د کوچيانو امريت

د کوچيانو آمر، د دغه آمريت په اړه ليکي:

مقدمه:

د كوچيانو لوى مديريت په ۱۳۸۰ كال كي د قومونواوقبايلو په رياست اړه درلوده چي يومديريت و، يو د۳ بست مديراو يود شپږم بست مامور يي درلودى، په ۱۳۸۵ كال كي مستقل سو او دكوچيانو په عمومي مستقل رياست پوري مربوط سو. د يادوني وړ ده، چي په كندهار ښار او شا وخوا ولسواليو كي تقريباً ۶۴۰۰۰ كورنۍ كوچيان مېشت دي.

په دې وخت كي يې تشكيل هم څلورنفره مامورين او يو نفر اجيرمامور ته لوړ سو. او په ۱۳۸۷ كال كي لوى مديريت په آمريت واوښت چي څلورنفره مامورين لري ( يو نفر آمر، درې تنه غړي او يو ملازم ).

د كړنو لنډ راپور

د روغتيا په برخه كي:

په كندهار كي د ميشتو كوچيانو لپاره د صحت په برخه كي يو كلينيك كار كوي چي سيار كلينيك دى او كوچيانوته روغتيايي كارونه سرته رسوي او د يوه كال په جرن كي يي ۳۴۰۰۰تنو نارينه اوښځينه كوچيان تداوي كړي چي د درملني پر مهال ۱۸۴ بيلابيل درمل ورته توصيه سوي دي، بل هم يو حيواني كلينيك دى چي د تير كال په جريان كي ۳۳۰۰۰ بيلابيل څاروي تداوي كړي دي .

د ښووني او روزني په برخه كي:

دكندهار ولايت د ژړۍ په ولسوالۍ كي د كوچيانو په دوولس كمپونو كي زده كړيان د كوچيانو دآمريت په هلوځلو دې ته هڅېدلي دي چي زده كړه وكړي او په سلګونو زده كوونكي په مختلفو تولګيوكي په زده كړه بوخت دي. همداډول د بولدك په ولسوالۍ كي يوه ښوونځي د تاجوخان په كلي كي چي ابتدايه ښوونځۍ ده دكوچيانو لپاره فعاله ده او دكوچيانو ماسومان پكښي زده كړي كوي. بله ښوونځى د بولدك ولسوالۍ دمريانو په كلي كي نوى تر تجويز لاندي ده او ژرده چي په فعاليت به شروع وكړي. په ډنډ ولسوالۍ كي يو ښوونځى د منارې په كلي كي شته چي زده كوونكي پكښي په درس ويلو بوخت دي، په ميرزامحمدخان قلعچه كي يو ښوونځى تاسيس سوى اما متاسفانه چي دهغې سيمي كوچيان دزور واكو په واسطه كوچ ته مجبورسول او كوچ يې وكړچي پدي سره ۹۰ تنه ماسومان يې د زده كړي څخه بې برخي سول. دكوچيانو لپاره دليليه زده كوونكو ل دليلې وړانديز د كوچيانو دآمريت لخوا وسو چي ومنل سو او ۲۰ جريبه مځكه دليلې دجوړولو لپاره دهوايي ډګر څخه ۳ كيلومتره ختيځ طرفته وركړل سوه چي دارغسان دسړك پرغاړه ده اما د جوړېدو لپاره يې بوديجه په لاس كي نه وه او نه هم كوم ارګان دهغه دجوړېدو لپاره ډاډ راكړيدى.

دمادي مرستو په برخه كي :

  •  د ۱۳۸۷ كال په اوږدو كي دوه ځلي دكوچيانو ۲۰۰۰ كورنيوته دښار په شاوخوا كي هري كورنۍ ته ۱۰۰ كيلوګرامه غنم هري وركول سول او دهمدې كال د مېزان په مياشت كي ۸۰۰ كورنيو ته پر كورنۍ ۱۰۰ كيلوګرامه غنم دښار په شاوخواكي ووېشل سول.
  •  د ۱۳۸۸ دحمل په مياشت كي دكوچيانو ۳۰۰۰ كورنيوته چي ددې ډلي څخه ۱۴۰۰ كورنيوته دكندهار په ښار او ۱۶۰۰ كورنيوته په ولسواليو كي پر كورنۍ ۱۰۰ كيلوغنم يوټاټ ، ۷ كيلوغوړي او پنځه كيلو ګرامه دال په بولدك ، تخته پل ، دامان ، ډنډ، پنجوايي، ميوند او ژړۍ ولسوالۍ كي ، او همدارنګه دښار په حدودو كي ۴۰۰ كورنيو ته نوموړي توكي توزيع سول
  •  دكوچيانو آمريت دكوچيانو د څارويو لپاره ۷۰۰ ټنه كنجاره نوموړكورنيوته توزيع كړېده.

د اداري خدمتونو په برخه كي :

دكوچيانو دقومونو مشران يعني ملكان دټولو قومونو له كامل تفاهم وروسته دي پايلي ته ورسيدل چي دمشرۍ مهر جوړ او محكمې ته يي معرفي كړي تر څو شرعي وثيقې د همدي مهر له مخي جوړي كړي سربيره پر دي دكوچيانو دقوم دهر فرد دهويت دتذكرو دتصديق لپاره هم دغه مهر په كار وړل كېږي او ددوى دهويت دتذكرو تصديق پري كيږي.

دكوچيانو آمريت په مياشت كي يوځل دقومونو دمشرانو سره جرګه كوي او ورځنيوچارو او حالاتوپه اړه په غونډه كي پريكړي هم تر سره كيږي كوي چي راپوريې د كوچيانو مستقل رياست ته ليږل كيږي .

دكوچيانو قومي شخړي او لانجې دكوچيانو د آمريت په مرسته هوارېږي او قومي پرېكړي د قومي اصولو او عنعناتو په چوكات كي تر سره كيږي.

وړانديزونه:

  •  دكوچيانو آمريت په كرايي تعمير كي هستوګن دى او خپل تعمير نلري
  •  دترانسپورت لپاره موټر نلري.
  • په كندهار كي د كوچيانو د ځاى پر ځاى كيدو يا اسكان په برخه كي د كوچيانو آمريت ته د قانون له مخي برخه وركول
  • پر كوچيانو د اولسمشر هغه فرمان تطبيقول چي له مخي يي بايد و هر كوچي ته د ښارګوټو د جوړولو پرمهال په لسو نمرو كي يوه نمره وركول سي
  •  د دولت او مرسته كونكو موسساتو له خوا و كوچيانو ته د څارويو وركړه په وړيا او پور سره.