خاکرېز ولسوالي

ښاغلى معلم میر حمزه د خاکرېز ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

خاكرېز ولسوالي له كندهار ښار څخه لېري پرته ولسوالى ده، چي دا مهال ډيره ناامنه ده. د نوموړي ولسوالۍ مهم پيداوار  ځيره، جواري، غنم، انګور او انار دي او زيات شمېر اوسيدونكي يې په كرهڼه  بوخت دي او تقريباً ۶۰ كيلومتره سړك پكښي تير سوى چي ټوله خام دئ او نه دئ رغول سوى.
د نوموړي ولسوالۍ مځكي د كاريزونو په واسطه اوبېږى، چي هغه يې هم زيات ډك سوي او د هغه د پاكيدو كار نه هم دولت كړى او نه هم د كومې موسسې لخوا څخه په دغه اړه کوم څه تر سره سوي دي.
نوموړې ولسوالي د ولسوالۍ تعمير نه لري او د امنيه قومندانۍ د تعمير د رغيدوكار يې اوس روان دئ او په نژدې راتلونكي كي به بشپړ سي.
په نوموړې ولسوالى كي يو كلينيك فعاليت لري، دغه راز د ملي پيوستون لخوا څخه په نوموړې ولسوالي كي يو شمير پروژې ترسره سوي دي، خو د امنيت د خرابوالي له امله نورو موسسو زړه نه دى ښه كړى، چي په خاكريز كي د بيارغوني او نور كارونه ترسره كړي.
نوموړې ولسوالي د ولسوال په گډون ټول ۹۰ تنه پرسونل لري، چي په هغو هم د ولسوالۍ امنيت ساتي او هم يې نوري چاري پر مخ بيايي.
په نوموړې ولسوالي كي مختلف قومونه ژوند كوي، چي لويه برخه يې پوپلزي او الكوزي او بيا په ترتيب سره توخي، كوچيان، اڅکزي، محمدزي، اهل تشيع او نورزي تشكيلوي.