د کندهار راډيو ټلوېزيون امريت

ښاغلى جاويد احمد وفا د کندهار راډيو ټلوېزيون آمر، د دغه امريت په اړه ليکي

دلومړي ځل لپاره كندهار راډيو په ۱۳۵۳ لمريزكال او تلويزيون په ۱۳۶۳ كال په كندهار كي فعاليت پيل كړى او د وخت او زمان د غوښتونو سره سم يې خپل فعاليت ته دوام وركړي. په افغانستان كي دموقتي اداري دراتګ سره سم كندهار راډيو تلويزيون هم دنوي رنګ په لرولو سره خپل خپروني پيل كړي.

كندهار راډيو تلويزيون دهيواد دنورو خبري ادارو په څير په جنوب لويديځه حوزه كي خپل فعاليت ته دوام وركړي ترڅو دحوزي ټول اوسيدونكي دورځنيو روانوملي او بين المللي حالاتو څخه خبر او هم دنورو خبري رسنيو سره خپل سالم رقابت ته دوام وركړو .

دكندهارراډيوتلويزيون امريت دنشراتو ،تخنيك ،فرستندوي او اداري مديريتونه لري چي د۱۳۸۷ كال دتشكيل له مخي ټول ديرش نفر رسمي كار كونكي لري ، دراډيو تلويزيون اوسنئ تعمير په ۱۳۸۳كال كي دوخت والي ګل اغاشيرزي له خوا جوړاوپه۹، ۱۷۸ جريبه مځكه كي دكمپاونډ په ساحه كي موقيعت لري ددولت ملكيت دي. دراډيو تلويزيون عادي بوديجه دكاله درې مليونه افغاني ده او د انكشافي بودجي په نامه كوم تخصيص نلري . دراډيو تلويزيون تخنيكي وسايل او تجهزات او دتراسپورت ضروريات دولايت مقام لخوا دترسره سوو مرستو او دخپل دولتي تخصيص څخه برابرېږي.

دكندهارراډيو نشرات:

چي لومړي كندهار راډيو دورځي يو ساعت خپروني درلودي او په ۱۳۸۱ كال كي داخپروني دري ساعته په ۱۳۸۲ كال څخه تر ۱۳۸۴کاله پوري پنځه ساعته په ۱۳۸۵ كال كي اوه ساعته او په ۱۳۸۶كال كي ديارلس ساعته ته لوړي سوي او په ۱۳۸۷ كال كي ۱۵ ساعتو ته ورسيدې.

راډيويي خپروني د کلونو په تفکيک

دراډيودنشراتو له پيل څخه وروسته دكندهار راډيو تلويزيون اداري په زياتو هلو ځلو اودكندهار ولايت مقام په مرسته وتونيدوپه ۱۳۸۳ كال كي دتلويزيو ن خپروني پيل كړي چي لومړي دوه ساعته په ۱۳۸۵ كال كي پنځه ساعته او په ۱۳۸۶ كال كي موخپلي خپروني اته ساعته ته لوړي كړي چي اوس هم دمازديګر دڅلورو بجو څخه دشپي تر يوو لسو بجو پوري دوام لري

دكندهار راډيوتلويزيون دژوند په ټولو برخولكه سياسي، دينى ، ادبي ، ښوونيزى دځوانانو ، ښځو ، ماسومانو، روغتيا، دمخدره موادو پرضد مبارزه اود بياجوړونى خپرونى دسياسي او ټو لينزومسايلو څيړنه ، دمخدره مواد و، تروريزم ، ځانوژنى،ترور اونورو مسائيلو په اړه ددينى عالمانو فتواوى ، نظرونه او دينى موعظي اودورځنيو امنيتى موضوعاتو په اړه سياسى تبصرى په دوامداره ډول نشرته سپارل سويدي.

پردى برسيره دكندهار راډيوتلويزيون اداره پدې توانيدلې چي دسهېل لېديځي حوزې دټولو ولاياتو داوسيدونکوسره دتليفون او ليكونو په واسطه تماس ونيسى او دعام ا ولس آواز ترچارواكو او ددولتى مسئولينو ږغ تر خلکو پورى ورسوى .

كندهارراډيو تلويزيون همدااوس دملى او نړيوالو خبرنو ترڅنګ دجنوب لوېديځى حوزې ټول سيمه ايز خبرونه ددولتى پاليسى مطابق او دملى ګټو په نظركى نيولوسره په ټوليزه او دوامداره ډول نشرته سپاري.

دورځنيو تودو مسايلو دڅيړلو او دهغو په اړه دعامه اذهانو دلاروښانيا، دتروريزم، ځانوژنى او مخدره موادو دزيانونو او داسلام له نظره دهغوى دحراموالى او په ټولنه كى دهغوى دمنفى اغيزو دڅيړلوپه خاطر كندهار تلويزيون هروخت دعلمى شخصيتونو ، دينى عالمانو ، روڼ اندو ، ليكوالانو قومى او مذهبي مشرانو ، ښځينه او نارينوو سره ځانګړى مركي ، ګردى ميزونه او غونډى جوړي او نشرته سپارلى دي . دامنيتى ستونزو درابرسيره كولو او هغوى ته دحل لارى دپــيداكولو په خاطر موتـــل دناټو او ايتلاف دځواكونــو دمشرانو ، دقو ل اردو او پوليسو دقوماندانانو اوسرتيرو سره هروخت ځانګړى مركى سوى او دپوليسو او ملى اردو دلاسته راوړونوو څخه هروخت ځانګړى رپو تونه جوړ او په كندهار اومرکزکي د ملى تلويزيون له لياري نشرته سپارل سوى، ټولى ملى او مذهبى ورځى په راډيو او تلويزيون كى تجليل سوى، دولايت مقام ، ولايتي سورا او ټولو دولتى ارګانونولخوا چى كومى غونډى جوړى سوى كه دشپى وى كه دورځى كه په ښاركى وىكه په ولسواليوكى دكندهار تلويزيون لخوا ثبت او پروخت او زمان نشرته سپارل سويدى.او ددى ترڅنګ دنورو آزادو تلويزيونو په څير په كندهار تلويزيون كى هم ادبى، تفريحى ، دماسومانو ، ځوانانو ، معارف ، كمپيوټرزده كړى، روغتيا او نوري ځانګړي خپروني جوړي او نشرته سپارل سويدي.

دكندهار راډيو تلويزيون اداري دتلويزيوني او راډيويي خپروونو دكيفيت او كميت له مخي دكندهار د ولايت مقام په هراړخيزه همكاري توانيدلي چي دتلويزيون لپاره نوي استونكي دستګاه وي دسټډيوګانولپاره د ايډيټ او نشر لپاره تخنيكي وسايل او پرمختللي مكنتاژ كمپيوټران او تلويزيوني كامري برابري كړي چي ددغو وسايلو په لرلو سره توانيدلي يو چي په ښه اوعالي كيفيت خپروني نشر كړي .

شماره دجنس نوم تعداد كتني

  •  يوپايه يوكيلوواټه دستګاه يوه پايه
  •  يوه پايه پنځه سوه واټه دستګا اوريزرف يوه پايه
  • يوه پايه دوه سوه واټه دستګاه اوريزرف يوه پايه
  •  مك پرو مكنتاژ كمپيوټران شپږ پايي
  •  ويډيو كمپيوټران
  •  ويډيو ميكسر څلور پايي
  •  وي سي ار اته پايي
  • تلويزيوني كامري اته پايي
  •  سويچر دوي پايي
  •  دسټديو دترتيب او نظم لپاره مختلف وسايل او تجهزات

په تيريوکال كي دكندهارراډيوتلويزيون لاسته راوړني

كندهار راډيو ټلويزيون ويبپاڼه www.kandahartv.com. دكندهار ملي راډيوتلويزيون ويبپاڼي د۱۳۸۷ كال په سركي پدي موخه چي دسهيل لويديځي حوزې په خاص ډول دكندهاري اولس ږغ مو ترنړيوالواودنړۍ په هره سيمه كي ترمېشتو افغانانورسولى وي په خپل فعاليت پيل وكړ. دكندهارملي راډيوتلويزيون ويبپاڼه دكندهارملي راډيوتلويزيون دادارې دتګلاري اودهمدي اداري دخپرېدونكوخپروونواوموادو څخه په ګټي اخېستلو بيلابيل پروګرامونه اوخپروني دانټرنټ په مټ ترنړيوالورسوي او همدا اوس په اووني كي دتلويزيون يولس او دراډيو څوارلس خپروني دانټر نټ دلاري نشرته سپارل كيږي پردي برسيره په سيمه ايزه اوملي كچه خبرونه او دكندهارتلوېزيون هغه خبري راپورنه چي هره شپه دكندهارتلويزيون له خبري سټډيوڅخه خپريږي دويبپاڼي دراپورونوپه برخه كي له انځورونوسره يوځاي نشريږي، دلته دتلويزيون دورځي ترټولوغوره خبري راپورانتخابيږيي ،زموږ دتيري مياشتي له احصائيي څخه وروسته معلومه سوه چي دويبپاڼي دلوستونكو شميره په مياشت كي له (يو سلولس زرو) څخه اوښتې ده.ديادوني وړده چي دويبپاڼي ليدونكي پر افغانستان برسيره په اروپا امريكا اواسيا كي هم ډير ليدونكي لري.

  •  دكندهار راډيو تلويزيون اداره په دي توانيدلي چي په ۱۳۸۷ كال كي دراډيو اوتلويزيون ټول نشرات دكمپيوټر په زريعه عيار او دكمپيوټر له لاري نشرته وسپاري اوټول ارشيف موپه كمپيوټر ي هارډسك كي ساتل كيږي او په دي هكله زموږ پر مختګ جريان لري .
  •  كندهار راډيو تلويزيون په روان كال كي دراډيو يوه لس كيلواټه دستګاه دولايت مقام په مرسته ترلاسه كړي او ددي په خاطر چي دكندهار راډيو خپروني دپاكستان هيواد په اكثرو سيموكي واوريدل سي دولايت مقام دلارښووني سره سم مو نوموړي دستګاه دسپين بولدك په ولسوالي كي نصب او فعاله كړه چي همدا اوس دكندهار راډيو دپاكستان په اكثرو سيموكي په ښه كيفيت اوريدل كيږي .
  •  دكندهار راډيو دكار كونكو دكاري وړتيا او علمي سطحي دپياوړتيا په موخه مو يو كتابتون دڅلورزره ټوكه علمي كتا بونو په لرلو سره پرانيستي او دضرورت په وخت كي استفاده تري كيږي .

ستونزي :

  •  عمده ستونزي مو دمسلكي او عصري سټديوګانو نه ستون .
  • . دعصري تخنيكي وسايلو كموالي .
  •  دتشکيل کموالى، ځکه دراډيواوتلوېزيون دآمريت ډېرکاروکوونکي په قراردادي توګه کار ترسره کوي.

وړانديزونه:

  •  دكندهارراډيوتلويزيون مامورين بايد پي، ار، ار سي تر څو معاشات يي لوړسي .
  • دمركزله خوا بايد دتلويزيون دمسلكي سټډيو ګانو په جوړولو كي مرسته راسره وسي .
  •  نشراتي او تخنيكي مامورينو ته بايد دنوي ژورناليزم سره سم وركشاپونه ورته جوړ سي .
  •  كندهارتلويزيون بايد دننګرهارتلويزيون په څير له سټلايټ څخه نشرات ولري .