د معدن او صنايعو امريت

ښاغلى حيات الله د کانو او صنايعو آمر، د دغه آمريت په اړه ليکي:

په کندهار کي د كانو امريت چي د كانو او صنايعو وزارت د استخراج تصدۍ دوهم واحد دئ، تر هغه ځايه پوري چي موږ ته معلومات سته د كندهار په ولايت كي د مرمرو، ډبرو، د فلوريت او د لوميت كانونه چي د سمنتو خام مواد دي، موجود دي. همدارنګه دلته د سرو زرو، اوسپني اود ډبرو د سکرو كانونه هم موجود دي.

د كانو او صنايعو وزارت د خصوصي سكتور هڅوني ته زياته توجه اړولې ده او غواړي چي اكثره معدنونه خصوصي سكتور ته په قرار داد وركړي. همدارنګه د قيمتي ډبرو لكه فلورايت، مرمر، او د خامو ډبرو قراردادونه د كانو او صنايعو وزارت له خوا ترسره كيږي، چي په دې ترتيب د كانو امريت په كندهار كي خپل ورځنى پلان د ګچو د معدن پر بنسټ او ساختماني موادو لكه ريګو، جغلو او تعميراتي ډبرو ذاتي ارزښت (قيمت) په لاندي ډول راټولوي:

  •  د ګچو معدن:

د ګچو معدن چي د كندهار د نساجي فابريكې شما ل طرف ته په لويه دښته كي واقع دئ. دلته د محل د خلکو لخوا ګچ استخراجېږي، وروسته په كُرو كي پاخه او بيا بازار ته عرضه كېږي او په لاره كي د كانو امريت مؤظفين يو لږ مبلغ قيمت ځني اخلي.

  •  ساختماني مواد ( رېګ، جغل، او تعميراتي ډبري):

د كانو امريت د كندهار ښار په مختلفو ځايو كي خپل كارمندان مؤظف كړي دي، چي هغه افراد او اشخاص چي په انفرادي ډول رېګ او جغل د ترنک او ارغنداب له رود څخه او تعميراتي ډبري د كندهار د شاوخوا غرو څخه بازار ته راوړي، د كانو او صنايعو وزارت د نورم مطابق د نوموړو موادو قيمت راټولوي.

همدارنګه د ساختماني موادو ريګريشنونه ساختماني شركتو ته په قرارداد وركول سوي دي، چي له دې جملې څخه د سيمنت جاپاني ريګريشن سره د 50000/ متر مكعبه رېګو او جغلو قرارداد او د ستانكزي ريګريشن شركت سره 20000/ مترمكعبه ريګو جغلو قرارداد عقد سوى، چي ټول مراحل يې بشپړ او د منظورۍ لپاره وزارت ته استول سوي دي. همدارنګه له ابراهيمي افغان ساختماني شركت سره د 20000/ مترمكعبه ريګو او جغلو قرارداد چه مراحل يې نه دي تكميل، عقد سوى دئ.

په دې ترتيب د كانو آمريت د روان كال د جوزا د مياشتي تر آخره پوري 5142262 افغانۍ عوايد ټولي كړي او دكانو آمريت په حساب کي يې د افغانستان بانك ته تحويل كړي دي.

د كانو او صنايعو امريت د خپل كار او فعاليت په جريان كي لاندي ستونزي هم درلودې:

  • د ښوراندام غره په ساحه كي ريګريشنونه:

د ښوراندام غر، چي د نساجي فابريكې څخه بيا د ذاكر شريف تر بند پوري ادامه لري، د دغه غره ډبره د لوميت يا د سمنت ډبره ده، خو دلته پراته درې ريګريشنونه (د شېرزي ريګريشن، د كرزي ريګريشن او د حاجي عبدالله ريګريشن) د دغه غره ډبره استخراج او په سړك او نور ساختمانو كي استفاده ځني كوي، چي دا كار دوه زيانه لري، يو دا چي دغه ډبره نرمه ده او ژر تخربېـږي او له بلي خوا دغه ډبره د سمنتو د خامو موادو په حيث يوه مطمئنه ذخيره او لويه ملي شتمني ده. كه څه هم د ۱۳۸۳ كال د جوزا په مياشت كي د ولايت مقام اداري مجلس فيصله وكړه، چي دغه ريګريشنونه بايد توقف او بل ځاى، يعني تور كوتل ته چي په هغه وخت كي د هيئت له خوا ورته تعين سوى و، انتقال سي، چي له بده مرغه تر اوسه پوري موږ پر دې كار نه يو توانېدلي، چي دغه ريګريشنونه له دې ځايه څخه انتقال كړو.

  •  د تور كوتل ريګريشنونه:

دا چي د تور كوتل ساحه د كندهار ۲۰۵ اتل قول اردو ته وركول سوې ده، د ولايت مقام د اداري مجلس د 1388/1/25 د پريكړي سره سم بايد دغه ريګريشنونه له كوتل مرچې څخه د ميان كوه ساحې ته د ولايت لخوا د مؤظف كميسيون له لوري ورته تعين سوې ده، انتقال كړه سي.

د دغو ريګريشنونو مالكانو ته مو هم په رسمي مكتوب او هم شفاهي توګه څو - څوځله خبر وركړى دئ، خو بيا هم دغه ريګريشنونه هلته پاتي او هم هغه ډبره بېله قرارداده او بېله قانوني اجازې استخراج او استفاده ځني كوي، ځكه اوس د معدن امريت په هغه ځاى كي قرارداد نه سي ورسره كولاى.

۳:- همدارنګه د ساختماني موادو د عوايد په راجمع كولو كي زموږ مؤظفين له ستونزو سره مخ دي ځكه اكثره موټران د باقدرته اشخاصو دي، چي محصول نه وركوي او ځيني حتى موټر هم نه ورته دروي او په اكثره ځايو كي په نظامي جامو كي خلک له موټرانو څخه پيسې اخلي. دامنيتي ارګانو څخه مو هيله داده چه د ضرورت په وخت كي همكاري راسره وكړي.