د صنعتي پارکونو امريت

ښاغلى ثناء الله د صنعتي پارکونو آمر، د دغه آمريت په اړه ليکي:

د صنعتي پراختيا په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پاليسۍ پر اساس د مركز په شمول د افغانستان په ټولو ولايتونو كي صنعتي پاركونه جوړ سوي تر څو له يوې خوا زموږ د هيواد صنعت پرمختګ وكړي او له بلي خوا زموږ ګران هيواد افغانستان د بهرنيو هيوادونو له احتياجه خلاص او د بېكاره اشخاصو لپاره د كار زمينه برابره سي .

په دغه لړ كي په ۱۳۸۲ كال په كندهار ولايت كي د نورو ولايتو په څير د صنعتي پاركونو آمريت تشكيل جوړ او تاسيس سو.

د فابريكو د جوړولو لپاره د ښوراندام ساحه چارواکو له خوا څخه وټاكل سوه او د ځمكو نمرې توزيع سوې.

د صنعتي پاركونو آمريت د لا زياتوخصوصي متشبثينو د جلب او جذب لپاره په ۱۳۸۳ كال كي د هغوى د پانګي اچوني په خاطر د صنعت كارانو اتحاديه جوړه كړه. ذكر سوې ساحه د ښار جوړوني د تفصيلي پلان پراساس پر دوو برخو ووېشله سوه، چي يوه برخه د صنعتي فابريكو لپاره مشخصه سوه، چي نن ورځ ۸۴ فابريكو ته نمرې توزيع سوي دي. له دې جملې څخه ۴۵ فابريكې فعاله او پاتي يي د برق د انرژۍ د نه موجوديت له وجي توليدي فعاليت نه لري، ۲۰ فابريكې غير فعاله او تركار لاندي دي، ۱۵ نمرې سپيني پاته دي او د ۲۰۰ جريبه په شاوخواكي ځمكه د زورواكو لخوا غصب سوې او ۶۹۵ نمرې باقي پاته دي.

د تفصيلي پلان پر اساس ټوله ۵۲۶۰ جريبه او ۸۰۰ نمرې ځكمه د صنعتي پارک ساحه ده. همدارنګه د كندهار ښار په داخل كي ۱۸۵ كوچنۍ فابريكې او مختلف واړه شركتونه شتون لري.

بايد ياده كړو چي په دې اواخرو كي د كندهار ولايت د محترم مقام او اداري مجلس د تصميم سره سم داسي پتېل سوې ده، چي د ښوراندام په ساحه كي به يو ماركېټ د وچي مېوې لپاره جوړ سي او په همغه ساحه كي د ځمكو توزيع د ولايت مقام د امر پر اساس او د ښار جوړوني د تفصيلي پلان پربنسټ جريان لري، چي تر اوسه تقريباً ۸۰ جريبه ځمكه توزيع سوې ده.

وړانديزونه:

  •  د كندهار ولايت د صنعتي پاركونو لپاره دي د برق انرژي تهيه كړه سي، ترڅو فابريكې په كار واچول سي او بېكاره اشخاصو ته د كار زمينه مساعده سي
  •  د دولت څخه داجدي غوښتنه لرو چي د زورواكانو څخه دي غصب سوې ځمكه راوګرځول سي.

د صنعتي پاركونو سړكونه دي پاخه كړل سي.