ارغنداب ولسوالي

ښاغلى حاجي شاه محمد  د ارغنداب ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي

 

د ارغنداب ولسوالي دكندهار ښار په ۱۰ كيلومترۍ كي شمال لوېديځ ته پرته ده. دا يوه ډېره سرسبزه سيمه ده، چي دانګورو او انارو دكرهڼي له وجي خورا مشهوره ده. د دې ولسوالۍ ۷۰ % وګړي په قبيلوي لحاظ الكوزي دي او د كندهار ولايت نوري قبيلې هم پكښي مېشتي دي. د دې ولسوالۍ وګړي بزګر او زمينداره دي او مهم پيداوار يې انار او انګوردي، خو له دې سره په څنګ كي غنم، جواري، اوربشي، كچالو، روميان، پياز، بېنډۍ، توربانجان او تركاري هم كري.

دا ولسوالي ۷۲ كلي لري، چي هر كلى ځانته ملك لري او هم په دې ولسوالۍ كي شخړي او لانجې د قومي مشرانو لخوا دجرګې په واسطه سره هوارېږي، همدا ډول دا ولسوالي ۶۴ CDC (شوراګاني) لري.

د ولسوالۍ څخه تر كندهار ښار پوري لس كيلومتره سړك ټول پوخ دئ، چي د دولت لخوا يې د رغوني چاري سرته رسېدلي دي.

په دې ولسوالۍ كي دارغنداب سيند جنوب لوېديځ لور ته غزېدلى دئ، چي د دې ولسوالۍ ۲۷۷ كيلومتره مساحت تشكيلوي او په پاى كي د هلمند په ولايت كي تر غزېدو وروسته د هلمند سيند ته ورګډېږي.

د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ تعمير په مكمل ډول جوړ سوى دئ د لګښت په اړه يي معلومات نسته ځكه قرارداد يي په مركز كي د ملګرو ملتو د پرمختيايي پرګرام چي د افغانستان د تحكيم او ثبات په نامه ياديږي پر مخ وړل كيږي ( موږ ډيره هڅه وكړه چي د ASP پرګرام له مشر څخه په دي هكله معلومات وغواړو خو هغه ودي ته حاضر نسو، د كتاب د چاپ كميټه ).

وړانديزونه:

  • د ولسوالۍ مامورين د ترانسپورت مشكل لري چي بايد حل سي.
  •  د ولسوالۍ خلك د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى نه لري او د ويالو له اوبو څخه استفاده كوي، چي بايد پاكي اوبه خلكو ته مهيا سي.
  •  دريمه درجه مامورين نه لرو اړوند رياستونه بايد خپل مامورين په ټاكلو بستو كي وګماري .