دامان ولسوالي

ښاغلى حاجي ښادی خان د دامان ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

دامان ولسوالي له ښار څخه اتلس كيلومتره لېري د كندهار كابل پر لويه لاره پرته ده او سړك يې د كابل كندهار د لويي لاري غزيدلى سړك دئ، چي په ۱۳۸۲ كال كي د جاپان هيواد د جايكا موسسې په مالي لګښت رغول سوى دئ او د ولسوالۍ تر كليو پوري غزيدلي سړكونه يې تقريباً ۱۶۷ كليومتره اوږدوالى لري.

نوموړې ولسوالي د ولسوالۍ تعمير لري چي درې كاله وړاندي د سولې د ټينګښت د پروګرام لخوا رغول سوى، چي كيفت يې اوس ښه نه دئ، چي د بامونو اوسپنز پوښ يې د باد په واسطه وړل سوى دى او دا مهال ټول څڅېږى او دورازې او كړكۍ يې زړې سوي دي، چي اوس د استفادې وړ نه دي او د بريښنا سيستم يعني ويرينګ يې په مكمل ډول له منځه تللى دئ.

د نوموړي ولسوالۍ مسولين وايي، چي په دې ولسوالۍ كي چي كوم پرمختيايې كارونه د موسساتو لخوا ترسره سوي دي، دوى چا په جريان كي نه دي اچولي، ځكه دوى ته د هغو په اړه بشپړ معلومات نه سته.

تېر كال د ولسوالۍ د دفتر لپاره ټول تجهيزات د ثبات او ټينګښت د پروګرام لخوا څخه وركول سول او د ولسوالۍ تعمير يې بيا د سره ورته رغولى دى او همدې ته ورته د امنيه قومندانۍ تعمير يې د ثبات او ټينګښت دفتر لخوا ورته رغول سوى دئ.

د نوموړي ولسوالۍ زيات اوسيدونكي په كرهڼه اومالدارۍ بوخت دي او خپلي ورځنۍ چاري د همدې لاري پر مخ بيايي او د فيصدۍ پر اساس ۶۰% اوسيدونكي يې په كرهڼه ۳۰% په مالداري او ۱۰% اوسيدونكي يې په ورځنيو کارو باندي بوخت دي.

د نوموړي ولسوالۍ مهم پيداوار غلې دانې، خټكي، هنداوڼې او حبوبات دي او د انارو او انګورو باغونه هم پكښي سته.

د نوموړي ولسوالۍ امنيت په نسبي ډول ښه دئ او د خلکو د ژوند سطحه يې د نورو ولسواليو په پرتله لوړده. د دامان ولسوالۍ لوى او واړه كلي ۲۴۲ دي چي تقريباً ۶۵۰۰۰ اوسېدونكي لري. د دې ولسوالۍ زياته برخه د پوپلزو له قوم څخه تشكيلېږي او نور قومونه لكه سيدان، مومند، ترين، توخي، تركي، اندړ، اڅکزي، الكوزي او نورزي هم پكښي اوسېږي.

په نوموړې ولسوالي كي د PRT په ګډون WFP,MC,NECEF,DAFA ,UNECEF او هبيتات مؤسساتو له خوا څخه سړكونه، پلچكونه، استنادي ديوالونه او بعضي نور روزنيز پروګرامونه ترسره سوي دي، چي د يو شمير پروژو نومونه يې په لاندي ډول دي:

د غواوو د روزني په اړوند د ام سي موسسې له خوا

د چرګانو د روزني په اړوند دام سي موسسې له خوا

د څارويو د تداوي كلينك جوړونه دام سي موسسې له خوا

د سړكونو ترميم د پي ار ټي له خوا

د كاريزونو او ويالو ترميم د کليو پراختيا له خوا

پورتنيو پروژو د دامان د خلکو د ژوند په سوکالۍ کي پوره – پوره برخه درولودلې ده.