ورزشي امريت

ښاغلى محمدالله ګلالی د ورزشي آمريت آمر، د دغه آمريت په اړه ليکي:

د كندهار ولايت د ورزش امريت په ۱۳۵۹ لمريز كال كي تاسيس سوى دئ او يو دولتي ارګان دئ

د ورزشي آمريت دفتر د دولت ملكيت دئ، چي په ۱۳۸۴ كال كي يې په عصري ډول كار تكميل سوى او مالي لګښت يې د ولايت مقام لخوا څخه چي تقريباً ۲۶۰۰۰۰ امريكايي ډالره کېږي، وركول سوى دئ. د كندهار ولايت د ورزش آمريت كلنۍ بودجه په يووشتم باب کي ۸۷۰۸۴ او په ۲۲ باب كي ۳۳۵۸۶۰ افغانۍ كيږى او انكشافي بودجه نه لري.

د كندهار ولايت د ورزش د آمريت تشكيل:

د كندهار ورزشي آمريت په خپل تشكيل كي اووه نفره لري، چي عبارت له ورزشي آمر، فني مدير، اداري مدير، تحويلدار او ملازم څخه دي، دغه راز دوه نفره روزونکي په بست كي لري، چي هغه خالي دي.

كلنۍ چاري:

د نوموړي آمريت لخوا څخه د ۱۳۸۷ كال د حمل په مياشت كي د شهيد عبدالاحد كرزى په نامه د فوټبال يو ټورنمنټ جوړ كړ، چي څلورو ولايتونو، لكه فراه، هلمند، زابل او كندهار ولايت برخه پكښي درلوده او لس ورځي يې دوام درلودى په پاى لوبه كي، لومړى مقام كندهار، دوهم كندهار، دريم فراه او څلورم مقام هلمند ولايت تر لاسه كړهمدارنګه د ولايت مقام لخوا څخه د ورزشي لوبغالي د روښانه كولو لپاره د څراغانو كار پيل سو، چي يوه مياشت يې دوام درلود. د څراغانو د كار تر بشپړېدو وروسته د شپې لخوا مسابقې پيل سوې.

د حمل د مياشتي پر پنځويشتمه د شهيدعصمت په نامه د كركټ تورنمنټ د اتو لوبډلو ترمنځ پيل سو، چي د ثور تر پنځلسمي پوري يې دوام درلود.

د جوزا پر لسمه د شاليمار مېلې ټورنمنټ په مختلفو رشتو كي شروع سوې، لكه فوټبال، واليبال، بوكس او غېږه نيول، چي د افغانستان د اتو ولايتونو څخه يې ټيمونه را بللي وه او تعداد يې ۲۵۰ نفرو ته رسيدى، چي نوموړي ټورنمنټ لس ورځي دوام درلود، چي اعاشه او اباطه يې د ولايت مقام لخوا څخه ورته برابره سوې وه او د ترانسپورټ پيسې يې د كابل لخوا ورته په پام كي نيول سوي وې.د ۱۳۸۷ د ثور د مياشتي پر دوولسمه د ايران قونسلګرۍ په مالي لګښت د غازي محمد ايوب خان سټډيوم، چي كار يې مخكي شروع سوى و، تكميل سو او د ولايت مقام د استازي په ګډون د نوموړي امريت په واك كي وركول سو. په نوموړي لوبغالي كي واليبال، فوټبال او كركټ لوبي ترسره كېداى سي او نوموړي لوبغالي باندي تقريباً ۲۰۰۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت راغلى دئ، چي ټولي يې د ايران د اسلامي جمهوريت د قونسلګرۍ لخوا څخه وركول سوي دي.

د لوى كندهار ټورنمنټ داسد پر اته ويشتمه د شپږو ولايتونو ترمنځ پيل سو او دوولس ورځي يې دوام وكړ چي د نوموړي ټورنمنټ مالي لګښت د ولايتي بيارغوني د ټيم لخوا وركول سوى و.

د سرطان پر پنځلسمه د نشه يي توكو په وړاندي د مبارزې فوټبال ټورنمنټ د پنځلسو لوبډلو تر منځ تر سره سو، چي دېرش ورځي يې دوام وكړ او مالي چاري يې د نشه يي توكو په وړاندي د مبارزې د فتر لخوا څخه پر مخ بيول كيدې.

د اسد پر اوومه د بدن د ښكلا سيالي د كندهار ولايت د يوويشت كلبونو ترمنځ ترسره سوه، چي ۱۱۰ ورزشكارانو ګډون پكښي كړى و او دوې ورځي يې دوام وکړ.

د سنبلې پر ۱۵ د واليبال انتخابي ټورنمنټ تر سره و، چي مالي لګښت يې د ورزش د امريت پر غاړه وو.

همدارنګه د همدې امريت لخوا څخه د كال ترپايه پوري د تكواندو، ځغاستي، سنوكر، شطرنج او نورو رشتو ترمنځ انتخباتي ټورنمنټونه داير سول او منتخب ټيمونه جوړ كړل سول او د ملي مسابقو لپاره مركز ته معرفي سول، چي له هغې لاري آسيايي لوبو ته لار پيدا كړي.

د ورزشکارانو لاسته راوړني او برياوي:

نصرت الله عزيزي د ورسو رشتې ورزشكار دئ، چي اووه ځله د افغانستان قهرمان سوى دئ او د ملت د بابا له لوري ورته د سروزومډال هم وركول سوى دئ. ده په ۱۳۸۷ كال كي په آسيايي لوبو كي د سرو زور مډال تر لاسه كړ او لومړى مقام يې وګټى.

د شالمار د مېلې د بوكس په ټورنمنټ كي لومړى مقام د كندهار په برخه سو. دغه ټورنمنټ له شپږو کسانو څخه جوړ وو، چي دوو تنو يې دوهم او څلورو تنو يې دريم مقامونه وګټل.

د شالمار مېلې د پروګرام د غېږي نيولو په مسابقه كي پنځو نفرو اول مقام، درو نفرو دوهم مقام او درو نفرو دريم مقام ترلاسه كړ، چي كندهار ولايت پكښي اول مقام خپل كړى وو.

د كندهار ولايت ستډيوم پخوا پنجرې نه درلودې او دې ستونزي يو لړ بې نظمۍ رامنځته کړي وې، خو اوس دغه ستونزه حل سوې ده او پنجرې ورته جوړي سوي دي. همدارنګه د څراغانو د لګولو لپاره د جنراتورونو نشتوالى يوه لويه ستونزه وه، چي هغه هم له دوى سره د فوايد عامې رياست لخوا څه مرسته سوې ده او دا ستونزه يې هواره کړې ده.

د كندهار ولايت د ورزش آمريت هميشه ځوانان ورزش ته رابللي دي او وخت پر وخت يې د دوى لپاره د ورزش سامانونه برابركړي او د دوى لپاره يې كپونه، مډالونه او نوري تحفې برابري كړي دي.

د نوموړي رياست لخوا څخه په ۱۳۸۷ كال كي څلور روزنيز وركشاپونه په مختلفو رشتو كي جوړ سوي، چي دغه رشتې عبارت دي له: فوټبال، چي ۱۵۰۰ ورزشكارانو، د بدن ښكلا وركشاپ چي درې ورځي يې دوام درلودى او ۴۰۰۰ ورزشكارانو برخه پکښي اخيستې وه، د كركټ وركشاپ چي دوې ورځې يې دوام درلودى او ۷۰۰ ورزشكارانو برخه پکښي درلوده او د تكواندو وركشاپ چي ۱۵۰ نفرو ورڅخه ګټه پورته کړې ده.

دغه راز په ۱۳۸۷ كال كي د PRT د (سيمك) لخوا څخه ۳۰۰۰ جوړې برزوګان،۲۵۰۰ توپونه او د بدن د ښكلا يوه اندازه سامان آلاتو مرسته سوې ده او همدارنګه يې د ورزشي آمريت په څلورو شعبو كي انټرنيټ فعاله کړى دئ، چي له دې لاري دوى وکولاى سي چي د نورو ادارو او دنيا سره په تماس كي سي.

ستونزي:

د جمنازيمونو نشتوالى د نوموړي آمريت له لويو ستونزه څخه ده، دا چي کندهار يو مرکزي ولايت دئ ا د بېلابېلو لوبو لپاره ځاى او جمنازيم نه لري، نوطبعي خبره ده چي دغه موضوع د ورزشکارانو پر روحيه منفي اغېزي ولري او د ورزش ټول ډولونه پرمختګ نسي كولاى

له بلي خوا د نجونو ورزشكارانو لپاره پټ او پوښښ لرونكو جمنازيمونو په ضرورت ليدل كيږي.