معروف ولسوالي

        خپرونکی :   نوید احمد نیکمل 

مــــــــعـــــــروف: 


ښاغلی توریالی د معروف ولسوالی ولسوال  د خپلی ولسوالی په اړه داسی معلومات راکوی ،معروف ولسوالي د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقيعت لري، دغه ولسوالي له پاکستان سره ١٥٥ کيلو متره ګډه پوله لري، دغه راز دغه ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده. د دغې ولسوالۍ د کليو شمېر ٣٦٠ ته رسېږي، چې له ١٥٠ تر ٢٠٠ زره تنو پورې وګړي پکې ژوند کوي، چې اقتصاد يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.