د نفتي موادو عمومي مديريت

ښاغلى محمد عثمان د نفتي موادو عمومي مدير، د دغه مديريت په اړه ليکي:

د نفتي موادو ادارې په ۱۳۳۸ كال كي د كندهار په ولايت كي د دولتي انحصاراتو د رياست په نوم په كار پيل وكړ، چي اوس يوه دولتي تصدي ده.

د نفتي موادو عمومي مديريت د تجارت وزارت اړوند يو ارګان دئ، چي د كندهار په ښار كي خپلي كړني كوي او د دې مديريت نمايندګۍ د ولسواليو په كچه فعاليت نلري.

د دې ادارې تشكيل په ۱۳۸۷ كال كي ۴۷ تنه وو، چي له دې ډلي څخه ۲۳ يې اجيران او ۲۴ تنه يې رسمي مامورين دي.

د نفتي توكو اداره د كندهار ښار په زړه د عيدګاه په چوك كي ځاى لري چي ۶ جريبه ځمكه يې خپل ملكيت دئ، چي تعمير يې په پخواني ډول جوړ سوى او په اوسمهال كي بيا نه دى رغول سوى.

د دې ادارې كړني او پلان د مركز (كابل) څخه را استول كېږي او هم د بهرنيو هيوادونو سره قراداد د مركزي دفتر لخوا څخه كېږي.

د نفتي موادو د ادارې عادي بوديجه په ۱۳۸۷ كال كي ۴۳۹۳۰۰۰ افغانۍ وه او انكشافي بودجه نه لري. اوسمهال نوموړې اداره صرف د دولتي ارګانونو د نفتي توكو تهيه كول پر غاړه لري. دا مديريت دې ته سترګي په لاره دئ، چي د لويو لارو امنيت په ښه ډول تامين سي، نوبه د دوى كړني نوري هم پراخي سي او د نفتي توكو د وګړو ستونزي به د نفتي توكو له اړخه تر زياتي كچي هواري كړي.

لاسته راوړني:

  •  د نفتي مواد ادارې په ۱۳۸۷ كال كي د ۶۰ په شاوخواكي دولتي ادارو ته د نفتي موادو اكمالات كړيدي.
  •  دې ادارې كوښښ كړى دئ، چي د ښار پمپونه خلكو ته بې كيفيته تېل ورنه كړي.
  • په ۱۳۸۷ كال كي د ولايت د مقام په لارښوونه يې ۱۷ پمپ سټېشنونه د خصوصي سكتورنو په واسطه فعال كړي دي، چي د خلكو مشكلات په ښه ډول حل كړاى سي.

وړانديزونه:

  •  امنيت دي تامين سي، چي دا اداره وكولاى سي، د نفتي موادو واردول په خپله وكړي حال داچي د نفتي موادو آمريت اوس په آزاد بازار كي تيل پيري .

د كندهار ولايت د نفتي موادو آمريت اوس د ۶ سوه زره ليتره تيلو د ذخيري ظرفيت لري كه چيري دولت د باغ پل د ذخيري په جوړولو كي چي كار يي ۸۰ سلنه بشپړ دى مرسته راسره وكړي په هغه صورت كي به د نفتي موادو آمريت د ۸۰۰ زره ليتر تيلو د ذخيري ظرفيت ولري.