ارغسان ولسوالي

 

ښاغلى محمد خواجه طراح د ارغسان ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

د ارغسان ولسوالي د كندهار ښار څخه جنوب ختيځ لوري ته په ۱۰۰ كلومترۍ كي پرته ده. د بحر د سطحي څخه ۱۲۰۰ متره لوړ والى لري. دا ولسوالي په جنوب كي د پاكستان د منزكۍ سيمي سره سرحد لري. په دې ولسوالي كي بېلابېل قومونه مېشت دي، چي زيات يې باركزي او نور يې پوپلزي، الكوزي، خوګياڼي، پانيزي، ماكو او ساکزي دي.

په دې ولسوالۍ كي دوه مهم سيندونه بهېږي، چي يو يې دمعروف ولسوالۍ څخه چي د ارغسان ولسوالۍ ختيځ ته پرته ده، راوتلى او بل سيند د زابل ولايت د شينكۍ ولسوالۍ څخه د ارغسان ولسوالۍ ته راوتلى دئ، چي دواړه سيندونه سره يوځاى كېږي او يو د ارغسان سيند ځني جوړېږي.

له دغه سيند څخه د ارغستان ولسوالۍ كرهڼېزه ځمكي خړوبېږي او هم يوه اندازه ځمكي د كارېزونو او چينو په واسطه خړوبېږي.

لاسته راوړني او بيا رغونه:

د امريكا د متحده ايالاتو لخوا د قوماندانۍ تعمير د ۴۴۹۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت جوړ سوى دئ.

يو باب ابتدايه ښوونځى د معارف د رياست لخوا جوړسوى دئ.

په ارغستان ولسوالي كي د RRD (دكليوپراختيارياست) لخوا لاندي كارونه سرته رسيدلي دي:

داوبوڅښلو ۲۰۷ برمې د ۲۹۲۴۵۷ امريكايي ډالرو په لگښت

استنادي دېوالونه په بېلابېلو سيمو كي د ۳۶۷۵۳۶ امريكايي ډالرو په لګښت

شپږ ولې په بېلابېلو سيمو كي د ۲۵۷۸۶۰ امريكايي ډالرو په لگښت جوړي سوې.

يو كارېز د ۱۴۲۴۰ امريكايي ډالرو په لګښت پاك كړل سو.

دارغستان په بازار كي جامع مسجد د ۸۱۱۴۵ امريكايي ډالرو په لګښت جوړسوى دى.

هغه پروژې چي تر كار لاندي دي:

۹۵ داوبو څښلو برمې چي ۳۰% تكميل سوي دي.

دترغاك ډېم چي ۶۰% يې كار پر مخ تللى دئ.

دوې داوبو شبكې چي ۲۰% يې كار پوره سوى دئ.

وړانديزونه:

قضاء او څارنوالي شتون نلري او ددې ولسوالۍ وګړي يې د مسؤلينو د ټاكل كيدو په كلكه غوښتونكي دي او همدارنګه د نور وزارت خانو اړوند مسؤلين موجود خو اولس اړتيا ورته لري.