د كشميشو، تازه مېوو او سبزيجاتو د صادراتو د پراختيا لوى مديريت

ښاغلى سمېع خان د کشميشو، تازه مېوو او سبزيجاتو د صادراتو د پراختيا مدير، د دغه لوى مديريت په اړه ليکي:

د كندهار ولايت د كشميشو او وچو او تازه مېوو د نمايندګۍ آمريت په ۱۳۸۱ لمريز كال كي د چنګاښ په مياشت كي په فعاليت شروع وکړه او دا آمريت نيمه خصوصي تصدي ده.

تشکيل:

نوموړى مديريت د مدير په شمول څلور تنه مامورين او دوه تنه اجيران په خپل تشكيل كي لري. نوموړى رياست د شروع څخه بيا تر 1388/8/22 نېټې پوري د كندهار د سوداګرۍ د رياست په تعمير كي خپلي چاري پر مخ بيولې، خو ورسته يې هغه ځاى په يوه ځانمرګي بريد كي  ويجاړ سو، نو يې په اوسني ميرويس ماركيټ كي يوه خونه په كرايه اخيستې او هلته خپل کارونه مخته بيايي او سامان آلات يې چي مكمل لابراتور دئ، چي د دولت لخوا وركول سوى دئ، د وچې ميوې يوه تجار ته د ځاى د نه ستون له امله د موقت وخت لپاره سپارلى، خو دولت تراوسه پوري بيا هم د دوى په واك كي كوم تعمير نه دئ وركړى.

د نوموړي مديريت نمايندګي دفتر يوه نيمه خصوصي او نيمه دولتي تصدي ده، چي د مركز لخوا څخه اداره كېږى.

د وچو او لندو ميوو تجاران، چي خپله مېوه صادروي، په مقابل كي تعرفه وركول كيږي، د تعرفې مبلغ په ملي بانك كي تحويلېږى او ټوله مبلغ په كال كي په څلور وختوكي مركز ته انتقالېږى، يوازي په هره مياشت كي د مامورينو معاش د تحويل سوو پيسو څخه وضع كيږى او د هري مياشتي په آخر كي د هغو صادراتو راپور، چي خارج ته صادر سوي وي، د کابل لوى رياست ته ورکول کېږي.

عايدات:

په ۱۳۸۷ كال كي ۲۰۲۱۵ شل زره دوه سوه پنځلس ټنه وچه ميوه او ۴۴۱۵ څلور زره څلور سوه پنځلس ټنه يې لنده ميوه خارج ته صادر كړي او د هغه څخه چي كوم عايد په لاس راغلى هغه يې و مركز ته ليږلى دئ.

بوديجه :

ددې تصدۍ لپاره كلنۍ بوديجه چي د مركز لخوا ورته تعين سوې ۶۹۸۸۹۸ افغانۍ ده.

ننګوني:

د دې مديريت لويه ستونزه داده، كله چي يې دفتر په ځانوژونكې حمله كي وران سو، لابراتوار يې د وچې ميوې ګدام ته تسليم كړ او هغه مېوه چي وخارج ته لېږدول كيږى، پرته له كوم تحليل او تجزيې څخه صادرېږي.نوموړى مديريت شخصي دفتر نه لري او که چېري يو ځاني دفتر ولري، نو په هغه صورت کي به ډېري لاسته راوړني ولري.