درئیس ژوندلیک

د ولايت مقام سکتوري رئيس انجنير عبدالحکيم حکيمي د حاجي ملا محمد سرور اخند زوی او د نظام الدين لمسی دی ؛ چي په ( ۱۹۸۰ م ) کال د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په شور شورک کلي کي زېږېدلی  دی .

ښاغلي حکمي ديني او عصري زده کړي کړي چي ديني زده کړي يې له خپل پلار او عصري زده کړي يې د لښکرګاه په ذکورو ليسه کي بشپړي کړي چي وروسته يې د کابل پوهنتون په زراعت پوهنځۍ برخه اخيستې او په ( ۱۳۸۹ ) کال له همدې پوهنځۍ څخه فارغ سوی همدارنګه د خپلي مورنۍ ژبي پښتو ترڅنګ د دري، انګلېسي او اردو ژبو سره هم بلدتيا لري .

نوموړي په ( ۱۳۹۰ ) کال کي د کرهڼي او مالدارۍ وزارت د تدارکاتو په رياست کي د قراردادونو د مالي او تخنيکي ارزيابۍ غړيتوب او د څلورو کمېټو د نظارت مسؤليت درلودی او په ( ۱۳۹۱ ) کال کي د ازاد رقابت له طريقه د کندهار ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري خدماتو د رئيس په توګه وټاکل سو چي تردامهاله په همدې دنده بوخت پاته سوی .