخه تشکیل شوی د ۱۳۹۵ کال د حمل له دوهمی نیټی څخه بیا د ۱۳۹۵ کال د سنبلی دمیاشتی تر ۹ نیټی پوری  (۵۴۰) قطعې مکتوبونه  وارد نیولي ، (۳۴۲۹) قطعې مکتوبونه مختلفو ارګانونو ته صادرشوي ، (۱۷۱۳) حقوقی ، شهیدانو او معلولینو (۱۳۲) دبندایاتو او تذکیرو عریضې تردقیقو لوستلو اوداحکامو  ترلاسه کولو وروسته اړونده ادارو ته راجع کړي دي، د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت ریاست (  ۳   قطعې فرمانونه او ( ۱   قطعې حکمونه ، د هیواد د وزیرانو شورا څخه (  ۹  قطعې مصوبې قید وارده نیول شوي او وروسته اړونده ادارو ته تکثیر او وړاندې شوي دي.