پنجوايي ولسوالي

خپرونکی : نوید احمد نیکمل

 

 

ښاغلى حاجي فضل محمد د پنجوايي ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

د كندهار ولايت د پنجوايي ولسوالي د كندهار ښارڅخه لوېديځ لوري ته په ۲۰ كيلومترۍ كي پرته ده. د پنجوايي ولسوالۍ زيات شمېر خلک په کرهڼه بوخت دي، زيات پيداوار يې انار، انګور، اوربشي او غنم گڼل كيږى. د نوموړي ولسوالۍ لږ وګړي په مالدارۍ بوخت دي. په پنجوايي ولسوالي كي بېلا بيل قومونه اوسيږى، لكه: نورزي، الکوزي، اڅكزي، اسحاق زي، كاكړان او باركزي.

په نوموړې ولسوالي كي لوى قومونه نورزي او الكوزي دي، چي د دغي ولسوالۍ زيات نفوس تشکيلوي.

په نوموړې ولسوالي كي د روغتيا يو كوچنى مركز سته، چي نارينه او ښځينه ډاکټران پكښي كاركوي او نور ټول مهم بستونه يې خالي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ زياته برخه خپله د ځايې خلکو څخه تشكيلېږى او ډيرو كمو خلکو له نورو ولسواليوڅخه پنجوايي ته كډه کړې او په نوموړې ولسوالي كي د زراعت چاري پر مخ بيايي.

کرهڼیز حالت یی

غلی دانی ( هکټار)

سبزیجات ( هکټار)

میوه جات (هکټار)

عمومی ساحه (هکټار)

۳۵۱۰

۷۰۰

۵۵۴۰

۲۱۴۰