د هوايي ډګر امريت

د کندهار هوايي ډګر مسئول، د دغه هوايي ډګر په اړه ليکي:

لنډه تاريخچه:
د كندهار هوايي ډګر د امريكايي مهندسينو لخوا په ۱۳۴۲ لمريزكال كي جوړسو. نوموړى ميدان په منځنۍ آسياكي يو له نړيوالو ميدانونو څخه دئ، چي ځانګړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته افتخار وربخښي.
په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې ميدان كي ځاى پرځاى سول.
په لومړيو كي دكندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى. د ډاكټر نجيب الله دواك په وخت كي د داخلي جګړو په وجه او پرهوايي ميدان باندي د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله ملكي الوتني په ټپه ولاړي وي.
د طالبانو د واك پر مهال ملكي الوتني بېرته له سره پيل سوي او همدارنګه د عربو متحده اماراتو او هندوستان ته بين المللي پروازونه كېدل.
د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جګړې په مركز بدل سو، چي د جګړو په اثر د هوايي ډګر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل.

اوسنى حالت:
د مؤقت حكومت له دورې څخه بيا تر۱۳۸۴ كال پوري د USAID مؤسسې لخوا د هوايي ډګر د بيا رغوني كار جريان درلودى او د ۱۳۸۴ كال د مېزان په مياشت كي د هوايي ميدان ترمينل او د هغه مربوط شعبات په فرنېچر او موبل تجهيز او د لومړنيو الوتنو وسايط هم د نوموړي مؤسسې په مرسته برابر سوه، د دې سره سره د مامورينوهستوګنځايونه بېله رغوني پاته سول. په ۱۳۸۶ كال كي د ولايت مقام د خاصي پاملرني او هڅو په نتيجه کي يو باب سالون د بهرنيو او داخلي مېلمنو لپاره د ټولوتجهيزاتو، موبل او فرنېچرسره ورغول سو. د ترمينل شاوخوا سړكونه په قيرورغول سول او د هوايي ميدان پرسونل وستايل سوه.

په دې آخرو كي زموږ يو ملي تجار چي دافغان يونايټيډ بانك مشري هم پر غاړه لري د ۱۱۰۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لګښت د هوايي ډګر عمومي پارك بيا ورغوى او د هوايي ميدان سره يې د فرنيچر مرسته وكړه.
د كندهار د هوايي ميدان د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چي د دې څخه يوازي ۱۰ جريبه يې د ملكي هوايي ميدان په لاس كي ده او پاته نوره ټوله يې د ايساف ځواكونو، د ملي دفاع وزارت او داخلې وزارت ځواكونو تر خپلي ولکې لاندي ده.
د كندهار هوايي ميدان د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د هستوګني كورونه لري، مګر د زورواكو لخوا په زوره نيول سوي دي، چي د ډېرو هلو ځلو كولوسره سره د هوايي ميدان آمر په دې نه دئ توانېدلى چي نوموړي هستوګنځايونه د هوايي ډګر په چارو كي وكاروو.
د ملكي هوايي ميدان (ټاور) فلج دئ او د الوتكو كنترول دآيساف ځواكونو په لاس كي دئ. د ميدان آمريت يوازي يوه سنافتيكي (زراعتي) دستګاه لري او د موجوده وضعي راپور د ايساف ځواكونو ته وركوي.
ملكي هوايي ميدان ۱۸ اطاقونه لري، چي لاندي ارګانونه له هغو څخه ګته اخلي:

  •  د هوايي ميدان سرحدي پوليس ۵ خوني
  •  د آريانا هوايي شركت دوې خوني
  • د پامير هوايي شركت يوه خونه
  • د كام اېر هوايي شركت يوه خونه
  •  د ايساف ځواكونه يوه خونه
  •  د ګلوبل امنيتي شركت يوه خونه
  •  د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه
  •  د ميدان د ګمرك مديريت يوه خونه
  •  داوي آيل شركت يوه خونه
  •  د هوايي ميدان آمريت څلور خوني

تشكيل او پرسونل:

د ميدان آمريت ۲۶ نفره پرسونل لري، چي ۱۰ نفره يې مامورين، ۱۳ يې خدمتي اجيران او ۳ نفره يې اجيرباالمقطع دي. د ذكرسوو ۱۰ نفرو مامورينو څخه يې ۵ نفره مسلكي او ۵ اداري دي، چي د الوتنو له شروع بيا ختم پوري همهلته وي.

هغه كمپنۍ چي الوتني كوي:

  • آريانا هوايي شركت
  •  پاميرهوايي شركت
  • كام اېر هوايي شركت
  • تيزر هوايي شركت
  • دUNHAS  هوايي شركت
  • برجر هوايي شركت
  • هتلر هوايي شركت
  •  د CADG هوايي شركت
  • د سره صليب او يوناما هوايي شركت