ميوند ولسوالي

ښاغلى حاجی عبيدالله باوري د ميوند ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي

دميوند ولسوالي د كندهار ښار څخه په ۷۰ كليومترۍ كي د هرات كندهار د لويديځ پر لويه لار پرته ده. ذكرسوې ۷۰ كيلومتره لار يې د پاكستاني كمپنۍ يعني cita لخوا څخه رغول سوې ده. د دې ولسوالۍ مهم پيداوار غنم، اوربشي، جوار او پنبه گڼل كيږى. او زيات شمير خلګ يې په كرهڼه او دوكاندارۍ بوخت دي. نوموړى ولسوالى يوه ولسي شورا، يوه انكشافي شورا او ۶۹ محلى شورا ګانې لري چي د خلكو ستونزې د همدې شورا له لاري هواريږى .

په نوموړى ولسوالى د نړيوالو موسساتو لخواڅخه لاندي پروژې اجرا سوى دي

  •  PRT لخوا څخه د څښاك د اوبو د څاگانو كيندل، د چرى پخول، جغل اندازي پروژي ترسره سوى دي
  • د WFP لخوا څخه د غنمو او كيمياوي سري مرسته سوى ده
  • USAID لخوا څخه د حرفوى زدكړو كورسونو پروژې لكه جنراتور تخنيك ، نجاري او د سپورټ د سامان د زده كړو پروژې اجرا سوى دي
  • KIIFC لخوا څخه د نقدى قرضو پروژه ترسره سوى
  • د ولسوالى او قومندانى تعميرونه ۹۵ فيصده كار بشپړسوى او ۵ فيصده پاته دى
  •  د بازار داخل د چريو پخولو پروژه چي ۵۰۰ متره اوږدوالى لري جغل اندازى سوى دى

وړانديزونه:

  • د امنيتي حالت په ښه كولو كي د ولسوالى سره د امنتي پرسونل مرسته.
  • د كلينكو جوړل ،د پاكو اوبو برابرول د برق د ډيزلي ماشين لپاره تيل برابرول تر څو برق ولرو.
  • داداري پرسونل استخدام په ميوند ولسوالي كي د اړوندو ارګانونو له خوا.