د دولت د قضاياوو امريت

ښاغلى حميدالله طرزی د دولت د قضاياوو امر، د دغه امريت په اړه ليکي:

د دولت د قضاياوو آمريت د عدليې ر ياست څخه وروسته په كندهار كي دريم عدلي ارګان دئ، چي دنده او مسؤليت يي د دولت د منقول او غير منقول ملكيت څخه ملاتړ او ساتنه، د دولتي او مختلطو موسسو د ګټو او قوانينو څخه دفاع، د دولت په استازيتوب اړوندو محكمو ته د دعوا اقا مه او وړاندي كول او يا د دولت په وړاندي د دعوه كونكي سره په محكمو كي د دولت له منافعو څخه دفاع ده.

د كندهار ولايت د دولت د قضاياوو آمريت تشكيل:

  •  د معاملاتو د لارښووني څانګه
  •  د عريضه ليكونكو څانګه
  •  اداري څانګه

لاسته راوړني :

په ۱۳۸۷ كال كي هغه دولتي مځكي چي د كندهار ولايت په مربوطه ولسواليو او ناحيو كي موقعيت لري او د زورمندانو او قدرتمندو كسانو لخوا په زوره غصب او نيول سوي او يا قبضه سوي وي، د هغو له جملې څخه د ګاز، كار او ټولنيزو چارو، ترانسپورټ او فوايد عامې رياستو ملكيتونه د دولت ملكيت ګرځيدلي دي. همدارنګه په ميوند ولسوالي كي د يو شمير برمو مخه نيول سوې، چي د غاصبينو له خوا كيندل سوي وې، د ارغسان، شاه وليكوټ او بولدك په ولسواليو كي هغه دولتي مځكي چي د غاصبينو له خوا قبضه سوي، دوسيې يې تر څېړني لاندي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي د (۸۳) نمبر فرمان له مخي چي د دولتي مځكو د غصب او قبضې په اړه يي د مدني قوانينو او نورو مقرراتو پر بنسټ صادر كړى دئ، د ا – ا – ج دولت لخوا نافذ دئ. د دې فرمان د نافذېدو څخه راپه دې خوا د دولت قضايا آمريت له لوري د هغو كسانو چي دولتي مځكي يې غضب، قبضه او يا تجاوز كړي دي او د مالكۍ ادعا يې كوي، د دوى اسناد راغوښتل سوي او تر څېړني لاندي نيول سوي دي. د اسنادو مطابق قناعت وركړه سوى دئ، د نه قناعت په صورت كي د هغوى دوسيې ترتيب سوي او د سلسله مراتب پر بنسټ لوړو مقاماتو ته د وروستيو اجراتو لپاره استول سوي دي.

همدارنګه د دولتي املاكو په اړه (۶۰) عريضې د قضاياى دولت عمومي رياست ته چي په مركز كي دئ، لېږل سوي دي او د دې آمريت د پلان پر اساس مسلكي اعضاوي د مشكل د له منځه وړلو لپاره درې ګونى هيئت ( زراعت، كادستر، قضاياى دولت) د منازعې سيمي ته تللى، ترڅو سيمه له نژدې وويني او خپل نظر د دولت قضايا آمريت ته وړاندي کړي، مسؤل كسان يې راجلب او څېړنه تر سره سي. د مثال په توګه هغه ټوټه دولتي مځكه چه د خواجك بابا په ساحه كي موقعيت لري او د غير مسؤلو كسانو لخوا غضب سوې وه، وروسته له غور او څېړني څخه نوموړې ټوټه مځكه ترانسپورټ رياست ته په رسمي توګه ور تسليم سوه.

بله ټوټه مخروبه مځكه چي مساحت يې ۲،۶ جريبه و، د باغ پل په سيمه كي موقعيت لري، چي د محمد غني له خوا غصب سوې وه، پورتنۍ مځكه د فوايد عامې رياست ته تسليم سوې ده او په ۱۳۸۷ كال كي د (۱۱) دوسيو مراحل بشپړ سوي چي له دې جملې څخه د نهو (۹) دولتي دوسيو پايلي د دولت په ګټه او پاته درې دوسيې يې د مدعي عليه په ګټه ختمي سوي دي او د (۱۳) دولتي دوسيو دعوې د دولت د قضايا آمريت تر كار لاندي دي.

د معاملاتو د لارښووني په برخه كي:

پر لاندي شرايطو برابر كسان د معاملاتو د لارښووني دفتر جوړولاى سي :

  •  د افغانستان د اسلامي جمهوريت تابعيت ولري
  •  په جنايي جرم تورن نه وي
  •  ۱۸ كلن او د نيك شهرت خاوند وي
  •  د ۱۲ ټولګي څخه فارغ او په شرعي مسايلو پوه وي

په ۱۳۸۷ كال كي (۲۰۷) رهنماى معاملات او د موټرانو جوازونه بېلابېلو اشخاصو ته توزيع سوي دي.

  •  د معاملو د لارښووني نوي جوازونه (۸۰)
  •  د معاملو د لار ښووني تجديد جوازونه (۸۳)
  •  د موټر پلورلو نوي جوازونه (۷)
  •  د موټر پلورلو تجديد جوازونه (۳۷)
  • د معاملو د لارښووني جمله عايد (۱۲۹۴۴۵) افغانۍ
  • د موټر پلورونکو جمله عايد - (۲۹۹۳۵) افغانۍ

جمله عمومي عايد (۱۵۹۳۶۰) افغانۍ

  • د عريضه ليكونكوپه برخه كي:
  • د عريضه ليكونكو نوي جوازونه (۱۰)
  • د عريضه ليكونكو تجديد جوازونه (۱۵)

جمله د عريضه ليكونكو نوي جوازونه (۲۵)

د عريضه ليکونکو د جواز عايد: (۲۷۷۸) افغانۍ

د مدافع وکيلانو په برخه كي:

جمله (۹) جوازونه تجديد سوي، چي ورڅخه ۶۵۲۵ افغانۍ عايد راټول سوى دئ.

پورتني ټول عايدات په (۱۴۳۰۱۰۱) نمبر حساب و بانك ته تحويل سوي دي.

pپه ۱۳۸۷ كال كي پر (۲۵) عريضو چي د رهنماى معاملات او د هغوى د مشتريانو ترمنځ د كمېشن پر سر جنجال راپيداسوى و، د دې آمريت لخوا حل سوي دي. همدا راز د معاملو د لارښووني جوازونه سره د موټر پلورونكو د جوازو په ربعواره توګه كنټرول او بررسي كيږي، مګر ځيني هغه اشخاص چه غواړي د رهنما اسناد جوړ كړي، بايد چي د ۱۲ ټولګي څخه د فراغت اسناد ولري.