ژړۍ ولسوالي

ښاغلى جمال اغا  د ژړۍ ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

د كندهار د ژړۍ ولسوالي د كندهار ښار لوېديځ لور ته د كندهار - هرات پر لويه لار باندي د كندهار ښار څخه په ۲۵ كيلو متره اوږدوالي پرته ده، چي اكثره اوسېدونكي يې خپلي اړتياوي د كرهڼي او مالدارۍ له لاري پوره كوي. په ژړۍ ولسوالي كي بېلابېل قومونه لکه: عليزي، اڅكزي، نورزي، الكوزي، كاكړان، غلجي، وزيران، سيدان، بابړان، ترينان، جتان، محمد زي، بارګزي، ماكيان، تاجك او نور دي.

د فيصدۍ په لحاظ يې تر ټولو غټه قبيله عليزي، وروسته اڅكزي، بيا نورزي او وروسته نور قومونه دي، چي د يو او بل تر څنګ د ورورۍ ژوند كوي.

د ژړۍ ولسوالي د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ په افغانستان كي د نوي ولسواك دولت تر رامنځته كېدو وروسته د شهيد حبيب الله جان (په ولسي جرګه كي دكندهار ولايت استازى) په هاند او هڅه دكندهار په اداري واحد كي ور زياته سوه، چي وېشنه يې په لاندي ډول ده:

الف – د ولسوالۍ اصلي برخه:

چي خلك يې د ولسوالۍ اصلي او دايمي اوسېدونكي دي اواكثره يي زمېندار دي. نوموړې ولسوالي په نوي حكومت كي په كندهار ولايت كي د يوه اداري واحد په توګه رامنځته سوې، چي د سنځري كلستر يې د ارغنداب د ولسوالۍ څخه د حوض مدد، سنګ حصار، نادي كلستر او همدارنګه نهر كاريز، چارښاخه باميزي، له ميوند ولسوالۍ څخه او پاته ټوله ساحه يې لكه د پاشمول كلستر ، د كولك او سولغي كلستر او د نلغام كلستر يي د پنجوايي له ولسوالي څخه اخيستل سوى دئ.

دوهمه برخه:

د دې برخي خلك د تېرو درو لسيزو جګړو او ناخوالو په صورت كي د ژړى د ولسوالۍ له كليو څخه علاوه د كندهار ولايت د نورو ولسواليو او ګاونډيو ولايتو څخه راغلي، چي اكثره يي بې مځكي وه او د ژړۍ پر دولتي مځكو يې قبضه كړې ده. ځان ته يې كورونه او مځكي آبادي كړي او زراعتي برمې يي وهلي دي.

د ولسوالۍ دريمه برخه:

په دې برخه كي د هغه كډوالو پنډغالي دي، چي اكثره يې پښتانه او د شمالي ولايتو څخه د وروستيو جګړو له امله د سيمه ييزو زورواكانو له خوا د خپلو كورو پريښودو ته اړ سوي دي او يا په زوره له خپل ځايه شړل سوي دي.

كلنى ګزارش:

د ۱۳۸۷ لمريز كال څخه بيا د ۱۳۸۸ كال تر نيمايي پوري په ټوليز ډول د پرمختيايي كارو او لاسته راوړنو په اړه:

د ۱۳۸۵ لمريز كال راهيسي، چي امنيتي حالت مخ په خرابيدو سو، ورسره جوخت پرمختيايي كارونه په ژړۍ كي له پامه وغورځېدل او مرسته كوونكي موسسې ورڅخه د هوايي مرغانو په څېر په هوا سوې. په ژړۍ كي ولايتي پرمختيايي ټيم يا پي آر ټي ، د كاناډا هيواد مرسته كوونكې موسسه يا سيډا، ډيپيډ او كله هم آى او ايم، سيمه ييزه استازي د بيا رغوني كوچنۍ پروژې پلي كوي.

د ژړۍ ولسوالي د۱۰-۲۰ سلنه اوسېدونكي پاكو اوبو ته او ۱۰ سلنه يي روغتيايي آسانتياوو ته لاسرسى لري، خلک يې دبرېښنا او مخابراتو له نعمته محروم دي. مخابراتي سيستم يې د دولت ضد وسله والو مخالفينو د تهديد له كبله له خنډ سره مخ دئ.

د ژړۍ ولسوالي تعمير نه لري. ولسوال په هغه پخواني تعمير كي چي د شهيد حبيب الله جان په وخت كي جوړ سوى استوګنه كوي خو د سرحدي په وينا د ژړۍ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ تعمير د رغېدو چاري د امريكا د متحده آيالاتو د پوځ لخوا همدا اوس - اوس په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چي دم ګړى يې ۹۰ سلنه كار بشپړ سوى دئ.

يوازي د ولسوالۍ په مركز كي د شورا لپاره تالار، د مخابراتي كمپنۍ (افغان تيلي كام) لپاره كوچنى دفتر او د ولسوالۍ د همږغۍ اپراتيفي مركز تعمير د ولايتي پرمختيايي ټيم يا پي آر ټي لخوا جوړ سوى دئ.

ولسوالي او نور دفترونه يې هغه تجهيزات چي د ولسوالۍ اړتيا پوره کوي، نه لري. يو كمپيوټر او د فوټوكاپۍ ماشين پرته له مسلكي مامور ورسره موجود دي. په ۱۳۸۷ كال كي وروسته له ډيرو غوښتنو د كندهار پرمختيايي ټيم درې پايې ميزونه، قاليني او فرشونه او په همدې ډول په ۱۳۸۸ كال كي د شورا د غونډي لپاره د ډيفيټ په مالي مرسته شپږ تختې قاليني او اته سيټه مېزونه او چوكۍ او د ضرورت په اندازه ظروف راكول سوي، چي د ټولو مجموعي قېمت يې تقريبا ۴۰۰۰۰۰ افغانۍ كېږي.

ولسوالۍ ته پروت سړك په ۱۳۸۶ لمريز كال كي د سيټا كمپنۍ لخوا د جاپان هېواد په مالي مرسته د كندهار- هرات لويي لاري د سړك جوړولو پر مهال رغول سوى دئ، خو له بده مرغه د تېرو دوو كلو پر مهال يې غټ پلچكان د اسلام ، سولي او پرمختګ د دښمنانو لخوا په بمونو الوزول سوي دي.

دا چي د ژړۍ ولسوالۍ د كليو سړكان په كوم حالت كي دي، د ژړۍ ولسوال يي په اړه وايي:

د سنځري د كنډيالي كلي څخه تر باغ پل پوري زوړ سړك، د اشوغې سړك، د ماكوانو سړك، د حاجي عبدالرؤف كلا سړك، د عبدالحميد خان د مسجد سړك، د ژړۍ ولسوالۍ څخه د پنجوايي ولسوالۍ تر مركز پوري د پاشمول سړك، چي په اساسي ډول پوخ سوى، مالي لګښت يي د كاناډا هيواد لخوا وركول سوي دي.

د پاشمول پس آب سړك، د وزيرو د مكتب سړك، د ډكار او رازمحمد خان سړك، د كلك سړك، د سرټك سړك، د پلچكانو او لاكوخېلو سړك، د غونډۍ سړك، د نادي او نهر كاريز سړك، د اشوغې څخه تر غونډۍ غر، نلغام او نهر كاريز پوري د ولسوالۍ په منځ كي سړك.

پورتني ټول سړكان، چي په لسګونه كيلو متره اوږدوالى لري، خام دي، خو په لسګونو پلچكان يې جوړ سوي دي.

ستونزي او ننګوني:

د دولت ضد عناصرو فعاله او دوامداره شتون او د هغوى حاكميت په كليو كي چي د دې حاكميت له وجي كليوالي ژوند، قومي جوړښتونه او د شورا ګانو سيستم له منځه تللى دئ.

په سيمه كي د ورانكارو د تخريبي اعمالو د ترسره كولوله امله د پرمختيايي كارو مخه ډب سوې ده.

وړانديزونه:

په ولسوالۍ كي د دريمه درجه مامورينو د تقرر په برخه كي ځانګړى پلان، چي له نورو باامنه سيمو څخه بېل وي.

د پروژو د پلي كولو پر وخت د ولسوال سره مشوره نه كيږي د بيلګي په توګه د تور تاك بند چي د مؤسسي له خوا جوړ سوى وو كله چي سيلاب راغى ورسره يو يي وړ ښه به دا وي چي د ولسوال تائيد ولري.