شاه وليکوټ ولسوالي

ښاغلى حاجی عبدلغنی  د شاه وليکوټ ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

د كندهار ولايت شاه ولي كوټ ولسوالي د كندهار ښار شمال لورته په۴۰ كيلو مترۍ كي پرته ده. د دې ولسوالۍ اكثره اوسېدونكي پوپلزي، باركزي، الکوزي، اندړ او سلېمانخيل دي، چي زياته برخه يې پوپلزي او باركزي تشكيلوي.

نوموړې ولسوالي ځانته د ولسوالۍ په سطحه شوراګاني لري، چي د عامو خلکو زياتي ستونزي هم د همدې شورا له لاري حلېږي. دغه ولسوالي ۷۰۰ كلي لري چي درې سوه كلي يې د كارېز او پاته ۴۰۰ كليو مځكې يې د چينو په اوبو خړوبيږي.

د قومندانۍ تعمير يې د امريكايانو لخوا څخه د درې لكه شپيته زره امريكايې ډالرو په لګښت په اساسي ډول جوړ سوى دئ. همدا رنګه د كندهار څخه تر شاه ولي كوټ پوري ۴۰ كيلومتره پوخ سړك جوړ سوى دئ، خو ټول پلچکان يې تخريب سوي او بيرته رغول سوي دي.

د پي آر ټي لخوا څخه په تېر يو نيم كال كي ۱۸ محافظوي دېوالونه جوړ سوي دي. د دهلې د بند پل د ولايتي بيارغونې يا پي آر ټي لخواڅخه په اساسي ډول جوړ سوى دئ.

د دهلې د بند سړك له عمومي سړك څخه د ۱۲ كيلومترو په اوږدوالي د پي آر ټي لخواڅخه پوخ جوړ سو او يو باب ښوونځى د امريكايانو لخوا څخه ورته ودان سو.

د ولسوالۍ تعمير د USAID,DAI لخوا څخه ترميم سوى دئ.

وړانديزونه:

د ولسوالي د خلکو لپاره بايد د ډامن امينت ټينګ گامونه پورته سي

پنځوس سلنه خلک پاكو اوبو ته لاس رسى نه لري

لس سلنه خلک روغتيايې اسانتياوو لاس رسى لري چي بايد زيات كړل سي.

برق او مخابرات هيڅ نه سته.

د مامورين د تشكيل له مخي د هر اړونده ارګان لخوا په دنده وګمارل سي .